د راتلونکې وده

قدرت الله هېوادپال

455

 په مشرۍ او د خلکو په وده کې يوه اصطلاح ده چې  Halo Effect بلل کيږي، له دې څخه په عمومي توګه هدف دا وي چې که يو څوک په يوه څه کې ښه وي، نو خلک فکر کوي چې په هر څه کې ښه دی، لکه يو څوک د يوې چارې لپاره ټاکل کيږي، دا شخص ښه اخلاق لري خو نور په هیڅ نه وي خبر، هغوی چې دا ګماری تل ورسره دا وايي چې سړی له اخلاقو ښه دی، اعتباري او امين دی، دا نور کارونه به هم زده کړي.

خو، که چيرې د دې په پرتله بل شخص چې له اخلاقو سپک وي، يا پخوا يې مخ تور کړی وي، نو که هر څومره تکړه شي، توبې وباسي، دغه پخواني کړه وړه به يې هر چيرې مخ ته درول کيږي، سره لدې چې اخلاق د ودې يو تر ټولو کليدي اړخ دی، خو ژوند يوازې پر نيکو اخلاقو نه سبا کيږي.

selective focus photography of green leafed plant

وايي له کوم سړي څخه د عربو په دښته کې د هغه ملګری له اوښ سره يوځای ورک شوی وو، د لټولو پر مهال له کوم کوچي سره مخ شو او ورڅخه يې وپوښتل که چيرې يې کوم سړی له اوښ سره ليدلی وي. کوچي ورته وويل: آیا ملګری مو چاغ او ګوډ وو؟. هغه سړي وويل: هو، چيری دی.

کوچي ځواب ورکړ: نه پوهيږم چيرې دی، خو راته ووايه ملګري سره مو لکړه وه، او آیا اوښ کاڼی (پر يوه سترګه ړوند) او خرماوی يې وړلی؟. سړی ډير خوښ شو او سمدستي يې وپوښتل: هو، هو، همدا مې ملګری او د هغې اوښ دی. کله مو وليدل او پر کومه ولاړل. کوچي وويل: ما هیڅکله نه دي ليدلي. ما له پرونه راهيسې له تا پرته هیڅ بنده د خدای نه دی ليدلی.

سړي يې خبره پر قهر پرې کړه: ته له ما سره ټوکی کړی! دا لا څرنګه ويلای شی چې هیڅوک دې نه دي ليدلي، ته زما ملګری او د هغې اوښ داسې ښه راپيژنی. کوچي ژر په آرامه ځواب ورکړ: هو. هغه مې هیڅکله نه دی ليدلی خو پوهيږم چې د خرما د دې ونې لاندې يې دمه جوړه کړې وه. او بيا د شام (سوريې) په لور درې ساعته مخکې خوځيدلي دي.

سړي پرې ورغبرګه کړه: که چيرې دې ليدلي نه وي نو څرنګه پوهيږی. کوچي وويل: هغوی ما په سترګو نه دي ليدلي خو د پښو له خاپونو يې پيژنم. ورپسې يې سړی له لاسه ونيوه او پر شګه د پښو پاتو نښانونو په لور يې روان کړ. سړي ته يې وويل: د پښو دې نښانونو ته ګوره. دا د سړي د پښو نښانونه دي، دا د اوښ د پښو خاپونه دي او دا د لکړې خاپ دی. د سړي د پښو نښانونو ته وګوره، د کينې پښې نښان د ښي هغې په پرتله ژور او ستر دی. آیا دا په دې معنا نه دی چې هغه ګوډ دی؟ سړی د هغې پر پوهه او د څارنې پر کمال حيران شو او ويې ويل: دا خو هر څه ډير ښه دي، خو دا راته ووايه، ته څه پوه شوی چې اوښ پر يوه سترګه کاڼی دی، سترګه خو پر شګه نه لګيږي؟.

person walking beside camel

کوچي وخندل او ويې ويل: ته هم سمه وايې. سترګه پر شګه نه لګيږي، خو خپل آثار يې پر وښو پريښی دی. آیا نه وينې چې اوښ يوازې له ښي لوري څخه واښه خوړلي دي؟ آیا لدې څخه پوه نه شوی چې اوښ پر يوه سترګه ړوند دی او يوازې له ښي اړخه ليدی شي. د سړي حيرانتيا نوره هم ډيره شوه، او ويې پوښتل: او اوښ او خرماوی هم اغيزه لرلی شي؟، کوچي شل قدمه وړاندې يوړل او ويې ويل: دلته ميږيانو ته ګوره. آیا نه وينئ چې د خرما له اوبو راتاوو دي.

سړي وپوښتل: ته څه پوهيږی چې لدې ونې لاندې يې دمه کړې ده؟. کوچي هغه د خرما ونې ته بوته او ويې ويل: د خرما دې ونې ته ګوره، نه وينې چې ستا ملګري له اوښ سره څرنګه آرام کړی. خو څه پوه شوئ چې درې ساعته وړاندې دلته وو. کوچي وخندل او ويې ويل: د ونې سيوري ته وګوره. چيرې ده؟ دې کې هيڅ شک نه شته چې هغوی سيوري ته ناست وو. زه د دښتې ځوی يم او پوهيږم چې د ونې سيوری له هغه ځايه تر دې ځايه په درې ساعتونو کې راځي. او لدې سره پوهيږم چې درې ساعته مخکې دلته وو.

راتلونکی نامعلوم دی، خو ستاسې نن پر مهارتونو پانګونه کولای شي راتلونکی درته روښانه کړي، هغوی چې نن بريالي دي د خپل سبا لپاره کار کولای شي، د نن له اثارو پوهيږي چې سبا به چيرې يم، د غيبو علم له بنده سره نه شته، خو هغه اسباب او وسايل راپيدا کولی شي چې په راتلونکي کې د دې د ودې سبب وګرځي.

د نيوټن د خوځښت  قانون دی، چې وايي يو توکی تر هغې په خپل حالت کې دی تر څو چې يوه بهرنۍ قوه يې حالت بدل نه کړي، يعنې که يو څه په ولاړ حالت کې وي تر هغې به ولاړ وي تر څو چې بهرنۍ قوه يې ونه خوځوي، او يو څه چې په خوځښت کې دي، تر هغې به خوځيږي تر څو چې بهرنۍ قوه يې ونه دروي.

که په راتلونکي کې وده غواړئ، د شخص، ادارې، هيواد په توګه ځان بايد وخوځوئ، هغه عوامل به راپيدا کوئ چې ستاسې د ودې سبب ګرځي، تر څو چې هغه بهرنۍ قوه که هغه مهارت وي، پوهه، سلوک، راشه درشه، سياسي ځيرکتيا، هر څه چې وي، ونه پيژنئ، ونه يې کاروئ، تر هغې به مو اوسنی حالت بدل نه شي.

اړونده مهارتونه او پوهه کولای شي تاسې ته هغه استناد او ځيرکتياوی درکړي چې راتلونکي ته يو ښه بنسټ رامنځ ته کړئ.

یادونه: د لیکوال د نورو لیکنو له پاره  www.hiwadpal.com  وګورئ

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.