د معلوماتو له مخې ۲۸۶ بیلابیل حیوانات له افغانستان څخه د تخلیې پروګرام په چوکات کې راوښکل او د کانادا ونکوور ښار ته ورسيدل. دغه خبره د «اس پی سي اې انترنیشنل» په نوم یوې خبري ویب پاڼې خپور کړی دی.
منبعې ويلي دي چې د دغو حیواناتو د انتقال له پاره نه ستړې کيدونکو هڅو شپږ میاشتې دوام وکړ چې بلاخره د فبروري په لومړۍ نيټه انتقال او د کاناډا هیواد، د ونکوور نړیوال هوايي ډګر ته ورسیدل.
دغه کار په کابل کې د حیواناتو د محافظت یو نړیوال سازمان (SPCA) په مرسته شوی دی. د سرچینې په خبره، دغه حیوانات په يوه روسۍ ترانسپورتي الوتکه (Ilyushin 76-TD) کې چې د ۲۸۶ حیواناتو د انتقال له پاره ډيزاين شوې وه، انتقال شوي دي.
د تیرکال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته د تخليې په پروګرام کې چې په لسونو زره افغانان بهر ته ووتل. د رپوټونو پر اساس په دې منځ کې حیوانات هم له افغانستانه بهر ته ایستل شوي دي.
د یو رپوت پر اساس، د بریتانیا د بحري قواوو یو پخوانی سرتیری، پین فارټينګ، چې په افغانستان کې يې د «نوزاد» په نوم د حیواناتو خیريه موسسه درلوده، د اګست میاشتې په پای کې نژدې ۲۰۰ ژغورل شوي سپيان او پيشوګانې په یوه الوتکه کې لندن ته انتقال کړې. د دغو سپيو او پيشوګانو حامل الوتکه د لندن په هیترو هوايي ډګر کې کيناسته. هغه وخت د فارټينګ یوه ویاند دامنيک ډایر، پين فارټينګ یو «اتل» ښودلی وو.
په بریتانیان کې له افغانستان څخه د حیواناتو د تخلیې د دغه پروګرام له کبله څه موده وړاندې د بریتانیا پر لومړي وزیر بوریس جانس هم انتقادونه شوي ول. منتقدینو ویلي ول چې د اړمنو افغانانو پر ځای د بریتانیا چارواکو د یوه خیریه سازمان لسګونه حیوانات بریتانیا ته را انتقال کړي دي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.