ځینې ټولنیز اداب چې کیدای شي مرسته درسره وکړي

1,363
1. یو چاته له دوه ځلو زیات په پرلپسې ډول زنګ مه وهی. که ستاسو زنګ ته ځواب ورنکړي، کیدای شي د تلیفون له ځوابولو مهم کار ولري.
2. له چا که قرضداره یاست، قرض یې مخکې له دې چه در یاد او یا هم وغواړي، ورکړی.‌ دا ستاسو د شخصیت او اعتبار ښکارندویي کوي.
3. که په رستورانت کې ستاسو د غرمې یا د شپې غذا روپی بل څوک ورکوي، هیڅکله د غذا په مینو کې قیمتي غذا مه را غواړی.
4. عجیبه او بې ځایه پوښتنې مه کوی،” لکه اوه تاسو تر اوسه واده نه دی کړی؟ “یا” اوه تاسو ماشومان نه لری؟ “ یا” ولې مو کور او موټر نه دي اخیستي؟ “ د خدای لپاره دا ستاسو مشکل نه دی.
5. همیشه په تاسو پسې شخص ته دروازه خلاصه نیسی. فرق نه کوي که هغه نر وي، یا ښځه، ووړ او زوړ. ستاسو ښه رویه او سلوک په عامه محضر کې ستاسو لويي ښیي.
6. که مو له ملګري سره یو ځای په ټکسي کې یو ځای سفر کوی او هغه ټوله کرایه ورکړي، کوښښ وکړی بل ځل تاسو ټوله کرایه وکړی.
7. د نورو د نظریاتو احترام ولری.‌ یاد ولری چې ستاسو 6 ستاسو مخامخ شخص ته 9 ښکاري.‌ بل دا چې دوهم نظر ښه بدیل کیدای شي.
8. هيڅکله د نورو په خبرو کې مه لويږی. اجازه ورکړی خپله خبره پوره کړي، هغه چې وايي ټولې واوری او ټولې فلټر کړی.‌
9. که څوک ځوروی او دوی خوښ نه ښکاري، ودریږی او دا کار بیا هیڅ کله و نکړی.‌ دا کار به مو د مقابل شخص د خوشحالی سبب شي.
10. کله چې څوک مرسته درسره کوي، مننه ترې وکړی.
11. د چا ستاینه په عامه او ښکاره توګه وکړی، خو انتقاد په شخصي او پټه توګه وکړی.‌
12. همیشه د چا په وزن د تبصرې کولو نه ډډه وکړی.‌ همیشه ورته وایاست چې ښکلي ښکاری. که دوی د وزن کمولو په اړه پوښتنه یا هم غواړي روغبړ وکړي، نو وبه وغږیږي.
13. که څوک تاسو ته په خپل تلیفون کې عکس در ښایي، چپ یا ښي طرف ته مه ځی! ځکه تاسو نه پوهیږی چې مخکی او وروسته څه شی دي.
14. که مو ملګری یا کاري همکار درته ووايي چې د ډاکټر سره لیدنه لري نو پوښتنه مه ترې کوی چې د څه لپاره دی.‌ فقط ورته ووایی چې صحت مو غواړم.‌ ددوی د شخصي مرضونو په اړه پوښتنې مه کوی، ځکه که وغواړي تاسو پوی شی نو په خپله به درته ووایي.‌
15. کله چې څوک ستاسو سره مخامخ خبرې کوي نو تلیفون ته مه ګوری، ځکه دا ستاسو د بې ادبي ښکارندویي کوي.
16. هیڅ کله چاته چې غوښتنه یې نه وي درڅخه کړې مشوره مه ورکوی.
17. کله چې څوک له ډیرې مودې وروسته ووینۍ نو د عمر یا معاش پوښتنه مه ځینې کوی. البته که خپله یې غوښتل بیا مشکل نشته.
18. د خپلو پیسو او ښه ژوند قیصې د غریبانو او فقیرانو په منځ کې مه کوی او د خپل اولاد ستاینه د بې اولاده په مخ کې مه کوی.‌
19. د یو چا د ښه پیغام په ځواب کې د هغه مننه وکړی.‌
20. د هرچا په کار کې کار مه لری، البته که تاسو پورې اړه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.