څلور هنرمند وروڼه

رڼاګل اریوبزی

799

د ماشومانو له پاره لنډه کیسه

Brüder Grimm : لیکونکي

ژباړن. رڼاګل اریوبزی

په یوه پخوانۍ زمانه کې یوه بې وزله سړي څلور زامن درلودل. زامن يې چې لوی شول، پلار يې ورته و ویل چې:« ګرانو زامنو دنیا و وینی. زه هیڅ نه لرم چې تاسې ته يې درکړم. پاڅی، کوم بل هیواد ته لاړشی، لاسي کسبونه زده کړی او موخې ته د رسیدولارې چارې وسنجوی.» څلور واړو د سفر همساګانې راواخیستې، د پلارسره يې خدای په امانې وکړه اوله دروازې راو وتل. دوی د  یو څه مزل نه وروسته یوې څلور لارې ته راورسیدل، چې څلورو بیلابیلو خواوو ته تللې. په دې ځای کې مشر ورور ورته و ویل چې:« موږ باید د لته یو له بله بیل شو. له نن ورځې څلور کاله وروسته به په همدغه ورځ بیا دلته سره ګورو او تر هغه به هر یو خپل بخت وازمويي.»

اوس نو هر یو په خپله لار لاړ. مشر ورور يې د یوه سړي سره مخامخ شواوسړي ترې وپوښتل چې چيرته ځې او په څه پسې روان يې. ده په ځواب کې ورته وویل چې:«  زه غواړم چې یو لاسي کسب زده کړم.» سړی ورته و ویل چې:« راځه زما سره لاړشه، غلا زده کړه.» ده ورته و ویل چې:« نه! دا کوم ښه هنر نه دی او پایله يې هم په دار ځوړیدل دي.» سړي ورته و ویل چې: « اوه! د دار نه مه ډاریږه، زه به دغلا داسې چلونه در زده کړم، چې نه څوک در باندې پوهیدلی شي او نه دې بیا نښه او نښانه پیدا کلی شي» اوس نو دی د سړي د خبرو تر اغیزې لاندې راغی، ورسره ويې منلې او یو داسې ماهر اوچالاک غل یې ترې جوړکړ چې هیڅ ور نه په امن کې نه و او هر څه يې چې غوښتل، هغه يې تر لاسه کولی شول.

