که شهیده شوم په دې جنګ
مه پړونی را نه اخلئ
مه مې څیرې دا جامې کړئ
او کفن تابوت هم مه کړئ
خپلو وینو سره یوځای
ما مې ګور ته بدرګه کړئ
پلار جان خاورې ته ووایه
لور مې تا ته امانت دی
ښه په هسکه غاړه تا ته
او راغلې په عزت دی
زما ابۍ ژړا ونه کړې
په خوښۍ مې کړه رخصته
لکه څنګه چې دې ورکړ
زما خویندې خپل بخت ته
زما قبر زما تخت دی
دیوالونه یې کورګی مې
لحد هم راته یو چت دی
وینې داسې ګڼه مورې
لکه تا چې په لاسونو
ما ته ښې نکریزې ایښې
شپه زما ده د نکریزو
او نجونې رانه تاوې
که لوټګر کور ته راتللی
زما څیرې وای جامې
که عزت زما لیلام وای
د پلار جان هسکه شمله مې
که پریوتې وای پر ځمکه
بیا به څومره زما مرګ وای
څنګه ژوند وای درد او درد وای
شهادت ښه دی تر دوی خو
مورې ته مه ژاړه خیر دی
په خوښۍ مې کړه رخصته
لکه څنګه چې دې ورکړ
زما خویندې خپل بخت ته
ما ته تا دعا کوله
لورې ښه ځای دې بخت خلاص شه
زما بخت حتماً جنت و
زما په وینو زما راحت و.
کاشکې ته مې د اخر ځلي لپاره
بیا لیدلې بیا ښکل کړې
او پلار جان ته مې په غیږه
یو وار بیا خو وای خندلې
ژوند همدا و لاره دا ده
ابۍ مه ژاړه ته خیر دی
په خوښۍ مې کړه رخصته.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.