طالبان: قطر او ترکيې سره د هوايي ډګرونو پر فعالولو خبرې روانې دي

361

د قطر او ترکيې هيوادونو ګډ استازی د کابل نړیوال هوايي ډګر د فعالولو په موخه له طالب چارواکو سره پر خبرو بوخت دي. دغه خبره طالب چارواکو تائيد کړې خو وايي چې خبرې لا هم روانې دي څو موافقې ته ورسیږي.  

Afghanistan Flughafen Kabul | Flugzeug PIAد طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ناوخته د آلمان خبري آژانس ته ویلي وو چې د هوايي ډګرونو د مدیریت په برخه کې له قطري او ترکي استازو سره خبرې ادامه لري اما دواړو خواو په کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی کړی.

د طالبانو یو بل لوړ پوړي چارواکي بیا ويلي دي چې خبرې ادامه لري، که چیرته دواړه لوري يو توافق ته ورسیدل، نو ټول داخلي او نړیوال پروازونه به بیرته له سره پیل شي.

بل خوا د ترکيې حکومتي خبري آژانس، آنادولو د ديپلوماتيکو منابعو له قوله ويلي دي چې په خبرو کې دخيلې خواوې يوه توافق ته رسیدلي دي او د راتلونکې اوونۍ په جریان کې به پر عملي جزئياتو باندې بحث وشي.

د ترکيې او قطر يو ګډ تخنیکي پلاوی د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسید. د رپوټونو پر اساس دغو دوو هیوادونو توافق کړی چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په ګډون د افغانستان پنځه هوايي ډګرونه به فعالوي.

د افغانستان هوايي حریم په حاضر وخت کې د ګڼ شمیر پروازونو پرمخ تړلی دی. له افغانستان څخه دا وخت يوازې ديپلوماتيک پروازنه او د بشري مرستو یا د تخلیې پروازونه ترسره کیږي.

د آلمان خبري آژانس اضافه کوي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال، د کابل هوايي ډګر ډیر زیانمن کړی دی. دا هغه وخت وو چې په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه په چټکۍ له افغانستانه ووتل، پخواني افغان حکومت سقوط او افغانستان طالبانو ونیوه.

طالبانو ادعا کړې هغه وخت کله چې د کابل هوايي ډګر ونیوه، د هوايي ډګر ترمينل، د رادار سیستم، الوتکې او موټر ټول تخریب شوي ول. وروسته بیا یوه قطري ټيم د کابل هوايي ډګر پر تخنيکي چارو کار پيل کړ او د پروازونو له پاره یې چمتو کړ.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.