سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟

قدرت الله هېوادپال

825

سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول

د پريکړو کولو لپاره د يوه چوکاټ يا مرستندويه اصولو لرل له مشرانو سره مرسته کړي تر څو له خپلو تمايلاتو اخوا، د فشار لاندې حالت يا شتو معلوماتو د ارزولو په رڼا کې پریکړې وکړي. عموماً هدفي يا مستندې پریکړې آسانه وي، داسې پريکړې چې پر ټاکليو معلوماتو بنا وي او که هر څوک دا معلومات ولري نو ښايي ورته پریکړو ته ورسیږي.

خو ټولې پريکړې مستندې نه وي، د مشر په توګه تاسې ځينې وختونه له سليقوي پریکړو سره مخ کيږئ، داسې پریکړې چې پر داسې معلوماتو بنا وي چې بیلابيلو ځوابونو يا لوريو ته اشاره کړي، يعنې تاسې کولای شئ د دې معلوماتو پر اساس بیلابيلې پریکړې او بیلابيل اعمال خپل کړئ. او دا امکان هم لري چې دا معلومات تاسې ته له داسې خلکو او زيرمو رارسيدلی وي چې هغوی هم ښايی خپله اجنډا او فکرونه ولري.

د پريکړو لپاره مرستندويه اصول لرل نورو ته هم دا احساس ورکوي چې تاسې پر کومو اصولو فکر کوئ او له تاسې د څه تمه ولري، ورسره که چيرې مو پریکړې ثبات ولري نو ورسره مو اعتبار پخيږي او درسره معامله او راکړه ورکړه آسانيږي. دلته موږ د پریکړې لپاره مرستندويه اصولو پر ټاکلو غږيږو.

two roads between trees

اکثره پيچلې پريکړې له ځان سره ابهام لري او ځانګړي لور ته يې بيول ستونزمن وي، د مشرۍ هره پيچلې پريکړه بايد هڅه وکړي چې د لاندینیو درې سليقوي اړخونو تر منځ توازن وساتي:

۱.  قواعد: يا چاپيريالي اصول چې د هغې په رڼا کې په اداره يا ټولنه کې منل شوی سلوک تعريفيږي.

۲. اخلاقيات/ عقايد: يا ستاسې د ښو او بدو معلومولو داخلي احساس چې د کورنۍ تربيې، ټولنې، قوم، پيژندنې، مذهب او نورو په رڼا کې رامنځ ته کيږي.

۳. د موقف مسؤليتونه: يا په اداره (او ټولنه) کې ستاسې په فکر ستاسې مسؤلیتونه

دا د تعجب خبره نه ده چې دا دريواړه مشخصات ځينې وخت د يو بل په مقابل کې واقع کيږي او کله چې داسې وشي نو بيا د ځواب موندل ستونزمنيږي، خو د درېواړو مشخصاتو نږدې ارزونه له مشر سره مرسته کوي چې اعتمادي پریکړې وکړي او د بیلابيلو اصولو تر منځ توازن وساتي.

داسې فکر وکړئ د نن په اقتصادي حالت کې د يوه شرکت مشر غواړي ځينې کارکوونکي وزګار کړي. د اخلاقياتو له نقطه نظره ښايي فکر وکړي چې په دې سختو ورځو کې د کارکوونکو د رزق ګټلو وسيله له منځه وړي. خو، قواعد به بيا وايي چې د څو محدودو کارکوونکو پر شړلو ټوله اداره له سقوطه ژغوري، او که چيرې ورسره دا فکر هم ولري چې دا د نورو ډيرو او ټولنې عمومي ګټو خوندتيا مسؤل دی نو ممکن له ځان سره فکر وکړي چې د ده په دنده کې سختې پریکړې راځي او د ادارې سترو ګټو لپاره لږ قرباني کړي. لدې څخه ښکاري چې د هغې د دندې غوښتنې د هغې له قواعدو سره سمون خوري خو له اخلاقياتو سره يې په ټکر کې دي.

