ملي بیرغ ؛ یو حقیقت او یو واقعیت

محمد اسماعیل یون

2,100

دا یو حقیقت دی چې  اکثره افغانان له خپل درې رنګه ملي بیرغ سره د زړه له تله مینه لري ، ان په روح او روان کې یې ځای شوی دی. دا هم یو واقعیت دی چې په تېرو سلو کلونو کې په لنډمهالي ډول په ځینو واکمنو او ځینو سیاسي تنظیمونو پورې اړوند بیرغونه د ملي بیرغ  پر ځای کارېدلي ، خو هېڅکله یې د ملي بیرغ مقام نه دی خپل کړی او نه یې هم د عام او اکثریت ولس زړه ته لاره پیدا کړې ده. د سقاوي اړودوړ ، د خلک دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ د پیل دوره ، د جمعیت او نظار شورا لومړۍ واکمني ، د ط الب انو د واک لومړۍ دوره  او اوس دا دی د دوی د واک دا پړاو هغه وختونه دي چې د ملي بیرغ  پر ځای په کې نور بیرغونه کارېدلي دي.خو دا هم بیا بل واقعیت دی چې د دې ډول حکومتونو د واک په اختمام سره ملي بیرغ بېرته قایم شوی او خپل قوت او جوهر یې ځلولی دی.

