سونيا شینوارې ته

خان زمان کاکړ

854
لکه کوچۍ په تول پوره په برخه خوارې نجلۍ!
تر زړه مې ولوېدې، خفه شومه، شينوارې نجلۍ!
اوس دې په سترګو کې هم کډې دې بارېږي درومي
تر پښو دې کښلې د وطن غرونه، هوارې، نجلۍ!
ټول تقدس، ټول تبرک، ټول تکبر د ملا
ستا تر ترخه خندا قربان شه سوګوارې نجلۍ!
د اضطراب، د انتشار نوی پړاؤ مې له تا
زما د روح د لړځولو ذمه وارې نجلۍ!
افغانستان د مرګ خبر ته راغونډ شوی دی اوس
زموږه برخې يې ددې کړې سزاوارې، نجلۍ!
ژوند دې په خټه کې اخښلی لکه ښار د کابل
د اور په منځ کې آزادۍ ته امېداورې نجلۍ
||||||||||||||
ستا د احساس توازن داسې کېفيت ته يووړم
ترتيب د ټکو رغوم، ته پکې ښکارې نجلۍ!
جهاد جاري دی، بيا د کډو بندوبست پکار دی
له کتابونو سر راپورته کړه، هوښيارې نجلۍ!
ته بند په بند يې ماته شوې، دا خبر دې لوستی؟
اې خبريالې، باخبرې، خبردارې نجلۍ!
زما په زړه باندې ژړلی شې؟ زه زړه درکوم
پر خپل زړګي دې رحم وکړه خود آزارې نجلۍ!
۶ اپرېل ۲۰۲۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.