ایا د ولسمشر وژنه او استعفی ګټوره وه؟

سرلوڅ مرادزی

935
تر هر څه مخکې باید ووایم، ما د ولسمشر غني په حکومت کې هیڅ دنده نه درلوده او د دوی د حکومت په ټوله دوره کې له هېواده بهر اوسېدلی یم. ولسمشر سره مې هیڅ اړیکې نه درلودې او نن يي هم نه لرم. د ولسمشر غني د حکومت او نورو چارو په اړه زما لیکنې یوازې او یوازې زما شخصي نظر دی.
زما په اند ولسمشر غني اوس هم د هېواد لپاره ګټور تمامېدای شي. نوموړی پخپلو خلکو او هېواد میین او خواخوږی شخصیت دی.
زه د هغه افغانانو د نظر برعکس فکر کوم چې وايی ولسمشر غني باید په ارګ کې پاتې وای چې وژل شوی وای، تر تیښتې يي وژل ښه ول. یا وايی چې مخکې له مخکې يي باید استعفی کړی وای او یا داچې ولسمشر د امریکا سړی وو؛ امریکایانو چې هر څه ورسره وکړل؛ ښه يي وکړل او دې ته ورته نورې غوښتنې او پوښتنې.
یادو مسایلو ته دغه لیکنه کې یوه ځغلنده اشاره کوم:
که ولسمشر په ارګ کې پاتې هم وای، د طالب په پریکړه کې چې امریکا سره يي له دوحا تړون ترلاسه کړې وه او هغه دا چې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت په رسمیت نه پېژني، تغییر نه پېښېده. تر دوحا تړون وروسته د امریکا او طالب ترمنځ د افغان حکومت پر ضد د «اوربند» پرځای د «اورکم» درواغجن شعار، خو په عمل کې د جنګ شدت او د افغان حکومت سره د امنیتي او ستراتېژیک تړون د مفاداتو په خلاف په یوازې سر؛ له افغانستانه د ځواکونو بې پلانه ایستل؛ طالب ته دا ذهنیت ورکړ چې افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نوره اړتیا نه لري او کولای شي د جګړې له لاري دولتي واک ترلاسه کړي. بلاخره طالب چې د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۴ مې يي د جګړې په مټ له ارګ پرته، ټول افغانستان قبضه کړ؛ په کوم معقول دلیل يي ارګ پریښې وای او ولسمشر غني ته يي په ارګ کې د سپکاوي او توهین پرځای، ګلان ډالۍ کړی وای!
که هغه مهال په ارګ کې، د طالب چارواکي ملا برادر د تازه وینا له مخې ولسمشر غني توهین او وژل شوی هم نه وای، د امریکا او طالب ترمنځ په شوې پریکړه کې چې دولتي واک به طالبانو ته سپارل کیږي، کوم بدلون نه راته.
لکه چې مخکې ورته اشاره وشوه، په ارګ کې د ولسمشر غني شتون او نه شتون، له مخکې د فیصله شوي او لیږدول شوی واک په ځنډ او څرنګوالی کې کوم مثبت اغیز نه درلود. د ملا برادر د وینا په توپير چې هغه مهال نوموړي په دوحا کې تشریف درلود او د امریکایانو په الوتکه کې لومړی کندهار او څو ورځې وروسته کابل ته نه وو تللی؛ خو کابل ته د حقاني ډله ننوتې او ارګ يي تر محاصرې لاندې راغلی وو. د هغه اختلافاتو له مخې چې حقاني ډله يي د ملا برادر ډلې سره لري او د ډلي مشران غړي يي د پېښور د حقاني دیوبندي مدرسې فارغان دي؛ ملا برادر په کوم ډاډ ویلای شي چې د حقاني ډلې د ولسمشرغني د توهین او مرګ لپاره نیت نه درلود او یا يي د هغه په مرګ صرفه کوله!؟
که ولسمشر غني د ملا برادر په قول او پيرزوینه! کابل کې ژوندی پاتې هم وای، د هغه او نورو طالبانو تر دوه نږدي او خوږو خدمتګارانو او دوستانو حامد کرزي او عبدالله به يي ورځ هم بدتره وای او که په پلچرخي زندان کې اتکړۍ زولنې بندي نه وای او کور کې هم نظر بند وای، غږ به يي چا نشو اورېدای!
