غزل

عبدالمالک بېکسیار

996
اوس مې هغې سره رشته هغسې نده چې وه
یوه خبره، نیمه شته هغسې نده چې وه
لا یې لمنه باندې لمونځ لکه پخوا دی روا
دا چا ویل چې فرشته هغسې نده چې وه ؟
حالات بدل شول د تقدیر کرښې هم واوښتلې
زما د ټنډې نوشته هغسې نده چې وه
بښنه غواړم که اوس نوم دې هره سا کې ناخلم
اوس مې په ژوند کې سرشته هغسې نده چې وه
اوس له میوند سره سیالي کوي، ګواښي دښمنان
راشه لږ وګوره ګوشته هغسې نده چې وه
بې خونده نن کړ بېکسیاره پرون هم بد رنګه
اوس مې په خیال کې ګذشته هغسې نده چې وه .
انځور د استاد ومان نیازي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.