د شاړو کوڅو انځور

شېبه ګهیځ

1,290

سریزه
د معاصرې دورې اوښتون پړاو د ۱۳۵۷ه.ش کال د ثور د اوومې نیټې له پېښې وروسته په رسمي او دولتي ادب بدل شو. د دغه وخت د ادبیاتو ټول محوري مفکوره د فیوډالیزم او امپریالیزم پر ضد او د ټولنیز عدالت، ترقي، سولې او برابرۍ لپاره مبارزه وه. شعرونه شعاري بڼه خپله کړې وه؛ ترانې انقلابي او د داستانونو محتوی هم له فیودالیزم سره مبارزې ته وقف شوې وه.
زرین انخور هم د اوښتون پړاو د هغه مشهورو کیسه لیکوالو، څېړونکو او کره کتونکو له ‌ډلې څخه دی چې ادبیات یې ایجاد کړي؛ د ټولنې ناخوالي او غوښتنې ته یې هنري انځور ورکړی. خپل ځان یې د ټولنې د یو وګړي په توګه د چیغو د وچتولو لپاره اړ بللی. انځور په دې توګه غوښتی چې د خپل وخت د یو نه هیریدونکي راوي په توګه خپله هم د پېښو د رابل شوي اور په منخ کې ځان ولاړ ویني او د جبر او ظلم څخه د وتلو د یوې لارې په لټه کې شي؛ نو انځور د محکومیت د انځورولو او له هغه څخه د وتلو لپاره قلم اخیستی.
شاړې کوڅې د زرین انځور د هغو لنډو کیسو ټولګه ده چې په کې پنځلس عنوانه لنډې کیسې راټولې شوي. په محتوایي او معنایي لحاظ یې هره لنډه کیسه د پېښو او واقعیتونو ادبي او هنري انځورونه ده. د جنګ له کیسو نېولې بیا تر ځان خرڅونکي نڅاګرې او مینې پورې یې داسې پېښې په کیسو کړي چې انسان داسې ګمان کوي چې په همغه ځای کې شته کیسه په خپلو سترګو په رښتینې نړۍ کې ویني.
په پای له ښاغلي استاد بریالی باجوړی څخه مننه کوم چې موږ ته یې دا موقع برابر کړ چې کتاب ولولو؛ له پېښو خبر او د لنډو کیسو په چوکاټ کې د یوې دورې له ناخوالو خبر شو. دا سیمینار د انځور صېب له پېژندنې پیل بیا د کتاب په اړه او د کتاب دننه د لنډو کیسو په اړه هر اړخیز بحث شوی دی؛ هیله ده د ټولو د پام وړ وګرځي او د تېروتنو د سموونې په هیله!

زرین انځور
محمد زرین انځور په ۱۳۳۵ه.ش کال د ننګرهار ولایت د مومند درې ولسوالۍ د ګردي غوث په کلي کې زېږېدلی دی، تر بکلوریا پورې زده‌کړې یې د مومند درې په لیسه او په ۱۳۵۶ه.ش کال د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه د ژورنالیزم په څانګې کې لېسانس واخیست. ښاغلی انځور په ۱۹۹۲م کال کې د پېښور پوهنتون څخه د پښتو ادبیاتو په برخه کې ماسترۍ اخیستې ده، انځور شاعر دی، کیسه لېکونکی او کره کتونکی دی، په دغو ټولو برخو کې یې ابتکاري اثار ایجاد کړي دي.
صدیق روهي د شعرونه او نقدونه په سریزه کې لیکي:”کله چې د پښتو ژبې د ادبي کره کتنې په اړه خبرې کوو؛ نو تر هر چا دمخه د زرین انځور څېره راتداعي کېږي.انځور له ابتذال سره مبارزه کوي، د یکنواخته کلیشه یې او تکراري خبرو پر ضد مبارزه کوي، د شعر او داستان له پرستیژ څخه دفاع کوي؛ ادبي نوختګر ته بلنه ورکوي چې د ابتکار مشال په لاس واخلي. نوې لارې، نوې ښکلاوې، نوې انځورونه، نوی خیال او نوي فکرونه په مجموع کې نوی مترقي ادب ټولنې ته وړاندې کړي.”(روهي، ۱۳۸۴ه.ش: ۱۹۰)
اثار:
په داستانونو کې یې: دا سرونه دا رسمونه، شاړې کوڅې، تروږمۍ، زموږ د کلي پاڼې، راروان دي تور بادونه، دلته غرونه نه دي هسک.
