!افغانستان غښتلي دولت غواړي

نور محمد غفوری

1,712

زموږ ګران هېواد افغانستان په اوسني بحراني او سخت حالت کې داسې غښتلي دولت ته اړتیا لري چې د هیواد په ټوله جغرافیه کې او په ټولو خلکو یو ډول قانون وچلولای شي. د ولس د اکثریت رضایت ورسره وي، خلکو ته اړین خدمتونه ورسولای شي، د ملت او ځانګړو افرادو آزادي، دوامداره سوله او ډادمن امنیت وساتي، له ملی یووالي، اقتصادي برمختیا او ځمکني بشپړتیا ننګه وکړي او له نړیوالو سره په متقابلو دوه اړخیزه او څو اړخیزو اړیکو کې بریالۍ ديپلوماسي پر مخ بوزي؛ تر څو وکولای شي چې د وطن په آبادۍ او د خلکو په هوساینه کې اغیزمن ګامونه پورته کړي.

غښتلي دولتونه د واحد رهبري مرکز په شاوخوا د مشترکو اهدافو لرونکو ځواکونو لخوا رامنځته کیدای شي. خو دا مشترک اهداف چې هر څومره لوی ملي، اساسي او غوره وي، په همغه تناسب ورباندې ګڼ شمیر ځواکونه او سازمانونه راټولیدای شي. بر عکس که دولتي موخې یوازې د یوه مشخص ګوند، او تنظیم د طرحه شوو اهدافو په شاوخواکې مطرح شي، په دولتی واحد مرکز د نورو سازمانونو او غورزنگونو د غړو او د عمومي ملی ځواکونو راټولول ستونځمن وي.

هر څومره چې د ټاکلي دولت د جوړېدو قاعده او بنسټ پراخه وي، په همغه تناسب د زیاتو خلکو رضایت تر لاسه کولای او حاکمیت یې دوام موندلای شي. خو دا باید په نظر کې ولرو چې د یوه دولت د جوړېدو د بنسټ پراختیا د و خت په ټاکلی انټروال کې محدود او معین امکانات لري. څرنګه چې په ټاکلي وخت کې په هېواد کې د یو له بله بېلو ټولنیزو طبقو او صنفی ګروپونو ګټې، برداشتونه او ارزښټونه یو له بله سره فرق او تضاد لري، نو ځکه دا ناممکنه ده چې د بېلو بېلو او متضادو ګټو، برداشتو او ارزښتونو څښتنان د ټول په یوه معین وخت کې په واحد دولت کې راټول شي. یوازې هغه کسان تر واحد مرکزیت لاندې په یوه دولتي چوکاټ کې بریالی کار کولای شي چې یو له بله سره مشترک اهداف، برداشتونه او ارزښتونه ولري، یو د بل خبرو ته غوږ ونیولای شي، یو پر بل نسبي باور ولري، د روحی او ذوقي لحاظه هم یو له بله سره ګذاره وکولای شي او د خلکو د صادقانه خدمت، د هېواد د آبادۍ او ټولنې د پرمختګ او هوساینې په لار کې په سرښندنه او صداقت هاند او هڅې وکړي.

ددې علمي احکامو او د هیواد شل کلنو ناکامو تجربو ته په کتو سره ویلای شو چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د له منځته تلو او په هیواد کې د طالبانو له ولکې وروسته د جمهوریت د مشرانو او طالبانو تر منځ د واحد دولت په چوکاټ کې د مشرک کار امکان نشته. که دوی په یوه دولت کې تر نړیوال فشار لاندې سره راټول هم شي، د دولتي چارو د بریالیو تر سره کولو چانس نه لري، ځکه چې د ددې دواړو د ژوند او سیاست لارې یو له بله سره ۱۸۰ درجې فرق کوي. د یوه هدفونه، برداشتونه، وياړونه، لاسته راوړنې او ارزښتونه  له بل سره یوځای کیدای نه شي، بلکې یو له بل سره په ډیرو ځایو کې په کامله توګه متضاد دی او یو بل نفی کوي. موږ ته په تیرو کلونو کې د ملي یووالي او د سولې د دولت د پلویانو تر منځ د دولتی چوکیو ویش او یو ځایی حکومت جوړولو هم را وښوده چې د مخالفو او ان متضادو ځواکونو تر منځ په واحد دولت کې ګډون د ملت په تاوان دی. ښه داده چې یوه خوایې حکومت وکړي او بله یې د اپوزیسیون دنده ادا کړي.