لدې سره پریکړه دوو ټاکنو ته راځي ۱) دا هڅه چې کليدي اړخونه/ خلک قانع کړي تر څو د خپلې دندې غوښتنې له خپلو شخصي اخلاقياتو (عقايدو) سره برابر کړي يا ۲) د پراخه ګټې لپاره له خپلو شخصي عقايدو تير شي.

لدې سره تړلی يو بل پيچلوالی د دې اړخونو بدليدل دي. انسان د وخت له تيريدو او هوښياريدو سره تر ډيره خپل شخصي نظر بدلوي او اخلاقياتو ته له بل اړخه ګوري. آن په سياسي لحاظ تر لسو کالو وړاندې کارکوونکو فکر کاوه چې د دوی د ادارې مشران دې له سياسي چارو ځان وساتي، خو نن تر ډيره اکثره فکر کوي چې ادارې بايد په ټولنيزو موضوعاتو کې فعاله ونډه ولري.

د مشر په توګه د چاپيريال له اخلاقي اړخونو ځان خبرول له تاسې سره مرسته کړي تر څو د خپلو همکارانو پر خبره پوه شئ او اړونده پريکړو کې بیلابيل اړخونه دخيل کړئ. په خپل کاري ډله کې بیلابيل نظرونو، پوهې، ارزښتونو او تجاربو خلک لرل هم له تاسې سره مرسته کړي تر څو په خپلو پريکړو کې د ټولنې د بیلابيلو لوريو توافق او ګټې وساتلی شئ.

gold and silver round frame magnifying glass

لدې سره، ستاسې په ژوند کې ښايي ستاسې موقف هم څو څو ځلی بدل شي. آیا تاسې ټولو دخيلو اړخونو ته يو ډول مسؤل ياست؟ بيلابيل اړخونه کوم نتايج غواړي او آیا هره نتيجه يو ډول مهمه ده؟ آیا له مراجعينو، مامورينو، تمويلوونکو، چارواکو او نورو سره بايد يو ډول سلوک وشي؟ دا هغه پوښتنې دي چې بايد د خپل موقف له بدليدو رابدليدو سره يې په دوامداره توګه بيا بيا وارزوئ.

د دې خوځنده لومړيتوبونو تر منځ د توازن پيژندل پر ريښتينوالي بنا مشرۍ لپاره مهم دي. اخلاقيات او ارزښتونو ته لنډه لار نه شته خو څرنګه چې له بيلابيلو پريکړو سره مخ کيږئ، دا پر تاسې ده چې څرنګه د دريو تر منځ توازن وساتئ.

داسې ګڼل کيږي چې ارزښتونه هر څوک لري، خو پر ارزښتونو دريدل هغه وخت معلوميږي، کله چې يو څوک له ستونزو سره مخ شي، او ارزښتونه يې وازمويل شي. لکه يو څوک به وايي چې هیڅکله رشوت نه اخلم، خو دا د نه اخيستو اراده به يې هغه وخت ازمويلی شي چې له څو مياشتو معاش وانخلي، يا د موقف له کبله ميلمستياوو، ډاليو او قيمتي معاملو سره مخ شي، نو هلته بيا دا ارزښت ازمويل کيږي چې يو څوک دې څومره د عامه ګټې لپاره له خپلو شخصي ګټو تير شي.

څرنګه سمې پريکړې وکړو، دلته له پنځو پوښتنو يادونه کوو، چې کولای شي له تاسې سره مرسته وکړي تر څو له موقف سره مناسبې پر اصولو، قواعدو او اخلاقياتو برابرې پریکړې وکړو.

