چې هېڅ کله له هېواده نه یو وتلي

الله نظر احمدزی

621

یو خو دې دا ځیني خلک دا بې معنیٰ خبرې نورې پرېږدي چې هېڅ کله له هېواده نه یو وتلي ، دا مزخرف احسان مو مه پر افغانانو او مه پر افغانستان اچوئ ، افغانانو او افغانستان ته د افغانانو مؤثریت مهم دی چې څنګه کولای شي په داخل د هېواد کې او له هېواده بهر د ملت او وطن لپاره د اخلاص خولې توئ کړي ، یو څوک چې بېخي له وطنه وتلی نه وي او د دوه افغانیو ګټه یې ملت او وطن ته نه وي رسېدلې ، هغه افغانان په مراتبو بهتر ګڼم چې بهرنیو هېوادونو کې کار کوي او وطن کې د وطنوالو کار او ژوند پرې جوړ دی ، یا ځیني داسې وطندوسته خلک چې پر نړۍ وال سټېج د افغان وطن او ملت په خیر غږ پورته کوي غوره ګڼم ، یوازې وطن کې اوسېدل وطندوستي نه ده هغه جلا معیارونه لري ، وطنوال له ښې ورځې وطن نه پرېږدي ، جلا وطني او هجرت پېغور نه دی ، هغوئ چې له هېواده وتلئ شي او نه وځي مانا دا چې ورځ یې ښه ده او د وتلو اړتیا نه ویني ، ځیني چې غواړي ووځي او وتلئ نه شي نو بیا د منافقې وطندوستۍ چاربیتې شروع کړي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.