نورستاني ژبه زموږ د لرغوني ژوند هېنداره

محب زغم

1,176

نورستاني ژبه هغه هېنداره ده چې خپل لرغونی ژوند، باورونه، دودونه او فرهنګ په کې لیدلی شو. نورستان هغه مهال-پل دی چې موږ له خپلو تېرو پېړیو سره نښلوي؛ له هغو وختونو سره چې په اړه یې خورا لږ معلومات لرو.

د عربو په راتلو سره، زموږ د هېواد اکثره قومونه مسلمانان شول او له خپلو تېرو باورونو او ځینو دودونو سره یې مخه ښه وکړه نو د لرغونو افغانانو د فرهنګي میراث یوه مهمه برخه د تل لپاره له منځه لاړه. کله چې د یوې ټولنې ځینې پدیدې له منځه ځي، ژبه یې هم په هغو پدیدو پورې اړوند نومونه او اصطلاحات هېروي. موږ په فارسي، پښتو او د هېواد په نورو ژبو کې د اسلامي پېر نه مخکې حالات په لیکلي بڼه نه وو خوندي کړي او شفاهي ژبو مو هم ښايي د اسلام په راتلو سره د تېرو وختونو یو برخه مردوده ګڼلې وي او له نویو معتقداتو سره د ټکر په ګناه یې د هېرېدلو دوزخ ته اچولې وي. نو زموږ د هېواد نورې ژبې مو هغو وختونو ته نه شي وروستلی چې د نوستالجي حس مو یې د لیدلو تلوسه لري.

د هېواد په ژبو کې یوازینۍ ژبه چې ممکن د لرغونې زمانې میراثونه په کې خوندي پاتې وي، نورستاني ژبه ده ځکه چې په ټول وطن کې د اسلام او اسلامي باورونو تر خپرېدو دوولس سوه کاله وروسته لا هم د دې ژبې ویونکو خپل پخوانی دین، ژبه، فرهنګ، باورونه او دودونه ساتلي وو خو امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۹۶ میلادي کال کې پر دوی اسلام ومانه او له خپل تېر سره مخه ښې ته یې اړ کړل. له بده مرغه داسې برېښې چې نورستانیان هم د خپلو نورو تربورانو یعنې پښتنو، تاجیکو، بلوڅو، پشه‌یانو او نورو غوندې له لیکلو سره چندانې جوړ نه وو. ما د کوم کتاب نوم نه دی اورېدلی چې د اسلام تر منلو وړاندې دې په نورستاني ژبه لیکل شوی وي. بله بدبختي دا ده چې هاغه مهال چې امیر عبدالرحمن خان نورستان ته لښکرې ولېږلې، جنګیالي او توریالي عسکر خو ورسره پرېمانه وو خو کوم ابو ریحان البیروني ورسره نه و چې هلته دې پاتې شي او د نورستانیانو د پخواني دین، لرغونو باورونو، اعتقاداتو، او ارزښتونو په اړه تحقیق وکړي او دا ارزښتمنې پانګې خوندي کړي.

اوس چې ځوان لوستی نسل مو تر یوه بریده د فرهنګي میراثونو په قدر او ارزښت پوه شوي دي، نورستاني ځوانانو ته مهم کارونه ګوري. خو د نورستانیانو اوسنی نسل له خپلو نیکونو څخه یو سل او پنځه ویشت کاله واټن لري نو دوی به د خپل تېر په هکله ډېر څه نه وي اورېدلي. له بلې خوا، پر افغانستان باندې د روسي پوځ تر یرغل وروسته او د جهاد د نغري په ګرمېدو سره، د نورستان د ځوانانو اسلامي جذبې هم په خوټېدو شوې نو ښايي چې د خپلو نیکونو ځینې میراثونه هم ورته یو مخ کفري ښکاره شوي وي او د جهاد په اور به یې سوځولي وي.

