هند له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په دوام له دغه هیواد سره د درې ټنه نورو روغتیايي درملو مرسته وکړه.
دا په تیرو شاوخوا درې میاشتو کې له افغانستان سره د هند د بشري مرستو دریمه جوپه ده چې کابل ته رارسیږي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه جنورۍ ۲۹ (سلواغې نهمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه طبي درمل په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون ته سپارل شوي دي.
یاد وزارت ویلي چې هند د افغانستان له خلکو سره د اړیکو دوام او بشري مرستو ته ژمن دی.
هند تر دې مخکې هم دک رونا ضد واکسین ۵۰۰زره ډوزه او د ژوند ژغورلو اړین روغتیايي درمل افغانستان ته استولي و.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په راتلوونکو اونیو کې به افغانستان ته د روغتیايي موادو ترڅنګ د خوراکي موادو مرستې ولېږي.
پر افغانستان د طالبانو تر حاکیمت وروسته دغه هیواد له بشري ناورین سره مخ شوی او تر دې مخکې نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره د مرستو غوښتنې کړي وې.
د خوړو نړیوال سازمان (WFP)د تیري ډسمبر میاشتې د راپور له مخې په دغه هیواد کې څه باندې ۲۴ میلیونه خلک غذايي خوندیتوب نلري او څه باندې ۹۰ سلنه افغانان غذايي مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دبشري مرستو سازمانونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ساړه ژمې رارسېدو شرایط نور هم نازک کړي او په ټول افغانستان کې به په میلیونونو کسان له ستونزو سره مخامخ کړي.
pashtovoa.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.