متقي: ایران سره مو پر مهمو مسايلو مجلسونه درلودل او نتایج به هم ښه وي

652

د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیرخان متقي وايي له خپل ايراني سيال او نورو ایراني چارواکو سره يې پر مهمو موضوعاتو غږیدلي او تمه يې ښودلې چې نتایج به يې هم ښه وي. هغه په راتلونکې کې د یو متوازن سیاست درلودلو یادونه کړې ده.

Iran | Taliban-Delegation zu Besuch in Teheran متقي په یوه غږيز پیغام کې چې د طالبانو مرستیال ویاند، بلال کريمي پر ټويټر خپور کړی وايي چې ایران ته يې د خپل سفر پر مهال، له ایراني لوري سره پر سياسي، امنيتي، تجارت، نفتي موادو او د ترانزيت برخو کې خبرې کړي دي. متقي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وايي: «زموږ کوشش دا دی چې د سيمې له هیوادونو سره خصوصاً ګاونډيو هیوادونو سره اړيکې ښې وي…او افغانستان د سیمې هیوادونو له پاره د منځنۍ او سويلي آسیا تر منځ د اتصال ذریعه وګرځي.»

د طالبانو خارجه وزیر همدارنګه د يو متوازن سیاست یادونه هم کړې ده: «موږ غواړو چې افغانستان په آينده کې یو داسې متوازن سیاست ولري چې چا سره په ټکر کې رانشې او کړنې يې د چا په ضد او د چا په ګټه تعبیر نه شي.»

Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierungامیرخان متقي

امیرخان متقي وايي چې ایران سره د ترانزيت پر مسئله هم خبرې وشوې تر څو له ځينو هیوادونو څخه مواد، د ایران له لارې افغانستان ته داخل کړل شي او همدارنګه ایران هم وشي کړی د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا هیوادونو سره تجارت ولري.

زیاته شوې چې ایران ته د طالبانو د حکومتي پلاو په چوکاټ کې د افغانستان د اقتصاد، تجارت، د مهاجرو د چارو، معادن او صنایع، کورنیو چارو، سرحداتو او د المپيک کميټې معینان او استازي مل دي او زیاته شوې چې هر چارواکي له خپل سیال ایراني لور سره پر اړوندو مساېلو خبرې کړي دي.

طالبان د تیرکال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي قواوو په وتلو واک ته ورسيدل، خو تر اوسه يې حکومت په رسمیت نه دی پيژندل شوی. خو په دې موده کې د دوی لوړپوړې چارواکي تر ځینو هیوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډيو هیوادونو سره کتنې درلودلې دي.

ځينې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې ګواکي ایراني چارواکو ایران ته د تلو طالب چارواکو او د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې له ځينو څيرو سره د خبرو اترو زمينه سازي کړې ده، خو متقي په دې اړه په خپلو خبرو کې څه نه دي ويلي او افغان رسنیو په حواله د مقاومت جبهې ځینو غړو هم دغه خبرونه رد کړي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.