اورمړي؛ یوه هېره شوې ژبه(۵) برخه

څېړونکی: ارباز خان ساپی

803

د اورمړي د نومونو جمع قواعد:

اوسمهال په اورمړي ژبه کې نوم د عدد له مخې دوه ډوله دي او هغه مفرد (یوګړی) او جمع(ډېرګړي) دی. د لوګر او کاڼيګرم اورمړي لهجو د جمعې قواعد هم سره توپیر کوي. په لوګرۍ لهجې کې د جمعې قواعد یو څه ساده دي، خو په کاڼیګرمي کې د جمعې قواعد یو څه پېچلي دي. دلته لومړی د لوګر په اورمړي لهجې کې او وروسته بیا په کاڼيګرمي کې د جمعې قواعد ګورو.
یوه خبره چې د یادونې وړ ده، هغه دا ده، چې د اورمړي ژبې په دواړو لهجو کې لکه د پښتو په شان د جمعې مورفیمونو د کلمې په پای پورې نښلي.
الف – لوګري اورمړي:
د لوګر په اورمړي ژبه کې د جمعې مورفیم (-i) دی. دا مورفیم په مختلفو مورادو مختلفې بڼې خپلوي.
1. کوم نومونه چې په کانسونېنټ پای ته رسېدلي، هغه نومونه په (-i) جمع کېږي. ( Etimove, 2011: 120)
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
/kitåb/ کتاب /kitåbi/ کتابونه
/xat/ لیک /xati/ لیکونه
/xwår/ خور / xwåri/ خویندې
/gap/ تيږه /gapi/ تيږې

2. کوم نومونه چې په واول پای ته رسېدلي وي )پرته له زور/a/ څخه)، هغه نومونه په (-yi) یا (-yin) جمع کېږي. ( Etimove, 2011: 120)

مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
/pe/ پلار /peyi/ یا /peyin/ پلرونه
/kerži/ چرګه /keržiyi/یا /keržiyin/ چرګې
/šini/ ستن /šiniyi/ یا /šiniyin/ ستنې

3. کوم نومونه چې په زور/a/ پای ته رسېدلې وي، د جمعې په حالت کې یې زور په (-i) یا (-in) بدلېږي. ( (Etimove, 2011: 120
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
/mawa/ مور /mawi/ یا /mawin/ میندې
/marza/ ورور /marzi/ یا /marzin/ ورونه
/duwa/ خور /duwi/ یا /duwin/ خویندې

4. کوم نومونه چې په /-k/ یا /-ka/ پای ته رسېدلي وي، د جمعې په وخت کې ځينې وخت (k) په (č) اوړي او بیا وروسته (-i) اضافه کېږي. ( (Etimove, 2011: 120
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
/ɤoskak/ خوسکی /ɤoskiči/ خوسکي
/klanak/ هلک /klaniči/ هلکان
/spok/ سپی /spiči/ سپي
/duka/ وړه نجلۍ /duči/ وړې نجونې

نوټ: خو لاندې ځينې نومونه له دې قاعدې استثنا دي:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
/zarka/ ښځه /zarki/؛ /zarkin/ یا /zarkiyi/ ښځې
/wolk/ هګۍ /wolki/؛ /wolkin/ یا /wolkiyi/ هګۍ

ب – کاڼيګرمي اورمړي:
‌په کانيګرمي اورمړي کې هم (-i) د جمعې روستاړی او دلته په بېلابېلو مواردو کې په بېلابېلو بڼو راځي.
1. کوم نومونه چې په یو کانسونېنټ پای ته رسېدلي وي، د جمعې په حالت کې په ځینې مواردو کې وروستی کانسوننېټ غبرګېږي او په پای کې (-i) ور اضافه کېږي.
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
Nar کور narri کورونه
Matat لوکاټ matatti لوکاټ
Rizdan وریجې rizdanni وریجې
نوټ: خو لاندې دوې کلمې له دې قاعدې استثنا دي.
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
Dist لاس disti لاسونه
(an)gušt ګوته (an)gušti ګوتې