د پخواني حکومت ځینې واکمنان له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکرتو د له سره پیلولو غوښتنه طرحه کوي. دوی باید پوه شي چې نور شرایط بدل دی. د پخواني دولت انتظام ړنګ دي. دوی په پخواني دولت کې په شاملو قوتونو واک نه لري او په مذاکراتو کې د هغوی استازیتوب نه شي کولای. په تیره هغوی چې د ولس ترمنځ سیاسي او ټولنیز ملاتړ او کوم سیاسی ګوند او سازمان هم نه لري.

د ټول شموله حکومت تر نامه لاندې د قومي، مذهبي، ژبنیو او جنسیتي رقابتونو او د برخو د ویش پر اساس هیڅکله قوي ملي دولت نه شي جوړیدای. دا منفي تجربې په دا شلو کلونو کې ډیر ځله تکرار شوې. سره له دې چې د (ملی یووالی) او د (ملی مصالحې) د دولتونو د مخکښانو تر منځ ډیرې مشترکې وجهې موجودې وې، خو دواړه ناکام دولتونه و. د بلې خوا دا هم سمه او اړینه خبره ده چې دولتی نظام باید د مشخصې قومي، ژبنۍ، سیاسی او تنظیمی ډلې په انحصار کې نه وي. خو باید هغه کسان او ځواکونه په واحد غښتلي دولت کې سره یوځای شی چې یو له بله سره مشترکې وجهې ولري او د دولت په د ننه کې یو د بل سره د مقابلې او جنجال رامنځته کول یې هدف نه وي.

له طالبانو سره هغه څوک او ځواکونه مشترک او پراخ بنسټه حکومت جوړولای شي چې په تیرو شلو کلونو کې یې د پخواني دولت په لوړو چوکیو کار نه وي کړی، د طالبانو سره یې په ملي کچه د جګړې د قوماندې او سیاسي پریکړو واک نه وي لرلای، د «یرغلګرو» په وړاندې یې وسله واله او یا بې وسلې پروپاګندي مبارزه پر یوه او یا بل شکل پر مخ بوولې او اوس هم ورسره تر واحد رهبري مرکز لاندې ګډ کار کولو ته د وطن او وطنوالو د خدمت په خاطر چمتو او د کار حوصله ولري.

که د ځینو آوازو او نظریو پر اساس یو ځل بیا له طالبانو سره د دوحې د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ پیل او غځیږي، په هغو کې کولای شي او باید د هیواد په داخل کې موجود سیاسی ګوندونه، ائتلافونه او لوی ملی حرکتونه او په خارج کې د اوسیدونکو افغانانو غښتلي سازمانونه ګډون وکړی. هغه خوځښتونه چې په تیرو شلو کالو کې یې په جګړو کې برخه نه ده اخیستي، له طالبانو سره د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو کې کولای شی چې د ملت د عادي خلکو ښه استازولي او ور سره مشترک بریالی کار وکړي.

که د افغانستان د اسلامي جمهوریت پخوانیو واکمنانو په همغه اول کې په بین الافغاني مذاکراتو کې د کابل د دولت تر نفوذ لاندې ساحه کې د ټولو سیاسي بهیرونو او سازمانونو برخه ځان ته نه وای اخیستې، انحصار ته یې لاس نه وای اچولی او هلته یې نورو په تیره بیا دریمګړو ځواکونو ته د ګډون امکانات ورکړي وای، د مذاکراتو د بریا چانسونه زیاتیدل او له کابله د جمهوریت د واکمنانو په تېښته به د بین الافغاني مذاکراتو بهیر په ټپه نه وای درېدلی.

اوس چي د افغانستان خلک د تجزیه غوښتونکو او د شر او فساد د عواملو له سلطې راوتلي دي، نه ښايي چې یو ځل بیا د هغوی په قبضه کې ور واچول شي.

18.12.2021

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.