۱. نړۍ ته پر کومه سترګه ګورئ

له قضاوته پرته، يوازې پر څارونکي ډول، له ځانه وپوښتئ:

–  د مشر په توګه خلک بايد ما ته څرنګه وګوري؟ زه بايد د څه لپاره ودريږم؟ يا مبارزه مې بايد د څه لپاره وي؟

– د کاروبارونو عمومي هدف څه وي؟ آیا د شريکوالو ارزښت ډيرول دي، چې له کبله يې ټولنه بهتره او د ټولو دارايي ډيره شي؟ يوازې غواړئ ټولنې بهتره شي او د دارايي/ پيسو دومره په غم کې نه ياست؟ دواړه پيسه او بهتري غواړئ؟ يا بل څه غواړئ؟

– زه ولې کاروبار کوم؟ آیا زه کاروبار هماغه هدف لپاره کړم کوم چې زه عموماً د نورو کاروبارونو په اړه فکر کړم يا د خپلې سيمې، کاروبار اندازې يا خدمتونو له کبله دا کاروبار کوم؟

– زما په کاروبار کې زما موقف څه دی؟ زما مسؤليتونه څه دي او چا لپاره يې پالم؟

– د ټاکلي هدف لپاره په خدمتونو کې څه قرباني کولای شم؟ له څه څخه هیڅکله نه تيريږم؟

زموږ هدف له کاروبار څخه هر هغه څه دي چې تاسې مصروفه ساتي، د وظيفې لرل په يوه کاروبار کې دخليدل دي.

د بيلګې په ډول، په سختو حالاتو د کاروبار مشر چې له دې ننګونې سره مخ وي چې بايد يو څه کارکوونکي وزګار کړي، ښايي نورو ته وښيي چې هم زړه سواندی او مهربانه دی، او لدې باور سره به کاروبار کړي چې د کاروبار هدف د فردي او ټولنيزو دارايو ډيرول دي، ورسره لدې هدف سره به هم مخ په وړاندې ځي چې کاروبار بايد د خلکو ژوند بهتره کړي او دې لپاره بايد ګټور وي.

۲. همدې د نږدې وخت ستره پریکړه راواخلئ او د خپلو څارنو په رڼا کې يې وارزوئ

بيا هم له قضاوت پرته، له ځان څخه وپوښتئ:

– زما دا پریکړه زما له هغه قواعدو، اخلاقي او موقف مسؤلیتونو سره څرنګه اړخ لګوي چې ما د ځان لپاره ټاکلي دي؟ دا پریکړه چيرې زما له ارزښتونو سره په ټکر کې ده؟ د ټکر لاملونه يې څه وو؟

– که چيرې زه دا پریکړه بيا وکړم، او ويې غواړم چې زما له ارزښتونو سره سمه وي، نو څه به پکې بدل کړم؟

– آیا د دې څارنو په رڼا کې بايد په خپلو قواعدو يا اخلاقياتو کې څه بدل کړم؟

د دې څارنو په رڼا کې د کاروبار مشر ښايي وايي چې پخوا په ځينو حالاتو کې يې داسې پریکړې کړي دي چې يو نه يو ارزښت ته يې ډير پام کړی وو، پر دې پوهيدل ښايي لدې مشر سره دا مرسته وکړي تر څو پوه شي چې په دې ارزښتونو کې له يوه څخه بل ته ډير درانه ګوري يا ښايي پر دې هم پوه شي چې پخوانۍ پریکړې يې له ارزښتونو سره اړخ نه لګوي او بايد ډيره پاملرنه وکړي.

۳. ورپسې هغې پريکړې په اړه فکر وکړئ چې په نږدې راتلونکي کې يې کوئ

لاندينيو ته فکر وکړئ:

– که غواړم داسې پریکړه وکړم چې زما له اخلاقیاتو سره اړخ لګوي، د ټولنې پر قواعدو هم پوره وي او زما د موقف له غوښتنو سره هم سمه وي نو څه بايد وکړم؟

– که چيرې داسې پریکړه ډيره ستونزمنه يا ناممکنه وي، نو پدې ټولو کې له څه څخه تيريدلای شم؟

