غزل

خان زمان کاکړ

639
راشه زما د زړه ګلابه! سندرې وايو
باسو سندره له عذابه، سندرې وايو
بلوو يو سګريټ په بل پسې د ځان دپاره
خو ستا دپاره انقلابه! سندرې وايو
ما له يو ښکلي سره نن ايښی دی وار د ټپو
ته نن دمه وکړه کتابه! سندرې وايو
د عشق بقا لره پکار ده د سندرې بقا
د عشق روزي له دې دريابه، سندرې وايو
د درخانۍ د زلفو تاره! پکار مې شولې
د آدم خان مسته ربابه! سندرې وايو
راشه ما وباسه جانانه! له تورې خونې
غرق شوم د زړه له اضطرابه، سندرې وایو
اېمله! ټول وطن فروش عقل فروش ملايان
ستا “انګازې” کړل بې نقابه، سندرې وایو
اې د ځوانانو سرلښکره! آواز مې اورې؟
زما په شان خانه خرابه! سندرې وايو
دوی له منبره د جومات پاشي د کرکو زهر
موږ د بابا له سردريابه سندرې وايو
زموږه شناخت اسان، زموږ پېژندګلو اسانه
موږ چې شو ښکلو ته بې تابه، سندرې وايو
راشه واپس د غوړو څڼو دور بيا راولو
توره بهرام خانه نوابه! سندرې وایو
د يار د ګورو زلفو سېوریه! آرام پکار دی
د يار د ګرمو شونډو تابه! سندرې وايو
زه د ناشناس د قبيلې کاکړ او ته لېونۍ
د خيال مامد د کلي، شابه! سندرې وايو
۱۷ جنوري ۲۰۲۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.