په ایران کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ افغان مهاجر مړه شوي او نور پنڅه تنه ټپیان شوي دي. دغه خبر د ایران دولتي رسنیو د سه شنبې په ورڅ کړی ده. ایران ته ډیری افغان په غیرقانوني توگه سفر کوي.
د یزد ولایت د بیړنیو خدماتو ادارې مشر احمد دهقان د مهر په نوم خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه پېښه د یزد مرکزي ښار ته څیرمه رامنځ ته شوې ده او په ترڅ کې یې یو موټر له لارۍ سره جنگیدلی دی.
د نوموړي په خبره په دغه ترافیکي پيښه کې په مړو شوو کسانو کې یوه ښڅه هم شامله ده. زیاته شوې ده چې د ټپیانو روغتیایي حالت کړکیچن دی. په لارۍ موټر کې څوک ټپیان شوي نه دي.
د ایران په مرکزي ولایتونو کیرمان او یزد کې په ترافیکي پېښو کې زیاتره مهال افغانانو ته تلفات اوړي.
د ایران سیستان – بلوچستان ولایت ته داخلیدو وروسته په دښته کې موټر ډیر په لوړ سرعت مزل کوي، څو له امنیتي ځواکونو ځان بچ کړي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰م کال کې ویلي وو چې په ایران کې د دوه میلیونه غیرقانوني کډوالو او ۸۰۰ زره مهاجرو په شمول ۳،۴ میلیونه افغانان ژوند کوي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.