سپین مار – د کوچنیانو لنډه کیسه

ژباړونکی: رڼا ګل اریوبزی

1,605

ژباړونکی: رڼا ګل اریوبزی

Brüder grimm:لیکونکي

د اوس نه ډیر ډیر کلونه پخوا یوه باد شا باد شاهي کوله. دا پاچا دومره هوښیار و چې په هوښیارتیا په ټول هیواد کې مشهور و. دی له هرڅه نه خبرو او هیڅ شی ترې پټ نه پا تې کیده. داسې ښکاریده چې ګوندې د ټولو پټو شیانو راز هم د باد په واسطه ده ته ورسیږي. باد شاه  یو عجسبه عادت درلود. کله چې به ډوډۍ وخوړل شوه او بل هیچوک به په کوټه کې پاتې نه شول اویوازې به و، نو په دي وخت کې به یوه باوري نوکر یوه کاسه ور ته راوړه. دکاسې سر پټ و. هیڅوک په دې نه يوهیدل چې په کاسه کې به څه وي. د پاچا دا باوري نوکر هم په دې نه پوهیده. ځکه چې باد شا یوازې هغه وخت د کا سې سرپوښ پورته کاوه او ډوډۍ يې ترې خوړه چې هیڅوک به نه و. په دې ډول ډیر وخت تیر شو. نوکر دې کاسې ته ډ یر په تشویش کې و. د ورځونه یوه ورځ، کله چې کا يې بیرته وړ، تشویش دومره په زورشو چې نور نه شو تم کیدی، هغه يې خپلې کوټې ته یوړ او ور يې ورو په ځان پسې پوري کړه. د کاسې سر پوښ يې پورته کړ او ويې لید چې سپین مار پکې پروت دی. په لومړي نظر يې د مار څکلو ته چندان زړه ونه شو، بیا يې هم یوه ټوټه ترې رابیله کړه او خولې ته يې واچوله. لا يې سمه ژبې ته نه رسید لې، چې بې سارې نري او حواږه اوازونه يې دکړکۍ له لارې غوږو ته ورسیدل. دی ورغی او غوږ ورته ونیو، که ګوري چې چوغکې دی او یوې بلې ته په دې باره کې خبرې کوي چې په پټیو اوځنګل کې يې څه ولیدل. اوس نو دمار غوښې په خوړلو سره کولی شي چې د ژویو په خبرو پوه شي. د خدای کارونه وو چې په وخت کې دباد شا تر ټولو ښکلې ګوته ورکه شوه. دا چې د باد شاه باوري نوکر هری خوا ازاد ګرځیدی شو، نو دا ګمان په وشو چې دا ګوته به ده پټه کړي وي. باد شا هغه ځان ته را وغوښت، ويې شکنځه اوګواښ یې، ورته وکړ، چې که ترسبا پوري دګوتې غل پیدا نه کړي، نو دی به تورن وګڼل شي. ده که هر څومره د بي ګناهۍ چیغې هم وکړې، څه ګټه يې ونه کړه او هیڅ ډول سند او ثبوت هم مرسته ور سره ونه کړه. ډیر نارامه وه، په ډار انګړ ته ښکته شو او په دي چرت کې و چي په ځه ډول به ځان له دې جنجال نه خلاس کړي. په دي شیبه کې يې دوې مر غاوې ولیدې چې په روانو اوبو کې دیوبل تر څنګ ارامې ناستې وې، دمه يې کوله، په مښوکو يې خپلې بڼکې پاکولې او په خپلو کې يې یوې بلې ته دزړه رازونه بیانوه.

نوکر ود رید اوغوږ يې ورته ونیو. دوی ویل چې نن په کومو ځای کې وګځیدې او چرته يې ښه خوراکي شیان پیدا کړل. په دې وخت کې یوې مرغاوې په یو څه خواښینۍ سره وویل چې.« زما په ؛یډه کې یو دروند شی پروت دی . ما یوه ګوته چې د ملکې دکړکي لاندې پرته وه د نورو خوراکي شیانو سره دبیړني خوراک په وخت کې تیره کړې ده. نوکر ور ټوپ کړ، مرغابې يې له غاړې ونیول، پخلنځي ته يې یوړه او اشپز ته وول چې:« دا مرغابې ښه حربه ده، حلاله يې کړه.» اشپز وویل چې:« ښه.» بیايې مرغابې په لاسو کې پورته کړه ترڅو چې وزن يې ځان ته مالوم کړېو ورپسې يې وویل چې:« دې په خوراکې تنبلي نه ده کړې اوله پخوا ورته په تمه دوم چې لومړۍ درجه کباب ترې وړ کړم.» سر يې ترې غوڅ کړ او چې دګيډې منځپانګه يې را وایستله، دملکې کوته يې هم پکې پیدا کړه. اوس دنو نوکر ته اسانه شوه چې بادشا ته ځپله بې ګناهي ثابته کړي. باد شاه غوښتل چې په نوکر باندې دکړې بدګماني تلافي وکړي او ورته ويې ویل چې ته ته دبخښنې دغوښتلو اجازه لرې او وعده يې ورسره وکړه چې په خپل دربار کې به تر ټولوړ مقام، چې نوکر يې غواړي، ده ته ور کړي.