کره کتنې کې یې: شعرونه او نقدونه، د غزل په اننګو کې، د زنخیرونو شاعر، صدر خوشحال… .
شاړې کوڅې
شاړې کوڅې د زرین انځور د لنډو کیسو ټولګه چې په ۱۳۶۷ه.ش کال په ۱۸۰مخونو کې چاپ او ښاغلي پوهنیار لطیف بهاند پرې سریزه لیکلې ده. دغه د لنډو کیسو ټولګه کې د وږمه، نیمګړې لارې، زلمي سرونه، ولاړې تېږې، بنګړیوالې نګارې زما، زنداني کچره، غرونه خبرې کوي، شاړې کوڅې، د لارې ښامار، د وینو کیسې، جلاد، کړیکه، غرونه او غږونه، پاڼې داسې کوي ژوند او قدمونه او قسمونو تر عنوان لاندې لنډې کیسې ځای پر ځای شوي دي.
مخکې تر دې چې د د کتاب دننه د کیسو پر محتوا او نورو برخو وغږېږم لومړی به د بهاند صېب له لیکل شوې سریزې یوه برخه دلته راوړم چې د انځور صېب د کیسو په اړه یې لیکلي دي.
بهاند صېب لیکي:” زه چې کله د زرین انخور داستانونه لولم؛ نو داسې ګواکم چې یو څه اورم، یو څه وینم، یو څه مې ځوروي، یو څه مې خوښوي، یو څه مې غندي، یو څه مې ستایي، یو څوک مې له ځان سره بیایي، یو څوک مې له ځانه شړي، څوک مینه راکوي، یو څوک مې له ځانه شړي، یو څوک کرکه راڅخه کوي، یو څوک مې کرکې ته لمسوي او داسې انګیرم چې ګواکې دا پېښې، دا اخ او ډب، دا مینې، دا لمسونې، دا لوږې دا تندې، دا غندنې، دا ویاړنې، دا کرکې، دا هوساینې او ستومانۍ… دا ټول ټول هره ورځ زما له نظره تېرېږي، دا ټول په هغه چا تېرېږی چې زه یې پېژنم، زه یې وینم، زما سره په یو کلي، یو ښار یوې ټولنې او یو وطن کې ژوند کوي؛ خو هغه څه چې انځور ورته اپدیت ورکوي، ژوندی کوي یې او روح بخښي، هغه دا دی چې ددغو ټولو په نبض ګوته ږدي، بې له دې چې ترې وتښتي، هستي بخښونکی انځور ورته ورکوي. د انځور د داستان اتلان محکوم دي، محکوم په ژوند، محکوم په کرکې او انځور ددې لپاره قلم اخیستی چې دا محکومیت انځور کړي.”(انځور،۱۳۶۷ه.ش: ۳)

د شاړې کوڅې هر اړخیزه څېړنه:
په محتوایي لحاظ د انخور د کیسو محتوا د یو ملت اتلوالۍ، نېکمرغۍ او بدمرغۍ د عاطفې احساس، تحلیل او تخیل سره په ملتیا کې څرګندېږي. د انسان روح او روان په کې سپړل کېږي، په کیسو کې د طبیعت د پاڼو هر رنګ د ده د هغه ټولنیز چاپیریال اغېز دی چې دی په کې رالوی او اوسېدلی دی. چې په دغو کیسو کې (پاڼې داسې کوي ژوند) کیسه کې د یو ملت د اتلولۍ کیسه ده. (جلاد) د یو ظالم حاکم او حاکمیت دورې هغه تیاري ښایي چې زلمي سرونه په کې خاوري شوي دي. (د لارې ښامار) د ډیورند د کرښې انځور د ښامار په ډول دی چې د دوو خواو هیلې خوښۍ او مینې یې له منځه وړي دي او په هر کور کې یې د غم ټغر خور کړی دی. دوه ورونه دوه قومونه او دوه کورنه یې بیل کړي دي.(کړیکه) د یو جنګ ځپلي ولس تاریخ بیانوي.(د وینو کیسې) له جنګ څخه د کرکې او بیزارۍ کیسه ده. (وږمه، بنګړیوالې نګارې زما او شاړې کوڅې) د میینو زړونو کیسې دي، چې په کې د مینې انځورونه تر د میینو زړونو درځېدل او د مینې د یوې نامعلومې پایلې کیسې دي. (نیمګړې لارې)د هغې بدبختې بختۍ کیسه ده چې هیلې یې د نڅاګرې په هغه لویه خونه کې د هغو نارینو په هوسونو کې ایساره ده چې په ښکلا نازونه او اداګانو پسې دي او ښخه ورته د لوبې سامان په څېر ښکاري. (غرونه او غږونه)د هغه شخصیت کیسه ده چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره له هیڅ کار شاته شوی نه و؛ خو په راډیو کې د خپل نوم اوریدو سره نړۍ پړې ړنګه او غږ ورته غر وګرځېد؛ هو دا کیسه د ښه او نامتو فلکلوریست محمد ګل نوري ده.
