څلور ملګري

رڼاګل اریوبزی

1,868

یو وخت په یوه واړه کلي کې څلور ملګري اوسیدل. د دوی په خپلو کې له وړوکتوبه یوه بل ته نږدې او خواږه ملګري وو، نو ځکه يې ډیر وخت یو ځای سره تیراوه. د دې څلورو نه درې ملګري يې په خپله پوهه ډیر مغرور وو. دوی په بیلابیلو پوهنیزو څانګو کې زده کړې کړې وې اوفکر يې کاوه چې په هر څه پوهیږي. څلورم ملګري يې چې ګوپال نومیده، دومره ډیر کتابونه نه وو لوستلي، خو هغه یو بل ځانګړی خصوصیت درلود. دی په ورځنیو چارو کې دښې بوهې خاوند و. یوه ورځ څلور واړو ملګرو د خپلې راتلونکې په باره کې بحث او خبرې اترې کولې. لومړي ملګري يې و ویل چې:« نړۍ ته دخپلې پوهې او قابلیت ارزښت ور ښکاره کړو تر څو چې له دې لارې یو څه پیسې وګټو.» دوهم ملګري يې وویل چې:« په دې وچ او ستومانوونکي کلي کې پاتې کیدل کومه ګټه نه لري، موږ باید نورو هیوادونوته ولاړ شواو هلته هغه مشهور اومعتبر خلک وپیزنو چې، د دوی سختو او له معما ډکو پوښتنو د ځواب ور کولو په صورت کې، ښې پیسې راکړي.» دریم يې د دو نورو خبرې ومنلې او ويې ویل چې دا ښه فکر دې، کیدای شي چې بادشا به مو هم وپیژني.»

خو لومړي ملګري ګوپال ته مخ واړوه، ورته ويې کتل او بیايې و ویل چې:« تر هغه چې په دې ډول ناپوه او بط تعلیمه انسان زموږ سره وې، نو څنګه کولی شو چې ځانونه هوښیاران او د لوړو زده کړو خاوندان وښیو، زما وړاندیز دادی چې هغه به په دې ځای کې پریږدو.» دوهم ملګري و ویل چې داسمه ده! هغه به زموږ چانس له ګواښ سره مخامخ کړي، له ځان سره بیول يې هیڅ ګټه نه لري.»  خو دریم ملګري يې د نورو دوو په نیت نیوکه وکړه او ويې ویل چې:« موږ باید دا کار ونه کړو، موږ خو په خپلو کې ښه ملګري یو، باید هغه له ځان سره بوزو.» په بله ورځ څلورواړه روان شول، دوی په ځنګل کې روان وو چې ناڅاپه د لومړي ملګري پښه دمړشوي ژوي د وچ هډ وکي په شان له یوه شي سره ولګیده اونږدې و چې په مځکه ولویږي. ده خپلو ملګرو ته په ډ یر غرور و ویل چې:« تم شی! دا زموږ د پوهې دازمویلو تر ټولو ښه چانس دی. راځی چې دا هډ وکی راژوندی کړو! زه د خپلې پراخې او زورې پوهې له مخې په دې پوهیږم چې هډ وکي په څه ډول د بد ن په شان بند په بند ترتیب کید لی شي.»

دوهم ملګري په بیړه و ویل چې:« زه به يې پوست ، غوښه او وینه ورته پیدا کړم.» او دریم وویل چې:« سا يې یوازې زه بدن ته ورکولیشم.» په دې ډول يې لومړي ملګري دهډ وکو نه سکلیټ        ( بد ن ) جوړ کړ،دوهم يې پوست، غوښه او وینه ورجوړ کړل، خو کله چې دریم ملګري يې ژوی را ژوندی کاوه، ګوپال ور ناره کړهچې:« ای هوښیارانو تم شی، ایا پوهیږی چې په څه لګیا یاست؟ دا ژوی چې تاسې يې را ژوندی کوی، یو مزری دی او مزری باید را ژوندی نه کړی.» خو دریم ملګري ورته و ویل چې ولې نه، زه همدا مزری راژوندی کوم اوزه يې ژوندی کولی شم.» ده د ګوپال نظرته کوم ارزښت ورنه کړ. ګوپال ورته و ویل چې:« داسې وي نو لږ صبر وکړي.»دی یوې لويې ونې ته ور پورته شو. دریم ملکري جادو پیل کړ، « جنتر منتر،را پاڅیږه ای مزریه !» يې و ویل. مزری وخوځید او دا ډاروونکئ ژوی ژوندی شو. ملګرو دخوشالې چیغې پرته کړې او په دې وخت کې مزری په رمباړو شواد په دوی يې ور ودانګل. ډار شوو ملګرو هیڅ فکر نه کاوه چې داسې پیښه په را منځ ته کیږي.مزري ور پسې منډې وهلې او دوی ترې په ترپکو تیت او پرک شول. ګوپال دا پیښه ولیده، وډارشو او څه شیبه وروسته د ونې نه راکوز شو. دی هلته تم پاتې شو تر څو چې ملګري يې راشي. په دې بله ورځ يې ملګري ستړي ستومان بیرته راغلل، دګوپال نه يې بخنه وغوښته او ډاډ يې ورکړ چې په راتلونکې کې به د ده مشورې درناوی کوي.

                                 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.