نوکر له نور هر څه نه تیر شو، یوازې يې د یوه آس او دسفر له پاره دیو څو پیسو غوښتنه وکړه. ځکه ده غوښتل چې دنیا وګورې او یوه موده پکې وګرځي اوراوګرځې. کله چې د ده غوښتنه تر سره شوه، نو په سفر روان شو. یوه ورځ یوه ډنډ ته ورسید ا هلته يې در مایان ولیدل چې په یوه تونلګي کې بند پا تې دي او په اوبو پورې هڅه کوي. که څه هم ویل کیړي چې مایا ګونګ دي، خو دا نوکر دهغوي په ستوخې پوهیده چې دمرګ سره مخامخ دي. دې چې ډیر مهربان سړی و، دآس نه راکوز ښو، دری واړه مایلن يې دتونل نه ازاد کړل او اوبو ته يې راوړل. مایان په اوبو کې په لوبواو لامبو شول، له اوبو يې سرونه را پورته کړل او سړي ته غږ کړچې:« داچې موږ دې ازاد کړو، دا نیکې به دې هیکله هیر نه کړواو هرو هرو به په نیکۍ تلافپ کړو.» ده خپل سفر ته دوام ور کړ. دیو څه مزل نه وروسته دآس تر پښو لاندې ریګ نه یو اواز تر غوږ شو. داوز په اوریده سره پوه چې دا دمیږیو دپاچا شکایت دی چې وايي:« کاشکې چې انسانانو او دهغوی وحشي ژویو موږ ارام پریښدلي وای. دا احمق آس زما ولس په ډیره بې رحمې تر خپلو درنده پښ، لاندې کوي اووژنې يې،» لاروي آس دریګو نه دتیږو خواته را وګرځا وه او دمیږیو پاچل ور ناره کړه چې:« موږ به ستا دا نیکي هیره نه کړه او په بدل کې به نیکې درسره وکړو.» اوس نو د ده لار په یوه ځنګل ور برابره شوه او هلته يې دکرغانو یو پلار او یوه مور ولیدل چې په ځاله کې ولاړ دي او خپل بچیان یو په بل پسې له ځالې په مځکه غور ځوي او ورته وايي چې:« له دې دځایه ورک شی، تاسې جنایت کارو غلو نور موږ تاسې نه شو مړولي،  پوره لوی شوي یاست اوباید ځانو ته پخپله خوراک پیدا کړي.»  د کارغانو دا بې وزله بچیان په مځکه پراته و، وزرې يې خوځولې اوسم الوتلی نه شول اوچيغې يې وهلې چې:« موږ بې وزله او بې وسه کوچنیان الوتلی نه شو اوځان ته خور هم پیدا کولی نه شو، بله چاره نه لرو بې له دې چې له لوږې مړه شو.» ځوان لر وی دآس نه کوز شو، هغه يې په چاړه حلا کړاو دکارغانو بچیانو ته يې پریښود. دوی آس ته را وښوييدل، دومره وخوړ تر څو چې ښه ماړه شول. بیا يې لار وي ته وویل چې:« مږ ستا نیکي هیڅ نه هیروو او د دې نیکۍ ځواب به په نیکۍ درکوو.»

لاروی اوس مجبورشو چې دخپلو پښو نه کارواخلي. داوږده مزل نه ورسته یوه ښار ته و رسید. په ښار کې ډیر شور ماشور او په کوڅو کې يې ډیر بیربار و. یو په آس سپورراغي او ځان يې معرفي کړ. دپاچا لور دمیړه په لته کې وه. هر کاند ید مجبور و چې ډیره سخته چاره تر سره کړي او که بخت يې بد وي او دا چاره يې تر سره نه ژوند له لاسه ور کوي. ډیرو ځوانانو ځا نونه واز مویل، بخت يط نه درلود پاتې راغلل او ژوند يې له لاسه ور کړ. ځوان لار وي چې شهزاد ګۍ ولیده، دومره ډیره ښکلې وه چې داټول خطرونه يې ترې هیر کړل، دپادشا په مخکې ودرید او ځان يې کاندید وښود.