د وهم ورور يې هم په لار کې د یوه سړي سره مخامخ شو او همدا پوښتنه يې ترې وکړه چې په نړۍ کې د کوم کسب د زده کړې نیت لرې. ده ځواب ور کړ چې تر اوسه نه پوهیږي. سړي ورته و ویل چې:« زما سره راځه او ستورې کتونکی شه، تر دې بل ښه کسب نشته دی، هیڅ شی ستا له نظره پټ نه شي پاتې کیدلی.» ده د سړي خبره خوښه شوه او یو داسې تکړه ستورې کتونکی شو، چې استاد يې دزده کړې تر تمامیدو وروسته دانعام په توګه یو دور بین ورکړ او ورته ويې ویل چې:« هرڅه چې په مځکه او اسمان کې پیښیږي، ته يې په دې دوربین لید لی شي او هیڅ شی در څخه پټ نه شي پاتې کیدلی.» دریم ورور يې یوه ښکاري له ځان سره شاګرد کړ اود ښکار په ټولو برخو يې داسې پوه کړ چې یوماهر اوتکړه ښکاري ترې جوړ شواو استا د يې یوه تر کله ور وبخښله او ورته ويې ویل:«له دې ترکلې هیڅ نښه نه ختا کیږي. په دې دغنم دانه هم ویشتلی شې.» کشر ورور هم په لار کې د یوه سړي سره مخامخ شو.سړي خبری ور سره پیل کړې او پوښتنه يې ترې وکړه چې:« نه غواړې چې ګنډ نه زده کړې؟» ځوان ورته وویل چې:« زه په دې  نه پوهیږم، له سهار تر ماښامه پورې کړوپ کیناستل، هلته او دلته په ستنې ګنډل او وتو کول مې سم په فکر نه راځي.» سړي ورته وویل چې:« ته څه وايې!  ته د یو څه په باره کې غږیږې، چې هیڅ نه په پو هیږې، له ما به د ګنډ نې له سره نوی هنر زده کړې، دا یو ښه هنر او تر یوې اندازې د درناوي وړهم دی.» ځوان دسړي په دې خبرو قانع شو، ور سره ولاړ اوله دې سړي څخه يې دهغه هنر له بیخه  تر سره پورې بشپړ زده کړ.دخدای په امانې په وخت کې سړي یوه ستن ور کړه او ورته ویی ویل چې:« ته په دې ستنه هر څه چې وغواړې، که دهګۍ په شان نرم او یا د پولادو په شان کلک هم وي، سره ګنډلی شې، یوه ټوټه ترې جوړیږي او د ګنډنې نښې او نښانې نه پکې لیدل کیږي. کله چې پو ره څلور کاله تیر شول، څلور واړه وروڼه په یوه وخت په ټاکلې څلور لاره کې په مینه او محبت سره یو ځای شول، یو بل يې سره ښکل کړل او یو ځای پلار ته د کور په لور روان شول. پلار يې ډیر خوښ شو او ورته ويې ویل چې:« اوس نو لکه چې باد بیرته را ته راوړی؟» دوی پلارته هغه څه بیان کړل چې په دې څلورو کالنو کې ورسره مخا مخ شوې وو او داچې هر یو يې یو کمال زده کړی دی. دوی ټول د کور په مخ کې د یوې لويې ونې لاندې ناست وواو پلاريې و ویل چې:« غواړم تاسې وازمویم، چې څه مو تر لاسه پوره دي.» بیايې پورته وکتل او د وهم زوی ته يې و ویل چې:« پاس د دې ونې په سر کې د دوو شاخونو تر منځ د چرچڼې مرغۍ یوه ځاله ده، راته و وایه چې په دې ځاله کې څو هګۍ پرتې دي؟» ستورې کتونکې دور بین ته لاس کړ، پورته يې پکې وکتل او ويې ویل چې:« پنځه دي.» پلا ريې بیا مشر زوی ته وویل چې:« اوس نو ته دا پنځه واړه هکۍ، بې له دې چې هغه الوتونکی، چې په هګیو ناست، وځوروې یا وخوځوې، دلته را کښته کړه.» هغه چې یو ماهر او وتلی غل و، په ونه ور پور ته شو او په داسې هنر يې دالوتونکي تر سینې لاندې هګې راوایستلې او پلار ته يې راکته کړې، چې هغه هیڅ پوه نه شو اوپه خپل حال ارام ناست و. پلار هګۍ واخیستې، یوه یوه يې د میزپه هر کونج او دا پنځمه يې په منځ کې کیښوده. بیايې ښکاري ته وویل چې:« اوس نو ته په یو ډ ز پنځه واړه هګې په منځ داسې و وله، چې هره یوه يې دوه توکه شي.» ښکاري په خپله ترکله پنځه واړه هګۍ په نښه کړې او لکه څنګه چې بلار يې ورته ویلي و، پنځه واړه يې په یوه ډزپه منځ و ویشتلې او دوه ټوکه کړلې. ښکاري داسې باروت در لودل چې کونج په کونج يې ویشتل کول.

پلار څلورم زوی ته و ویل چې:« اوس نو ستا وار دی او ته به دا هګۍاو په هغو کې پراته چوچیان بیرته داسې سره ګنډې چې هګیو او چوچیانو ته هیڅ زیان ونه رسوي. ګنډونکي ستن راواخیسته او هګۍ يې داسې سره وګنډ لې، لکه څنګه چې يې پلار غوښتلې. تر دې وروسته غل باید بیا هګې واخلي، ونې ته يې پورته کړي او په ځاله کې يې دالوتونکې تر سینې لاندې داسې کیږدي، چې هغه هیڅ پوه نه شي. الوتونکی تر هغه په هګیو ناست و، ترڅو چې بچیان يې له هګیو را و وتل او په هغه برخه کې يې یوه سره کرښه تر غاړې لیدل کیده چې ګنډونکې یوځای سره ګنډلې وه.

