دا څه پوښتنې مې تل مخ ته راځي

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

551

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

دا څه پوښتنې مې تل مخ ته راځي

هیله ده، چې هو یا نه ته دې یې لامل راوړو.

۱ – ایا امریکا په افغانستان کې د دموکراتۍ پلوې وه  یا یې غوښتله؟  

دموکراتي؟: هغه دموکراتي، چې په نړۍ کې  ورسره بلد یو.

۲ – ایا دا امریکا کښېنولي کسان دموکرات وو یا دا په واک کې رژیم دموکرات وو؟

۳ – د تالبانو په هکله دا پوښتنه منځ ته نه راځي.

۴ – ایا دا د تالبانو مخامخ جګړه مار دموکرات دي؟ ټول یې

۵ – ایا دا د تالبانو سره نا هم اندې یا دا د موږ غوندې کسان، چې ځنې یې د تالبانو پلوي او ځنې یې مخامخ کسان دموکرات دي؟

۶ – دا چې وایو، چې دا ولس نه غواړي او دا غواړي، دا همداسې ده؟

۷ – ایا د ولس د غو ښتنو پوښتنه چا کړې؟

۸ – خبره په دې موږ – داسې په نامه د موکراتو یا روښان فکرانو- کې ده، چې موږ د ولس په لار ځو او که ولس دې د موږ لارې ته راهڅوو؟ او که

۹ – ایا موږ پوهېږو، چې د ولس غوښتنو لپاره کار کوو او که د موږ غوښتنو ته د کار کولو لپاره د ولس په غولولو څه کول غواړو؟

۱۰ – ایا تالبان چې څه کوي د منلو یا د زغملو دي؟ د ولس په اند او که – دا بیا وایم – دا دموږ روښان فکرانو په اند؟  او

۱۱ – که موږ دا د ټوپک  راخستلو ته نا چمتو روښان فکران دا ولس د ټوپک را اخستلو ته را وهڅوو؟

یادونه: دا راته ډېره اړیینه برېښي وپوښتم، چې ایا دا حق غوښتونې د حق غوښتنې ته پخپله راپاڅېږي؟ ځان او کورنۍ ،، ددې سپېڅلې موخې،، لپاره قرباني کوي او کې د دې لپاره ولس جنګ ته رابولي او د ځان لپاره هغه قرباني کوي؟

۱۲ – ایا کومه لار باید غوره کړو؟

د تالبانو په مخامخ باید دا ولس د خپلو غوښتنو لپاره قرباني کړو؟ او

که له جنګ څخه به دا ښه وبولو، چې د جنګ د مخنیوي لپاره ځانونه زغم ته راوبولو او د ولس د نورې وژنې مخه ونیسو؟

۱۳ – که دا حال تل وي، نو یا به دا تالبان پخپله سره خوري او یا به  دوي د ودې او پرمختګ سالمه لار- چې د موږ له لارې سره به په پلې کولو کې توپير ولري – غوره کوي؟

 پاي پوښتنې

 ۱۴ – د غني تېښته د ولس په ګټه او که په زیان وه؟

۱۴ – که غني پاتې وی، نو ایا یوه بله سالمه لار به غوره شوې وی او که دوه یا  ډېر سریزه حکومت؟

۱۵ – په دې بسې ډېر یا دوه سریزه حکومت کې افغانستان ښهشوی وی او که نور به هم وران شوی وی؟

پای یادونه: پوهېږم، چې د ماپوښتنې به بې پلوۍ نه وي، لږ تر لږه هغه د جنګ مخامخوالی په کې هرو مرو لیدل کیږي. که څوک نورې پوښتنې را منځ ته کوي، دا به هم نوره ښه وي. که په دې ډول او هکله یو د پوښتنو ځوابونو او اندونو ګډول په پوره پوهنیزه  سویه  منځ راشي، نو دا به هم یوه اړیینه څرګندونه ګرانو لوستونکو او ټول ولس ته وړاندې کړی شي، چې هغه به وهڅېږو د یوه واړه کتاب یا یوې وړې لیکنې په توګه  خپل دا د لیک لوست خاوندانو ته وړاندې کړو.  هیله چې پوره ونډه به په کې واخلی.

له ما سره د اړیکو لپاره د ما برېښناپته:

  smakhan1946@gmail.com

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.