هر څوک دی خپل کار لره پیدا 

 قدرت الله هېوادپال 

317

لوی اختر راروان دی، هغوی چې قرباني کړي پوهيږي چې د سم او تکړه قصاب موندل څومره ستونزمن وي، هسې خو په کوڅه کې هر چا ځان پسې چاقوان او تبرونه تړلي وي، چاقوان ښکته پورته کوي، قصابۍ ته راوتي وي، خو ډيرې داسې پيښې ليدل کيږي د څاروي له لږ خطري خوځښت سره قصاب له ټولو مخکې تښتيدلی وي.

همدا بحث هغوی ته چې فکر کړي هره دنده پر مخ وړلی شي، يا کله چې د کوم موقف لپاره د وړ نوماند لټه وي، نو له ځانه چاقوان راتاوو کړي او هرې خوا ته تبر غورځوي راغورځوي، چې دا کار خو زه هم کولای شم.

red tulip flower in yellow tulip field

همداسې د موټرو پالنه او چلونه درواخلئ، ضرور نه ده چې ښه موټروان دې ښه مستري وي او نه دا چې ښه مستري دې ښه موټروان وي، آن د موټر هره پرزه مشخص فعاليتونه لري، کله چې خرابه شي نو ټاکلي مستري ته يې بيايی، آن د هرې پرزې شخص هم معلوم وي، د هر ماډل او جوړښت شخص معلوم وي، آن هر مستري هم يو ډول پوه نه وي.

بزګري رواخلئ، د اپینو بزګر د غنمو له بزګر سره فرق کړي، باغواني د سبزيجاتو له کرکيلې سره فرق کړي، ميوه لرونکی ونه له بې ميوې سره فرق کړي. ترکاڼي راواخلئ هر ترکاڼ په ټاکلی ساحه کې وارد وي، صنعتي ترکاڼان خو آن د ټاکليو دروازو او کړکيو او نورو لپاره هم متخصصين لري.

دغه کسبونه ځکه يادوو چې خلک فکر کړي دغه کارونه آسان دي، پوهې او ښوونځيو، مدرسو او پوهنتونونو ته اړتيا نه لري، خو دغه کسبونه هم وخت او تمرين غواړي. دغه قصابي، مستريتوب او بزګري هم د هېوادونو تر منځ فرق کړي، زموږ د دغه مسلک کسبکار دې ځان د بلې نړۍ له کسبکار سره پرتله کړي او ودې وينې چې توپير يې په څه کې دی.

لدې ټولو سره هغوی ته هم چې فکر کړي زما له کار پرته د هر چا کار آسانه دی، د ژوند هره سخته زما لپاره ده او نور آرامه او هوسا ژوند لري، يا زما د هغو سختو او تنګو له کبله چې په ژوند کې مې تيرې کړې دي، د هر امتياز او خواخوږۍ مستحق يم، او هغوی ټول چې ما سختې تيرولې او د دوی ژوند آرامه وو، ما ته پړ دي.

ډير خلک اخلاق او مهارت سره ګډوي، که اخلاق وي، تربيه وي، سلوک وي، او ورته نور مشخصات دا فردي عمل دی، ګټه او تاوان يې شخص ته وي، خو مهارت بيا ټولنيز عمل دی، سره لدې چې فرد پخپله دغه مهارت زده کوي، خو د مهارت کارولو اغيزه پر نورو وي.

ډاکتران راواخلئ بهترين يې هغه دي چې هم يې اخلاق او هم يې د طبابت مهارت ډير ښه وي، خو ښايي داسې يو څوک ډير کم پيدا شي، دوه نور سره پرتله کړئ، لومړی يې په اخلاقي توګه ډير ښه شخص دی، خو پر طبابت يې دومره سر نه خلاصيږي او درملنه يې خطري وي، دوهم يې په اخلاقي توګه ډير ضعيفه دی، خو په خپل کسب کې ډير وارد دی، تاسې چې کله خپل ناروغ ډاکتر ته بيايي کوم يو ته ورځئ؟

پر ناوړه مشرانو يوه څيړنه وايي چې اکثراً هغوی چې د مشرۍ وړ نه وي هغوی ته موقف ورکول کيږي. ځکه چې دا خلک په ټولنيزه توګه له ټولو سره ښه وي، خو په مهارت کې بيا ډير ضعيفه وي، ورسره هغوی چې دوی دغه موقف ته ټاکي، فکر کوي ښه شخص دی، زه به يې له تاوانه خوندي يم، خو دې ته نه ګوري چې دغه شخص د دغه دندې د اجرا توان لري يا نه.

انسان کبر لري، شيطان استکبار غرق کړ، دغه استکبار زموږ د نفس برخه ده، هغوی چې ژبه يې غوړه وي، هغه د انسان دغه د استکبار حس پړسولو او راسپړلو ډير ښه مهارت لري، اوله او اخيره يې له داسې ټکو ډکه وي چې پر ګمارل کيدونکي شخص ښه لګيږي، او کله چې بيا دغه شخص وګمارل شي، نو ګمارونکي يې ځان د ده په ناکامۍ او برياليتوب کې سهيم ګڼي، نو ځکه د ګمارل شوي شخص د ناکاميو اوريدو ته دومره ليواله نه وي، او بریاليتوبونه يې هر چيرې يادول کيږي.

raw meat on white table

هر کله چې موږ وايو هر څوک دی خپل کار لره پيدا، هم دا شخص دې پخپله فکر وکړي چې آیا دا کار زما وړ دی يا نه، هو هر څوک بايد د نوې دندې لپاره يو څه زده کړي، خو دغه زده کړه بايد له لسو پنځلسو فيصدو ډيره نه وي، دغه شخص بايد دغې نوې موقف ته خپله پوهه، تجربه او مهارت راوړي، نه دا چې دلته کيني او بيا فکر وکړي چې اوس يې زده کوم.

هغوی چې يو څوک پر يو موقف ټاکي، بايد وګوري چې آیا دغه ټاکنه خو لدې کبله نه ده چې دغه ټاکنه ما ته ښه احساس راکوي، يا د دغه شخص کوم احسان پرې کوم، يا دغه شخص ښه ژبه، قيافه او نور لري او زه به پرې ښه ښکاره شم چې ټاکلی می دی.

پر دنده ګمارنې لپاره تر ټولو ښه اصل د هغه خدمت او چارو له نقطه نظره د شخص ارزول دي چې دغه شخص يې د اجرا مسؤليت اخلي، يعنې له پای څخه پيل ته راتګ دی، دا کتل دي چې بهترين شخص چې بهترينه دنده اجرا کړي څوک دی، بيا د هغې په رڼا کې د اوسنيو نوماندانو ارزول وي.

او هغه د قصاب کيسه، که چيرې تاسې خپل پنځوس شپيته زرو ځناور حلاله يوازې د زرو يا دوه زرو افغانيو سپمولو لپاره پر خراب قصاب حراموئ، نو بيا دې ستاسې الله مل شي.

د لیکوال نورې لیکنې په لاندې لینک لوستلای شئ

www.hiwadpal.com

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.