متل دی چې «جومات کې ونړېږي هم، محراب یې روغ پاتېږي.» نو کېدای شي چې نورستاني ژبه لا هم په خپله خزانه کې ځینې نایابې مرغلرې ساتلې وې. ښايي په دې ژبه کې لا هم داسې هېندارې وي چې زموږ ډېر هېر شوي وختونه زموږ سترګو ته ودروي. نو د دې ژبې د کلمو، اصطلاحاتو، متلونو، محاورو، کږنو – انګېرنو، او (که لا ژوندي وي) پخوانیو باورنو، اساطیرو او عقیدو خوندي کول، خورا ارزښتمن کار دی. که نن هم د نورستاني ژبې د فولکلور په خوندي کولو لاس پورې نه کړو، نو سبا به مو لا زیات څه له لاسه وتلي وي.

له ښه مرغه، د نورستاني ژبې او فرهنګ د خوندي کولو هلې ځلې شوې دي او قدرمن استاد سلیمان سون آرا هغه څوک دی چې په دې برخه کې یې ډېر کار کړی دی. ښاغلي سون آرا په دې وروستیو کې د نورستاني ژبې څلورژبیز قاموس کښلی دی چې د نورستاني ژبې څه باندې ۴۰۰۰ کلمې د الفبا په ترتیب سره په کې راغلي دي او د هرې کلمې مخې ته یې فارسي، پښتو او انګلیسي معادله کلمه لیکل شوې ده. د دې قاموس په لوستلو سره څو مهمو ټکو ته مو پام کېږي:

۱. ځینې نورستاني کلمې په پښتو او/ یا فارسي کې هم یو شان یا سره ورته دي. دا چې دا درې واړه ژبې د هندواروپايي ژبو په هندواریاني څانګه کې دي نو دغه مشترکات به هسې تصادفي «accidental» نه وي. د دې مشترکو کلمو ځینې نمونې به وګورو:

نورستاني فارسي پښتو تبصره

زاﮞ زانو زنګون

زنزیر زنجیر زنځير

ګا ګاو غوا په فارسي او پښتو کې د «ګ» او «غ» غږونه یو پر بل اوړي.

نویی نو نوی

وار نوبت وار

نښوک نول مښوکه لرونکی که د دې کلمې ریښه وګورو، ښايي له مښوکې سره بې رابطې نه وي.

ټیم ټیم اوسپنیز ډبی

جله جاله جاله

چه کو چاقو چاکو

ډل دَل ډله د فارسي ژبې په کابلي لهجه کې هم دا کلمه شته، لکه په دې جمله کې: «یک دَل نفر آمده بود.»

پکرنګا جنجال لانجه په پښتو او فارسي کې «پکر» د لانجې او شخړې د قیاسي واحد په توګه کارېږي: «یک پَکَر جنګ کردیم.»

لچر لچر لچر په دې قاموس کې د لچر معنا «شیطان صفت» راغلی دی خو دا په پښتو او فارسي کې د جنګیره او غالمغالي په معنا استعمالېږي: هغه لچره ده = هغه له ژبې ورانه ده.

شیله سردی ساړه فکر کوم په پښتو او فارسي کې د ژمې دوې چیلې (چله) به له همدې کلمې اخیستل شوې وي. خلک ګومان کوي چې چله به د فارسي له «چهل» څخه رغېدلې وي او معنا به یې څلوېښتي وي خو په ژمي کې دوې چیلې دي چې یوه لویه بلل کېږي او ۴۰ ورځې ده او بله یې وړه بولو چې ۲۰ ورځې ده. نو که خبره د څلوېښتو ورځو وي بیا خو لویه او وړه په کې نه وي. ښايي «چله/ چیله» همدغه «شیله» وي.

ډنګه لاغر ډنګر د نورستاني او پښتو «ډنګه» او «ډنګر» خو بیخي سره نژدې دي خو په فارسي او پښتو کې د «د – ل» او «ګ – غ» د غږونو اوښتل را اوښتل معمول دي نو ښايي چې لاغر به هم له ډنګر سره رابطه ولري.

ټنګه تنګه ټنګه ټنګه او غیران لا نه لرم.

