د قلم ارزښت

محمد ولی اسحاقزی

1,696

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم امابعد !
قال الله تبارک وتعالی (ن والقلمِ وما یَسطُرون)سورة القلم
د سپېڅلي پاک قلم ارزښت هم زموږ په مبارک دین کې ثابت شوی او هم په انساني ټولنې کې !

دقلم په برکت زموږ د ټولنې پورې اړوند مسألې له ورکیدو ژغورل کیږي او د یو ټولنې ، کلتور ، فرهنګ ، دین ، معلومات خوندي کیږي او لا ښه هویت پیدا کوي.

دقلم ښورولو په برکته زموږ ماضي خوندي کیږي او لا ښه تحقیق پر کیږي

د قلم په واسطه زموږ حال (اوسمهال) روښانه او بختوره کیږي او د راتلونکې سره نښلول کیږي ، او د پیړیو نسلونو ته پیوند (غوټه ) ورکول کیږي .

د مسلمانانو یو له ویاړونه څخه دادی ، چې د همدې قلم او لیکنې له برکته یې قران عظیم الشأن د کاغذ پر مټ خوندي کړ ، او له دې وروسته د مسلمانانو په زړونو او ذهنونو کې ځای پر ځای شو .

د اسلام په لومړیو کې د مسلمانانو شمېر (17) تنو ته رسیده، همدغو مسلمانانو خپل په هلو ځلو او قلم باندي دا الهي کلام تر نورو مسلمانانو پوري ورسوی او په دې سره د مسلمانانو تعداد زیات شو ، او قلم د یو داعي ستر رول ادا کړ .

تر ټولو ستره مسأله داده چې اللهﷻ د قلم عظمت ، ارزښت ، عفت بیانوي او پر قلم باندي سوګند (قسم) اخلي ، الله ﷻفرمایي
[سُوۡرَةُ القَلَم : 1]
نٓ ۚ وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ
ژباړه :
نون؛ قسم دی په قلم او په هغه څه چي ليكونكي یې ليكي،
او کله چې پر رسول الله ﷺ په غار حراء کې د جبريل امین لخوا وحی راتله ، نو بیاهم د قلم پر ارزښت ، حکمت باندي خبري وشوې لکه:
[سُوۡرَةُ العَلق : 4]
الَّذِى عَلَّمَ بِالْقَلَمِ
چي هغه د قلم په مرسته (انسان ته) علم وښودی؛
عَلَّمَ الْإِنسٰنَ مَا لَمْ يَعْلَمْ
انسان ته یې هغه علم ورکړ، چي هغه پرې نه پوهېدی.

لنډه دا چې قلم او لیکوالي د انسان د فکر او ژبې حکیمانه پنځونه ده ، چې د قلم په واسطه شکل پیدا کوي او د هغې په وسیله د ټولنې کلتور ، فرهنک،  تمدن ساتل کیږي او تمدن د پرمختګ پر لوري بیایي ،یوه مقوله ده چې امپراطور کیدل اسان ده خو قلموال کیدل سخت.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.