سترګه

شېبه ګهیځ

1,237

ناڅاپه ترې اوښکې راروانې شوې، درد هم ورسره ملګرى و!مايوسه اوښکې او د دردونو سلسلې اوږدېدې! ډېره هڅه مې وکړه، نرم دسمال مې ور نېږدې کړ، مالوچ مې هم ګرم کړل او ټکور مې ورکړ؛ خو د اوښکو سيلابونه به لا پسې ګړندي شول.
وار خطا شوم ومې ويل ګوندې نيمګړى کېږم، خو زړه نا زړه مې سر په کمبله کې را پټ کړ او ژورو فکرونو پسې واخيستم!
په غريو نيولي غږ یې وويل، ولې مې په اور سېزې، ولې دې زړه را باندې نه بدېږي، زه ډېره نازکه يم، کوچنى درد هم نشم زغملى، خو ته نو هېڅ زما په کيسه کې نه يې، کاش چې ما ستا څېرې ته ښکلا نه واى بخښلې!
کاش! زه ستا نه واى، کاش! چې واک مې له تا سره نه واى او ستا پر مخ مې ګزران نه واى!
خبرو يې دومره خفه کړم ژر مې پرې لاس کېښود، کلکه مې ونيوله، و مې ويل چې اوس ځان ته زيان و نه رسوي، چې په ټول ژوند به نيمه خوا شم!
په ويرېدلې لهجه مې تر خولې د ولې کليمه وويستله!!
ته ولې داسې خبرې کوې؟
ولې؟ اخير ولې؟
هغه چې نوره ډېره زياته مجبوره شوې وه؛
وې ويل! ګوره زما په واسطه دې د لومړي ځل لپاره هغه څېره ليدلې چې جنت يې تر پښو لاندې دى،
زما په واسطه دې د څښتن د قدرتونو ننداره کړې، زما پر مټ د ارام غېږې ته ځې، شپه او ورځ ، لوړې او ژورې، ښارونه، بېدياوې او ټولې ورځنۍ چارې مې تر مخ تېروې!
خو بيا هم پر ما زړه نه سوځوې؟
ګوره زه د دې لپاره نه يم درکړل شوې چې پر ما دې د نورو حياوې وګورې.
زما په شتون ته د بل په مرۍ چاړه را کاږې!
زما په واسطه دې د ټوپک پر زري نښان او مسلمان وژنه کوې.
زما په نظر د رشوت پېسې شمېرې.
د غلاوو، شوکو او هرې نادودې په ترسره کولو کې له ما څخه  پوره ګټه اخلې، اخير ولې؟
حلق زبون شوم، ځکه ډېر تريخ حقيقت يې راته بيان کړ!
پاڅېدم! شپه هم پخه شوې وه، دوه رکعته لمونځ مې وکړ او د څښتن تعالى په دربار کې مې د توبې لاسونه لپه کړه!
دا لومړى ځل و چې په خپلو بدو مې اعتراف وکړ.
دا چې هره ورځ څومره بد او څومره ښه کوم، څومره نيک او څومره بد اعمال کوم؟
راځئ چې له ځان سره محاسبه وکړو او د هر اندام او هرې عضوې په مسووليتونو او قدر پوه شوو… .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.