اوس یو ځل بیا دلته داسې یو مذهبي ـ پوځي جریان واک ته رسېدلی ، چې هغه خپل بیرغ لري او ځینې یې د خپل بیرغ لپاره توجیهات او دلایل هم په ګوته کوي . دا توجیهات که څه هم له مذهبي ، دیني ، سیاسي ، ملي او تاریخي پلوه د ملي بیرغ پر وړاندې نه د توجیه وړ دي او نه له هغه سره د پرتلنې ، خو څرنګه چې نوي واکمن د تورې په زور واک ته رسېدلي او پوځي لیکې یې لا هم له انقلابي او مذهبي ولولو ډکې دي ، نو په داسې یو حالت کې ورته انقلابي دلیل ویل او غوڅ منطق وړاندې کول اصلي داعیې ته د ګټې پر ځای د نور زیان رسولو اسباب برابروي . هېوادپال افغانان په ښه دریځ کې نه دي ، کله چې سیاسي ، پوځي ، مذهبي او اقتصادي ځواک درسره نه وي ، نو علمي منطق دې هم یوازې د یو اخلاقي عنصر تر کچې پورې مطرح دی او بس . تېرو چارواکو او د هغوی ګڼو منفي اعمالو هم د ملي بیرغ د مخالفانو تبر ته لاستی برابر کړی دی . زه نه غواړم د ملي بیرغ پر وړاندې د اوسنیو یو شمېر چارواکو دلایل منطقي وګڼم او توجهاتو ته یې د نورو په شان توجهیات پیدا کړم ، خو دومره  ویلای شم چې اوسني حالات د نظامي احساساتو تر اغېز لاندې دي ، په داسې یو ګرم او پېچلي پوځي حالت کې په کار ده چې د تعقل له نرمې قوې څخه کار واخیستل شي ، په همدې خاطر ما له خپلو ډېرو شعوري هېوادپالو ملګرو سره تر مشورې وروسته وپتېیله چې د ملي بیرغ او نورو ملي مسایلو په باب له اوسنیو چارواکو سره د خبرو اترو له یوې منطقي لارې پر مخ لاړ شو. دتېرو دریو میاشتو په بهیر کې مې له څلورو وزیرانو ، یو شمېر موثرو سیاسي مسولینو او د منځنۍ کچې له ګڼو چارواکو سره کتلي، د نورو ملي مسایلو تر څنګ مو د ملي بیرغ موضوع ورسره هم مطرح کړې ده. له نېکه مرغه باید ووایم چې ټولو یې ملي بیرغ د یو ملي حقیقت په توګه منلی ،خو دا چې دا حقیقت به څه وخت پر عملي واقعیت بدل شي ، د ټولو مشوره دا وه چې لږ وخت ته ضرورت دی ، هغو مجبوریتونو او حساسیتونو ته چې دوی ورته په خپلو خبرو کې اشارې کړي ، زه نه غواړم هغه دلته یاد کړم ، ځکه چې خدای مه کړه سبا هماغه دلایل یو ځل بیا څوک د ملي بیرغ پر وړاندې د یو خنډ په توګه و نه کاروي .دا چې دا خبرې لا تر اوسه پر واقعیت نه دي بدلې شوې او ثمر ته نه دي رسېدلي ، نو ضرور نه ده چې مخکې تر مخکې خلکو ته داسې اوازې خپرې کړو چې عملي کېدو ته یې لا وخت پاتې وي ، موږ له خپلو ملګرو سره دې مبارزې او له چارواکو سره منطقي او رغنده خبرو ته دوام ورکوو ، پاتې چارواکي به هم یو په بل پسې ګورو ، خبره کینې ، بغض ، عداوت او فزیکي شخړې ته نه باسو او نه ددې کارو لپاره عملي اسباب لرو . زه په اوسنیو چارواکو کې د یو تن مسول چارواکي هغه خبره هېڅکله له یاده نه شم ایستلای چې ماته یې ویل : (( یون صیب د ملي بیرغ په مسله کې تر تا زه ډېر دردېږم او دا بیرغ تر تا ډېر راباندې ګران دی، بل ویل چې زموږ ملي بیرغ هم ملي دی ، هم اسلامي ، هېڅوک حق نه لري چې څوک یې د اسلام له دایرې وباسي ، نن یو بل چارواکي راته وویل چې ملي بیرغ د محتوا له مخې تر اوسني بیرغه دوه ځله زیات اسلامي دی… )) همداسې نورو چارواکو هم هر یو په نرمو اعصابو د ملي بیرغ د داعیې تایید کړی دی ، خو ټولو د وخت نزاکت او د حالاتو حساسیت د یو مجبوریت په توګه یاد کړي دي. البته د دې خبرې یادول ضرور دي چې چارواکي یوازې همدغه نه دي چې موږ ورسره کتلي او لیدلي دي، لا ډېر نور او تر دوی لا نور مهم پاتې دي ، خو زموږ ټینګ هوډ دی چې دا لړۍ به غځوو او ټولو سره به ګورو، زه هیله من یم ، هر څومره چې ټولنه د قانونیت خواته ځي او پوځي حالات کنټرولېږي ، د ملي بیرغ او نورو ملي غوښتنو تطبیق ته لاره اوارېږي.البته دا هغه معتدلې لارې دي چې اساس یې پر علمي او تاریخي منطق ولاړ دی ، که بل چا سره نورې کومې لنډې بې ضرره او بې خطره عملي لارې چارې وي ، د هغوی مخه هم څوک نه نیسي راوړاندې دې شي ؛ لاس په کار دې شي. له ټولو هېوادوالو په تېره بیا له رسنوالو او لیکوالو مو هیله ده چې په دې برخه کې له ډېرې هوښیارۍ او دقت څخه کار واخلئ ، احساساتي ، خام او دروغجن خبرونه ، اوازې او انګازې مه خپروئ ، هر کله چې یوه موضوع ښه پخه او کره شوه او بشپړ باوري شوئ ، بیا یې رسنیزه کړئ! د دې خبرې یادول هم ضروري دي چې د ملي بیرغ داعیه د ټول ملت داعیه ده ، د تېر حکومت لنډغر ، فسادګر او د هغوی موتلف ټامیان دې له دې موضوع څخه لرې ګرځي ، هغوی دې په دې کار کې خپل سپېرونی نه ګډوي ، هغوی نه ملي بیرغ لري ، نه ملي هویت او نه هم ملي عزت ، همدوی وو چې دا ټول ارزښتونه یې سپک کړل او اوس غواړي له اوسنیو چارواکو سره د ملي بیرغ د داعیې د ټکر له امله دا داعیه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي او په دې تصادم کې ولس ضدي ټامیان او لنډغر یو ځل بیا د تېر په څېر د ولس د کاذبو خواخوږو په توګه ځان مطرح کړي .دوی ته باید وویل شي چې ولس ژوندی دی ، تاریخي حافظه یې هم ویښه ده ، په پوره تدبیر او سیاسي ظرافت د دې لپاره کار کوي چې نوي حکومتي چارواکي له سوله ییزې او معتدلې لارې پر دې قانع کړي چې له خپل تېر تاریخ ، ویاړ او پرتم سره ټکر مه کوئ ، دا ټکر هم حکومت او هم ولس ته په تاوان دی ، خو د ملي بیرغ په ګډون د ملي ارزښتونو منل او ځلول د ملت د خوشالۍ او د حکومت د عمر د تداوم سبب ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.