د پېښو له نظره د انځور په کیسو کې هېڅ پېښه یې بې علت او هېڅ علت بې معلوله نه ده. پېښې یې داسې دي لکه د انساني ژوند چارې، لکه څنګه چې لوستونکی دې ځان په کیسه کې دننه شاهد وګڼي او هره پېښه ورته د رښتینې نړۍ پېښه ښکارېږي. له ژړا سره ژړا، خندا سره خندا، له مینې سره مینه او له کرکې سره یې کرکه او احساسات حس کوی شي.
د ساري په توګه د (کړیکه) کیسه یوه برخه راوستل غواړم:” په ښاري سرویس کې زیاته ګڼه ګوڼه وه. کله چې په کوم تمځای کې ودرید نو هر چا ځان د سرویس دروازې ته رسولو او د مرغیو په څېر به یې ځانونه ورپورې ځوړند کړل. ما هم ځان په ډېره بېړه سرویس ته ورسول په دهلیز کې مې ځان ځای پر ځای کړ. زما تر څنګ په دوه کسیزه څوکۍ کې یو د پوخ عمر سړی او هلک ناست و.”
د انځور د کیسو اتلان که له یوې خوا د جبر په دوزخ ناست وي نو له بلې خوا هغو ته د جنت کیسې کوي. د کلي ترلارو، سړکونو، غرونو، رغونو اوږودو او لنډو کوڅو تر د ښار له فسادونو، د ښار تر غوره‌والي، تر خرڅوونکی نڅا، جګړې ددې ټول پېښو اتلان مجبور دي چې یا د مرګینو لارو مزل وکړي یا د ژوند د ګرانې چینې تر ګودره پورې ورسېږي. او دا هر څه په ټولو کیسو کې د یوې هنري ځانګړنې په توګه لیدلی شو.
د ساری په توګه د(نیمګړې لارې) د کیسې یوه برخه راوړم: د دغې کیسې اتله هغه څوک ده چې د ژوند پر مخ وړلو لپاره نڅا ته اړه شوې، د ځان خرڅلاو ته اړه شوې؛ ځکه د هغې هره ښکلا ناز او ادا یې خاوند ته د پیسو د پیدا کولو لپاره وقف شوې وه.” بختۍ تنکۍ پیغله وه. نن یې ښه ډېر وخت د هندارې مخې ته تېر کړی و، د سینګار ښه سامان یې چې لرلو کارولی و. تر اوسه یې دومره فیشن نه و کړی نن هغې ته خاوند ویلی و چې ښه سینګار وکي ځکه د هغې لیدو ته ښه ډېر میلمانه له غټو جیبونو د ښو شتو خاوندان او د پوره اعتبار خاوندان راتلل. ځکه خو یې خاوند ورته ویلي و چې ښه ځان جوړه کړي، ښې سندرې ووایي، ښه نڅا وکړي، ښه نازونه او کرشمې وکړي او هر څنګه چې کېږي ښې پیسې راټولې کړی.”
د کیسو ډیالوګونه یې د ډېروالي یا لږوالي لپاره لیکل شوي نه دي؛ بلکې دا ټولې اړتیاوې دي لنډ او اوږد ډیالوګونه یې هنري په خپل ځای لکه څنګه چې اړتیا وه کاریدلي دي.