2. کله چې یوه کلمه په بېواک یا کانسونېنټ پای ته رسېدلي وي او تر هغې وړاندې غږ الف / ā/ وي؛ نو الف / ā/ غږ پر زور /a/ اوړي؛ وروستی کانسونېنټ غبرګېږي او په پای کې /i/ ور اضافه کوو.
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
kitāb کتاب kitabbi کتابونه
daryāb دریاب daryabbi دریابونه
bazār مارکېټ bazarri مارکېټونه
kulān زوی kulanni زامن

نوټ: خو دا لاندې کلمې له دې قاعدې استثنا دي. په دې قاعدې کې یوازې الف په زور اوړي او په پای کې یې /i/اضافه کېږي او بس.
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
šwān شپون šwani شپانه
bāɤ باغ baɤi باغونه
yāsp اس yaspi اسونه

3. د کلمې په منځ کې هغه واولونه چې د جمعې په حالت کې یو پر بل اوړي:
الف: /e/ غږ پر /ā/ اوړي او په پای کې /i/ اضافه کېږي:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
tsān کال tseni کلونه
ālk هګۍ enči هګۍ

ب: /o/ غږ پر /a/ اوړي او په پای کې /i/ اضافه کېږي:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
šor ښار šari ښارونه
pon بام pani بامونه
tsom سترګه tsami سترګې

نوټ: خو د (goy) کلمه دې برخه کې استثنا ده، چې مفرد او جمعه بڼه یې په همدې شکل راځي.
ج: /e/ غږ پر /a/ اوړي او په پای کې /i/ اضافه کېږي:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
mez مېز mazi مېزونه

د: /i/ غږ پر /a/ اوړي او په پای کې /i/ اضافه کېږي:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
mrig/k مریی mradzi مريي

هـ: /u/ غږ پر /a/ اوړي او په پای کې /i/ اضافه کېږي:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
syuɤ خواښې saɤi خواښې‌ګانې

4. کوم نومونه چې په زور/a/ پای ته رسېدلې وي، د جمعې په حالت کې یې زور پر (-i) بدلېږي.
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
mawa مور mawi میندې
dra وېښته dri وېښتان
duwa خور duwi خویندې
tra عمه tri عمه‌ګانې
نوټ: په پور ویونو کې زور په خپل حال پاتې کېږي او د جمعې /i/ په /y/ اوړي:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
wəna ونه wənay ونې
buma ځمکه bumay ځمکې
5. هغه نرينه نومونه چې په –k او –g او هغه ښځينه نومونه چې په –ka او –ga پای ته رسېدلي وي، د جمعې په حالت کې یې کانسونېنټونه یو پر بل اوړي.
الف: /k/ غږ پر /č / اوړي او په پای کې /i/ اضافه کېږي:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
spak سپی spači سپي
nyāk ماما nyāči ماماګان
kulak هلک kulači هلکان
naxk نوک naxči نوکان
نوټ: لاندې کلمه له دې قاعدې څخه استثنا ده:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
dzarka ښځه dzarki ښځې

ب: /g/ غږ پر / ǰ / اوړي او په پای کې /i/ اضافه کېږي:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
mirga مرغۍ mirǰi مرغۍ
mrig مریی mraǰi مريي

ج: / ɤ/ غږ پر / ǰ / اوړي او په پای کې /i/ اضافه کېږي:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
k‎r̥āɤ چرګ kr̥aǰi چرګان
mar̥yuɤ چونګښه mar̥yuǰi چونګښې

د: / c/ غږ پر / č / اوړي او په پای کې /i/ اضافه کېږي:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
tāc کوتره cači کوترې

هـ: / g/ غږ پر / c / اوړي او په پای کې /i/ اضافه کېږي:
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
kr̥āg یو حیوان دی kr̥āci

6. هغه نومونه چې په الف/ ā/ پای ته رسېدلي وي، بې قاعدې جمع کېږي او دا نومونه دوه دانې دي.
مفرده بڼه پښتو مفرده بڼه جمع پښتو جمع بڼه
tā کاکا tay کاکاګان
marzā ورور marzawi ورونه

7. هغه نومونه چې په /i/ او /e/ پای ته رسېدلي وي؛ جمع او مفرد یې په یوه بڼه راځي:
مفرده او جمع بڼه پښتو مفرده بڼه پښتو جمع بڼه
krij/ji چرګه چرګې
miši مچ مچان
pāri پښه پښې
māli مېړه مېړونه
giri غر غرونه
Piye پلار پلرونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.