سم دلاسه يې د دریاب په لور روان او کله چېدریاب ته ورسیدل یوه ګو ته د ده په مخکې دریاب ته واچوله او پاچا ورته وویل چې اوس يې د دریاب له تل څخه راوباسه او زیاته يې کړه چې:« که بې ګوتې را پورته شوې نو بیرته ور ټیله کیږې اودا کار تر هغه وخت پورې تکراریږي، تر څو چې هلته په اوبو کې ساه له لاسه ور کړې.» ټول د دې ښکلي ځوان په حال خپه وو او په د دریاب په غاړه يې ګوښی پریښود. دی هلته ولاړ و او فکر يې ګاوه چې څه باید وکړي. په دې شیبه کې يې و لیدل چې دري مایان د ده په لور لامبو وهي او د ړمنځني مايي په خوله یو صد ف دی. دا نور څه نه وو، دا هغه درې مایا وو، چې د ده په مرسته ژوندي پا تې شوې وو. منځني مايي په خوله کې صد ف د دریاب په غاړه دځوان په پښو کې واچوه.  ده چې واخیست، خلاص يې کړاو ويې لیده چې ګوته پکې وه. په ډیره خوشالي او هوس يې ګوته بادشا ته وروړه او په تمه يې وه چې اوس به پاچا ده ته تر ټولو په زړه پورې  انعام ورکړي.خو کله چېدا په ځان مغروره شهزادګي په دې پوشوه چې دی يې په نسب سیال نه دی، نو ويې  نه مانه اوترې ويې غوښتل چې یو بل شرط دې هم پوره کړي. دا په خپله باغ ته ور کښته شوه اولس بوجي ایږدن يې دوښو په متځ کې وشنل او ويې ویل چې:« سبا تر لمر ختو وړاندې دایږدن دانه په دانه راټول کړي او یوه دانه هم باید پا تې نه شي.» ځوان په پاغ کي کیناست او په دې سوچ کې شو چې دادنده په څنګه سرته ورسوي. کومه ړلار يې پیدا نه کړه، خپه په ځای ناست پاتې شو او په دې انتظار کې و چې دشپې به تیریدو او دسهار دپیل سره  به يې دمرګ په لور روان کړي، خو کله چې د لمر لومړۍ وړانګې په باغ را پریوتې، ويې لیدل چې لس دایږد نو نه ډ کې بوجۍ څنګ په څنګ په باغ کې ولاړي دي او ایږد نو یوه دانه هم دباندې پاتې نه ده. د میږیو پاچا دزرګونو اوزرګونو میږیانوسره شپه په شپه را ورسیدل اودې احسان منونکوزویو په پرله پسې او نه ستو مانیدونکو هڅو ټول ایږدن په بوجیو کې راټول کړي وو. شهزاد ګۍ په خپله باغ ته راکوزه شوه اوپه حیرانتا يې ولید چې دې ځوان هغه کار تر سره کړی دې چې ورکړ شوی و.سره له دې هم شهزادګۍ مغروره پاتې شو او ويې ویل چې:« که څه هم ده دواړه ورسپارل شوې چارې سرته دذورسولې، خو بیاهم تر هغه وخت پورې زما میړه کیدای نه شي، ترحو چې د ژوند مڼه راته را نه وړي.»  دا ځوان په دې هم نه پوهیده چې د ژوند مڼه په چرته وياو تمه يې نه درلوده چې هغه به پیدا کړی شي سره له دې هم روان شو اونیت يې وکړ چې تر هغو به ور پسې ګرځي تر څو چې په پښو تلی شې. ده درې پاچاهۍ ولټولې او ورپسې یوه ځنګل ته ورسیده او هلته تر یوې ونې لاندې کیناست، غوښتل يې چې ویده شي. په دې وخت کې یط دونو په شاخو کې څه اواز تر غوږو شو او یوه طلايي مڼه يې په لاس کې ولویده. ورسره سم درې کارغان را ولوتل، د ده په ورنو کینا ستل او ويې ویل چې:« موږ هغه درې ګوچنې کارغان یو چې تا د لوږې نه وساتلو. کله چې لوی شو، ومو ورید ل چې ته طلايي مڼه لټوې. موږ د دراب په سر ولوتو او د دنیا هغه بل سرته ورسید و. هلته دژوند مڼه ملاړه ده او تاته مو دا یوه طلايي مڼه تر نه راوړه. دځوان زړه د خوشالۍ نه ډک شو ، دکور په لور روان شو او ښکلې شهزادګۍ ته يې  طلايي مڼه ورکړه. شهزادګۍ ته بله بهانه پا تې نه شوه. دواړه په ګډه مڼه وخوړله او ورسره سم دشهزادګۍ زړه دځوان سره دمینې نه ډک شو اودواړو اوږد، له مینې ډک ژوند وکړ.

Ein Märchen der Brüder Grimm

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.