د(وینو کیسې) له لنډې کیسې څخه یوه برخه راوړم:” زه پوه شوم چې نور نو د هغه له لاسه څه نه شم لیکلی کاغذونه مې راټول کړل قلم مې بند کړ او هغه ته مې وویل:
ــ ښه نو ووایه څه شوي.
ــ ووایه کنه کیسه راته وکه
ما ترې وپوښتل:
ــ څنګه کیسه؟
هغه په بېړه راته وویل:
ــ کیسه، کیسه نو څنګه وي؟
همداسې تر پایه.”
د کیسو ژبه یې روانه ده، پیچلي کلمات په کې نه دي کارول شوي. هر چا ته په خپل ځای کې مناسبه ژبه کارول شوې ده. د راوي له کیسه کولو نېولې بیا تر د کرکترونو کارول شوې ژبه کې دومره هنر موجوده ده چې انسان یې له حقیقي نړۍ سره په مشابهت لولي، حس کوي، درک کوي، خپل ځان او یادښت د کیسو یوه برخه بولي.
د ساري په توګه د(غرونه او غږونه) کیسه یوه برخه راوړم. د دغه کیسې اتل د جبر ژوند تېرولو لپاره هر څه زغمي او پر ځان یې تېروي.” نن څه ښه مستې دي، خو چې ولې یې څوک نه اخلي. د هغه سترګې په تتو شمعو کې ورښخې شوې هغه ته داسې ښکاره شول لکه چې د شمعو رڼا نن بیخي تته شوې وه هغه خپلې دواړه سترګې په خپلو دواړو لاسونو وموښلې، څو ځله یې ورپولې او بیا شمعو ته وکتل بیا هم تتې ښکاره شوې له لومړۍ ځل هم تتې خپلې سترګې یې د شمعې شغلو ته نږدې کړې خو سترګې یې ورته ونه برېښوله، خلک ورو ورو کمیدل لارویان یې کم له مخې تېرېدل خو هغه حیران پاتې و.”
د انځور کیسې کوډې او جادو نه دي، هر څه د پېښو په رخداد کې زېږدي وده کوي او مري. د دیوانو پر ځای ساده زلمیان او د ښاپیرو پر ځای یې ساده کوچۍ د کیسو کرکترونه دي.
د ساري په توګه د(شاړې کوڅې) کیسه یوه برخه راوړم.” د ساجدې رنګ تک سور اوښتی و په یوه ساه جاوید ته لګیا شوه:
ــ پلار مې راته وویل نور ړنګ مزار ته مه ځه.
او دا خبره نه وه دا لکه په جاوید باندې د تورې ګوزار و.
ــ څه هلته مه ځه… ولې… په څه؟
ــ خدای خبر چا به ورته څه ویلي…
ــ چا چا به ورته څه ویلی وي…اخر به یې څه ویلی وي.
پای کې :
او د هغه پام یو ځل بیا شاړو کوڅو ته واوښت.
هغه چې له مینې شاړې شوې وې، له ښایسته شاړې شوې وې او هغه ته ښکاره شول چې دا فیته هم لکه د تشو کوڅو او لکه د شاړو کوڅو داسې ده. لکه چې په فیته کې د جاوید او ساجدې د مینې فنا سرود ثبت شوی وي جاوید فیته رالرې کړه.” د کیسې کرکترونه ساجده او جاوید د کلي ساده زلمی او کوچۍ نجلۍ دي.
انځور د خپل د کیسو کرکترونه په وار وار په داسې توګه راپېژنې چې د کیسو له پېښې سره یوځای مخته ځي او داسې یو انځور ورکوي چې کرکتر په ذهن کې مجسموي . د ساري په توګه:” هغه هلک د اته نهه کلو شاه و خوا مالومیده، خیرنې او زړې جامې یې پر غاړه وې پر ولو یې د څادر په نوم یوه بله خیرنه ټوټه پرته وه، د کالو رنګ یې تک ژیړ و د پاڅه یې پرې واسکټ هم اغوستی و شین بخنه رنګ یې لرلو، پر سر یې یوه سبکه او سپینه شان خولۍ پرته وه؛ خو د خیرو له لاسه یې د سپین رنګ نښه هم نه وه په کې پاتې، لکه چې یو وخت سپینه وه.”