زاړه بلار يې ورته و ویل چې:« هو! ستاسې دا رنګا رنګ کسبونه او هنرونه  د ستاینې وړدي، تاسې دوخت نه ښه ګټه اخیستې ده او دویاړ وړ کسبونه موزده کړي دي. زه نه شم ویلی چې په تاسو کې کوم یو تر نورو ښه دی، دا به هغه وخت ښکاره شي، چې له هنرونو مو د کار اخیستلو وخت راشي.» لږ څه وروسته تر دې په ښار کې لویه اوازه خپره شوه چې د پاچا لور یوه اژدها وتیښتوله. پاچآ په انديښنو کې ډوب و او اعلان يې وکړ چې که هر چا يې لور بیرته وروستله، هغه ته به يې واده کړي. وروڼو په ځپلو کې سره و ویل چې:« اوس نو هغه وخت راغلی دی، چې ځانونه وښیو.» دوی غوښتل چې یو ځای را و وزي او د پاچا لور ازاده کړي. ستورې کتونکې وویل چې.« زه به په بیړه دا پته ولګوم چې هغه چیر ته ده.» ده بیايې دوربین راواخیست، پکې ويې کتل او ويې ویل چې:« زه يې وینم،  دا هلته لرې د یوه لوی دریاب په منځ کې په یوه پرخه ناسته ده، تر څنګ يې اژدها پروت دی او څاري يې.» ور پسې پاچاته ورغی، د ځان او خپلو وروڼو له پاره يې د یوې کشتۍ هیله ترې وکړه او په کشتۍ کې د وروڼو سره په دریاب کې پرخې ته ورغلل. د پاچا لور هلته ناسته وه او اژدها يې په ورنو سرایښی ویده و. ښکاري و ویل چې:« زه يې په ټوپک نه ولم، ځکه کیدی شي چې جلۍ هم ورسره و وژل شي.» په دې ځای کې غله و ویل چې:« اوس به زه د خپل دم او دوا نه کار واخلم.» بیا نو په سینه ورورو ور وښوئيده او تر اژدها لاندې پرته شهزاد ګۍ يې په دومره ارا مې او چالا کې ترې غلا کړه، چې دا ځناور هیڅ پوه نه شو، همغسې ویده پروت و او خور خوړ يې کاوه. دوی په بیړه اوخوشالۍ په بیړۍ کې کیناستل او د بحرې خواته راتاو شول. اژدها چې بیدار شو اوشهزاد ګۍ يې بیا نه مینده، په بیړه پسې والوت او له ډیرې غوسې يې په هوا کې غور وپش کاوه او کله پیړۍ ته ورسیده او د بیړۍ په سريې الوتنه کوله، ښکاري ځپله ترکله را واخیستله ، اژدها په نښه کړ او په زړه يې و ویشت. دا لوی ځناور مړشو او راولیده، خو دی دومره لوی اوغټ ځنا ور و چې، دلویدو په وخت کې يې بیړۍ ټو ټې ټوټې کړه. له نیکه مرغه دوی یو څو ټوټې ونیولې او په هغو يې په پراخه بحیره کې د یخوا اوایخوا ته لامبوګانې وهلې، دا هم رنځ او ربړیدل و، خو ګنډونکی هم لټ ګنډونکی نه و، خپله بې سارې ستن يې رواخیسته او په بیړه بیړه يې په غټو غټو ټکونو تختې یوه له بلې سره وګنډ لې، ټول ورباندې کیناستل، بیايې دبیړۍ نورې برخې را ټولې کړې. ورپسې يې هغه هم په دومره مهارت وګنډلې چې په لنډ وخت کې يې بیړۍ بیرته جوړه اود روانیدو له پاره يې چمتوکړه او پکې په ځوشالۍ او نیکمرغۍ دکور په لور روان شول. کله چې پاچا بیرته خپله لور ولیدله په خوشالیو کې ډوب شو. ور پسې يې دې څلور وروڼو ته و ویل چې:« له تاسې به یو زما د لور سره واده وکړی او دا چې دا به کوم یو وي، دا پریکړه تاسې په خپله وکړی.» په دې ځای کې د دوی تر منځ یو زورور جنجال رامنځ ته شو، ځکه هر یوه غوښتل چې واده ورسره وکړي. ستورې کتونکي و ویل چې:« که ما شهزاد ګۍ په دوربین کې نه وای لیدلې، نو ستاسې ټول کمالونه بې ګټې وو، نو ځکه له هغې سره واده زما حق دی.»

غله و ویل چې:« که ما شهزاد ګۍ داژدها څخه نه وای غلا کړې، نو یوازې لیدنې به کومه ګټه نه وه کړې، نو ځکه دا زما حق دی.» ښکاري و ویل چې:« که زما د ټوپک مر مۍ  داژدها په زړه نه وای لګیدلې، نو دې ځنا ور به تاسې ټول د شهزادګۍ سره یو ځای ټو ټې ټو ټې کړې وای، نو ځکه د واده مستحق زه یم.»  ور پسې ګنډونکئ راپورته شو ا و يې ویل چې:« که ما ټو ټې ټ ټې شوې بیړۍبیرته نه وای ګنډلې او جوړه کړې، نو تاسې ټول به ربړیدلي په دریاب کې ډوب شوي وای، نو ځکه زه دشهزاد ګۍ سره د واده مستحق یم.» ورپسې پاچا دا پریکړه وکړه چې:« تاسې هر یو دبل سره برابر حق لری او هر یو دا ځوانه جلۍ غواړي، نو ځکه يې یوه ته هم نه ورکوم. د دې په ځای تاسې هر یوه ته د کړي خدمت په بدل کې نیمه پاچا هي ور کوم.» دوروڼو دا پری کړه خوښه شوه او ويې ویل چې:« زموږ تر بې اتفاقې دا پریکړه ښه ده .» په دې ټوګه هر ورو يې نیمه پاچاهي ترلاسه کړه او تر هغو چې دخدا رضا وه دخپل پلار سره يې یو ځای خوښ ژوند کاوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.