د ولسمشر غني کورني مخالفین که جهادي مافیا، جنګسالاران او نور مفسدین دي او یا بهرني دښمنان که په اسلام اباد او یا بل هېواد کې دي، دا ډنډوره ځکه غږوي چې ولسمشر غني باید ارګ کې مړ وای، ولې له کودتا ژوندی ووت!
که ولسمشر غني هېواد کې بندي یا مړ وای، نن به يي هغه رسا غږ نه وای چې اوس هم د کورني مخالفینو او بهرنیو دښمنانو اندامونه لړزوي. له دې کبله کورني مخالفین او د اسلام اباد او نورو دښمنو کړیو میډیا په یو غږ اشرف غني غندي، له هېواده يي د وتون پیغورونه ورکوي او د مرګ ارزو يي لري او دا ځکه چې د هغه له همدغه رسا غږه ډاریږي.
نن دا ټولو ته څرګنده شوه که ریښتیا هغه مړ وای غږ به يي هم مړ وای او دا هغه څه دي چې پرديو مزدورانو او بهرنیو دښمنانو غوښتل!
په افغانانو کې یو عام پرنسیب دا دی چې ډیری يي هیڅکله مسوولیت نه مني، خو امتیازات غواړي. مرکزي حکومت ته مالیه نه ورکوي، خو مالي خدمات ترې غواړي. په کور دننه حکومت، نورو هېوادونو سره راشه درشې او اړیکو ته نه پریږدي؛ خوله نورو هېوادو مرسته او خیرات غواړي. خپل ځانونه سوچه مسلمانان بولي، نوره ټوله نړۍ کفر بولي؛ خو د همکارۍ تمه ترې لري. په ټاکنو کې ګډون نه کوي، خو بیا دیموکرات حکومت غواړي. په ټاکنو کې رایه فاسدو کسانو ته ورکوي، خو بیا له حکومته سم کار غواړي.
د ولسمشر غني پر حکومت همدغه کړیو فشار راوړ چې امریکا ریښتیا وايي، ټول بندي طالبان باید خوشې شي، خو اوس له طالبي حکومته سر ټکوي.
دا خلک د حکومتونو استعفی ته هم خوښیږي، خو بدیل يي نه ګوري. ولسمشر غني باید لا مخکې استعفی کړی وای، خو دا چې پرځای څوک او کومه ډله واک نیسي، قصه کې يي نه دي.
په داسې غوښتنو کې دوه اتشه روشنفکران له عامو خلکو مخکې دي. خلکو ته داسې غوښتنې دوی په خولو کې ورکوي.
همدغه لاملونه دي چې نظامونه مو په پښو نه دریږي. د موقتو، انتقالي او سرپرستو حکومتونو او د لویو جرګو غوښتنو مو ځمکه او اسمان نېولی. همغه بهرنیو هېوادو ته بیا بیا زارۍ کوو چې د انتقالي، موقت حکومت او یا د لويي جرګې په رابللو کې راسره سیاسي او مالي مرسته وکړي.
نن هم چې ولسمشر غني اړوځي چې نړۍ ته ووايي، د طالبي شره د هېواد د ژغورنې په موخه افغانانو سره د یوې بلې لويي جرګې په جوړولو کې مرسته وکړي، د همدغه ویده او غافل ملت او د همدغه بېلارې روشنفکرانو له لاسه ده.
هغوی چې وايي ولسمشر غني امریکايي وو، ښه شول چې امریکا ورسره دغسې وکړل؛ ایا فکر يي کړی، د داسې خبرو تاوان چا ته رسیږي. امریکا یوازې له ولسمشر غني غچ وانه خیست، بلکې امریکا له افغان ملته غچ واخیست! په دې غچ کې ملت برباد شو. ملت ۱۰۰ کلونه شا ته لاړ. افغانستان د طالبانو لخوا په داسې تیاره او تور کړم (Black hole ) کې بلع شو، لکه زموږ د شېدو لار په ستورغونډ ( Milky way galaxy) کې چې یو له ډېرو هغو دی او راڼه ستوري او سیارې بلعه کوي!
د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۵ مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.