انځور د کیسو د لا ښه والي او هنري کولو او رنګین کولو لپاره یې ځای نیم ځای یو یو بیت راوړی. چې له هغه څخه دا بیتونه چې د (قدمونه او قسمونه) او (بنګړیوالې نګارې زما) له کیسو څخه د ساري په توګه راوړم:
تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې
لاسونه به په درغو په قدم راسره ږدې

غنچه فم ګل عذارې زما
بنګړیوالې نګارې زما
د انخور د کیسو په دغه مجموعه کې هغه څه چې ما ته نوي ول هغه دا و چې دی دوو کیسو ته له عنوان وروسته د داستاني طرحې نوم ورکوي. یو (غرونه خبرې کوي )او (ولاړې تېږې)داستاني طرحې یعنې د ادبي ټوټې په څېر تشه لفاظي هغه کوم معیارونه چې په لنډو کیسو کې وي هغه معیارونه نه لري؛ خو پیغام په دېر ښه ډول رسول شوي وي.
ولاړې تېږې لکه څنګه چې انخور صېب خپله هم ورته یوه داستاني طرحه نوم ورکړې ده، رښتیا هم داستاني طرحه ده. انځورونه، لفاظي، هنر او ښکلا دومره ښه پییل شوي چې یوه تاریخي کیسه ته یې یو نوی رنګ ورکوي او خپله د رواي په توګه یوازې د کیسو ننداره ژوندۍ کوي او بس.
دغه داستاني طرحه په اصل کې د هغه کلي د نجونو کیسه ده چې د ګودرونو له ګرمې دیرې وروسته د جنګیالیو پیرنګیانو او د خپل عزت د ګواښ له ویرې خدای ته دعا کوي چې تېږې وګرځي او دغه دعا یې خدای قبولوي ټولې تېږې ګرخي د ساري په توګه یې یوه لنده برخه راوړم:” ګودرونه لا هماغسې ګرم و، په پسرلي کې او اوړي کې به دغه ګودرونه لا پسې ګرم شول د پسرلي ښایست به یې لا پسې زیات کړ او د سین د یخو اوبو مزه به یې داسې ښه او خوږه کړې وه، لکه چې میینه په کې ورګډه کړي وي لکه چې ښایست یې په کې ویشلی وي، لکه چې اوبه هم پیغلې وي، خوندورې وي او ښکلي وي.”

پایله
ناول، لنډې کیسې، ادبي ټوټې، شعرونه او نور هر ادبي تخلیقونه هغه څه دي چې د یو لیکوال یا شاعر له زړه او تخیل رازېږدي او د لوستونکي په روح او روان اغېز ښندي؛ ځکه خو هر تحول او نویوالی له ادب او ادبیات پیل پر ادب او ادبیات پای مومي.
او په پای کې هم د خپل د سیمینار موضوع د امین افغانپور په هغه وینا پاتې رسوم چې د انځور د کیسو په هکله یې ویلي.” د زرین انځور په کیسو کې د ژوند هر څه شته، ننګ، غیرت، پښتنو او د پښتنو ملت د ازادۍ لپاره عادلانه جګړه، پیریان، کلي زیارت، ټنګ ټکور، د وړکتوب خواږه او تراخه، مینه، پټه مینه، ښار، په ښاري کې د ژوند یادونه او لالهاندۍ، چې ټول د داستان لیکنې له قاعدې سره سم یو منطقي کلیت کې راغلي دي. له همدې امله انخور یوازې د کلي داستان نه؛ بلکې د ښار داستان هم بیانوي. او دا د هغه ادبپوه او ژبپوه (زینوي پاپرنی) هغه خبره یې چې د یو مشهور لیکوال په اړه ویلي و راپه یادوي. (دا د هغه د هوس او فانتیزي جوړښت نه؛ بلکې د ژوند نګه واقعیتونه دي.)”
پای

ماخذونه:
۱: انځور، محمد زرین؛(۱۳۷۶ه.ش)؛شاړې کوڅې.
۲: روهي، محمد صدیق؛(۱۳۸۴ه.ش)؛ د پښتو ادبیاتو تاریخ.(دویم چاپ)؛ پېښور:دانش خپروندویه ټولنه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.