عربي کلمي څنګه ولیکو؟

محمد اسماعیل یون

1,378
کله کله چې په فیسبوک کې یوه نیمه عربي کلمه په مغفن ؛ افغاني یا پښتو شوې بڼه ولیکم ، نو یو شمېر فیسبوکي ژبپوهان نوره ټوله لیکنه پرېږدي او یو دم ولیکي چې وګوره : (حوصله ) یې په ( اوسېله) لیکلې ، دغه ده غلطي او دغه ده بېسوادي !؟ دوی ملامت نه دي ، دوی مسلکي لیکوال او ژبپوهان نه دي ؛ اماتوران دي، نو ځکه خو ډېر ژر وارخطا شي او نیوکو ته اړم شي.
دلته غواړم په ډېر لنډیز سره په پښتو کې د کارېدونکو عربي کلمو د لیکبڼو په باب رڼا واچوم:
۱- هغه عربي کلمې چې مذهبي تقدس او مانیز بار لري او په پښتو کې په ورځنۍ محاوره کې کارول کېږي ، هغه باید په خپله بڼه ولیکل شي، نه یوازې دا کلمې ، بلکې نورې هغه کلمې چې حقوقي او ټولنیزه مانا لېږدوي او په لفظي یا لیکني بدلون سره یې مانا بدلېږي، هغه ټولې باید په خپله هماغه اصلي بڼه ولیکل شي، لکه : (قهار، غفار ، صمد، مذهب ، قانون، عبدل) او نورې ، که دې کلمو کې هر ډول لفظي ، غږیز او حرفي بدلون راشي، نو د کلمې یا لغت اصلي مفهوم ورسره بدلېږي، موږ نه شو کولای دا لغتونه د (کهار، غپار، سمد. مزهب، کانون، اودل ) په بڼه ولیکو ، سره له دې چې اکثریت پښتانه یې همدا ډول تلفظ کوي ، خو څرنګه چې دلته لفظي یا حرفي بدلون د مانیز بدلانه سبب کېږي ، نو ځکه خو باید دا ډول کلمې د مانا د پوره خوندیتوب او سم لېږد لپاره په خپله بڼه ولیکل شي.
۲- دویم هغه ډول کلمې دي چې اصلي ریښه یې عربي ده ، خو په پښتو کې په یو څه لفظي تغیر سره په هماغه مانا او مفهوم کارول کېږي. حرفي او لفظي تغیر په کې د وخت په تېرېدو سره ځکه پېښ شوی چې پښتانه یې په خپله اصلي بڼه سمې نه شي تلفظ کولای او په هغو پښتو غږونو یې تلفظ کوي چې پښتو کې شته او مخرجونه یې همغو عربي غږونو ته نږدې دي، نو ځکه خو عربي ( قمیص) د وخت په تېرېدو سره په پښتو کې د( کمیس) ، (تفحص) د ( تپوس) ، ( قصه) د ( کیسه ) ، (صلحه) د ( سوله) بڼه اخلي. همدارنګه نورې ګڼې کلمې.
په پښتو کې تر ډېره بریده د وینا او لیک ژبه یوه له بلې سره سمون خوري او په دې برخه کې زیات پیوستون شته، نو ځکه خو که څوک ( حوصله ) په ( اوسېله) ولیکي ، (صلحه) په ( سوله) (معنی ) د ( مانا ) په شکل او (معنوي) په ( مانیزه ) بڼه ، نو نه یوازې دا چې لیکنۍ تېروتنه نه ده ، بلکې د پښتو ژبې له ګړني او لیکني جوړښت سره سم کار دی. لیکنۍ تېروتنه خو دا ده چې څوک په وچ زور په ناخبرۍ او سرتمبګۍ سره عربي توري په پښتو کلمو کې ورګډ کړي او دا بیا د خپل علمیت او سواد یوه مرتبه هم وګڼي. (الینګار او الیشنګ) د (علینګار او علیشنګ) په بڼه ولیکي او بیا په افراطي بڼه ټینګار هم وکړي چې نه دا مو سل په سلو کې سم لیکلي او هغه بله بڼه یې غلطه ده. په داسې حال کې چې په کومو لغتونو کې ( پ، ژ، ګ ، چ) او نور نږه پښتو غږونه یا توري ، لکه :(ڼ، ډ، ږ، ټ، څ، ځ، ړ او نور) راغلي وي ، هلته قطعاً هغه توري نه شي راتللی چې سوچه عربي غږونه یا توري ګڼل کېږي ، لکه:( ص، ض، ط، ظ، ع، ذ او ځینې نور). نو هره هغه کلمه کې چې د ( ګ) توری راغلی وي ، هلته هېڅکله د ( ع) توری نه شي راتللی.نو ځکه خو د ( علینګار او علیشنګ) په بڼه د ( الینګار او الیشنګ ) لیکل مطلق غلط دي او د دفتري میزایانو یوه پرله پسې تېروتنه ده.
دا یو اوږد بحث دی ، چې دلته مې په ډېر لنډیز سره ورته نغوته وکړه. د زیاتو معلوماتو لپاره( لیکوالي ، املا انشا، پښتو لیکلار، پښتو پښویه، پښتو لیکنی سمون ) او نورو ګرامري اثارو ته مراجعه کولای شئ!
اوس همدومره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.