د کارکوونکو وزګارولو په پريکړه کې، مشر ويني چې د هغې د موقف غوښتنې د هغې له قواعدو سره سمې دي، خو نشي يې کولای چې له خپلو اخلاقياتو سره يې برابره کړي. نو له څو محدودو غورونو سره مخ کيږي: د خپل موقف پر مسؤليتونو سترګې پټې کړي (چې ښايي د کاروبار د خرابيدو يا له دندې څخه د فارغيدو سبب شي)، له خپلو اخلاقیاتو/ عقايدو تير شي (له دوه مخۍ کار واخلي)، د کاروبار له شريکوالو وغواړي چې له کاروبار څخه تمې بدلې کړي يا خپل اخلاقيات/ عقايد داسې عيار کړي چې د دندې له تمو سره سم وي.

white and gray floor tiles

۴. د پريکړې رسولو لپاره پلان جوړ کړئ

لاندينيو ته پام وکړئ:

– آیا دا پریکړه خلکو ته داسې تشريح کولای شم چې پر کوم اخلاقي او اصولي چوکاټ مې بنا کړي وي د هم هغې استازيتوب وکړي؟ څرنګه به د نورو له خوا په ځانګړي ډول د هغوی له خوا چې د ژوند له بیلابيلو تجاربو تير وي دا پریکړه تعبير شي؟

– زه څه کولای شم تر څو د دې امکان ډير شي چې پريکړه هماغسې تعبير شي، څرنګه چې يې زه غواړم؟

– هيڅ پريکړه په خلا کې نه وي. آیا ادارې په دې نږدې کې داسې پريکړه کړې يا نه ده کړې چې زما د پريکړې له پيغام سره ښايي تضاد ولري؟ څرنګه کولای شم دا تضاد راکم کړم؟

په داسې حالاتو کې، چوپتيا ستاسې په ګټه نه ده. طبعي ده چې شکوک به ولرئ خو د مشر په توګه بايد څرګنده او ثابت پيغام واستوئ.

پر څه چې باور لرئ هغه په څرګنده توګه بيان کړئ، خلک به مو پر پريکړه پوه شي آن لدې سره که موافق هم درسره نه وي. که د مشر په توګه تاسې د کارکوونکو پر شړلو خپه، په قهر يا خوابدي ياست، نو د خپلو احساساتو له کبله دفاعي حالت مه خپلوئ، بلکه خپله مفاهمه او ويناوې د پریکړې پر لاملونو متمرکزه کړئ، او وواياست چې څرنګه دا پریکړه پر قواعدو، اخلاقياتو او ستاسې د موقف له مسؤلیتونو سره برابره ده.

۵. تل ځان وارزوئ

دا يې تر ټولو ستونزمنه برخه ده. اوس چې تر دې ځايه راغلئ، له ځانه دا هم وپوښتئ:

– آیا د خپلو ارزښتونو په تعبير کې ريښتونی وم؟

– کومو ارزښتونو ته لومړيتوب ورکوم؟ ولې؟ او پر کومه بيه؟

– د تضادونو له منځه وړلو لپاره، زه بايد خپل اخلاقي، قواعد او د موقف ارزښتونه عيار کړم يا زه بايد هغه څه چې کوم اصلاح کړم تر څو مې له ارزښتونو سره عيار شي.

دا پروسه دومره ساده نه ده. څيړنې ښيي، هغوی چې اخلاقاً او عقيدتاً ضعيفه وي، د دې تضادونو له يو بل سره عيارولو کې ښه وي، ورسره له هر چا سره سر خځوي او ورسره جوړيږي چې له يې دا خلک د مشرۍ موقف ته نسبتاً ډير رسيږي.

نو ځکه مهمه ده، چې په دوامداره توګه پر خپلو ارزښتونو کار وکړئ، هڅه وکړئ چې ارزښتونه مو تل تاسې ښي لور ته رهنمايي کړي.

هر څومره چې مو د پریکړې چوکاټ څرګنده وي، همدومره به درته په ستونزمنو حالاتو کې پريکړې کول آسانه وي.

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.