تمان تنبان پرتوګ

زره زړه په زړه فارسي کې زړه ته «دِرد» ویل کېده او په فارسي او پښتو کلمو کې د «رد» او «ړ» آوازونه سره اوړي، لکه: کردن = کړل، ګردن = غاړه

انواله نواله مړۍ خولې ته ورکوونکی په کابلي فارسي کې «نواله» دې ته وايي چې مړۍ په خوله کې وژویې (په تېره بیا بادام، غوز یا نور زړي) او نرمه یې کړې او بیا یې د تي‌خوره ماشوم په خوله کې ورکړې.

دمکوته دَمِ آهنګر په کابل کې اوس هم فارسي ژبي هغې وسیلې ته چې د پښ بټۍ ته پوکی ورکوي، دم وايي. ښايي دا کلمه له نورستاني ژبې فارسي ته راغلې وي ځکه چې په نورستاني کې «دمی» باد ته وايي. البته په فارسي کې دم د ساه په معنا شته: دم ګرفتن = ساه سمول

۲. د ځینو اصطلاحاتو او کلمو لپاره په پښتو او/ یا فارسي کې څه نه لرو نو انګلیسي یا عربي کلمې ورته کاروو خو نورستاني ژبه ورته خپل اصطلاحات لري، لکه:

• ﭴﭵـی سته = مستعمره (حال دا چې دا د اوس مهال سیاسي اصطلاح ده)

• جراسته = هضم کول (په فارسي متنونو کې اوس د هاضمې پر ځای د «ګوارش» کلمه کارول کېږي خو زموږ د خلکو په ژبه کې دا کلمه نشته او نه په ایراني فارسي کې د «ګواریدن» فعل شته).

• توع = طبقه، قشر

• پوعګدا = د کوي (چیچک) واکسین

• پلیلچام = رابر = ربړ (rubber)

• پـﭵـع = د هاکي ډنډه

• برلدش = قیامت

• بګیره = حرامونی

• بوسته = انتظار کول

• بار = خون‌بها، دیت

• اَیو = برکت

• ارم = سوله = صلح (ګومان کېږي چې د پښتو سوله به د عربي صلح مفغنه بڼه وي)

• آګع = د جمعې ورځ (په فارسي کې آدینه د جمعې ورځ ته وايي خو په اوسنۍ پښتو کې ورته نوم نه لرو)

• اګلیک = ناشُکره

• اوښه کراله = طبیب/ ډاکټر (ایرانیان اوس د «پزشک» کلمه کاروي خو ما د افغانستان د فارسي ژبو په هېڅ لهجه کې دا کلمه نه ده اورېدلې).

• اوښه کره = درمل جوړوونکی = فارمسست

• اونڅله = ملاریا

• لاڼه = غلام

• لاڼي = کنیزه

• وم = انسان (د انسان لپاره په پښتو کې «سړی» لرو خو په فارسي کې «آدم» او «انسان» دواړه عربي دي).

• پلټن = د عسکرۍ دوره

• دوښوک = قیامت

۳. د هرې ژبې کلمې د هماغه ژبې د ویونکو ځینې فرهنګي ارزښتونه راښيي. په انګلیسي کې ماما او کاکا دواړه «uncle» بلل کېږي، ترور او عمه ته «aunt» ویل کېږي او د ماما، کاکا، ترور، او عمه لوڼې او زامن «cousin» بولي. خو موږ هر یوه ته جلا نوم لرو. دغه توپیرول له یوې خوا هر چا ته د توجه او پام کولو معنا لري او له بلې خوا ممکن زموږ له هر یوه/ یوې سره زموږ د عواطفو توپیر وښيي. په نورستاني ژبه کې د خپلوانو په سلسله کې لا بل توپیر وینو چې په فارسي او پښتو کې نشته، لکه:

• جیښتا = مشر تره

• جیښتو = مشره ترور

• کعښتا = کشر تره

• کعشتی نو = کشره ترور

• مجمه = منځنی ورور

• انعه = بې موره هلک

• انعيـﮞ = بې موره نجلۍ

۴. هره ټولنه په ځینو خاصو چارو کې ډېرو جزئیاتو ته متوجه وي او هر جز‌ء ته یې کلمه/ اصطلاح جوړه کړې وي. پښتانه چې پوونده او مالداره خلک وو، د څارویو د مختلفو عمرونو او جنسونو لپاره خپل اصطلاحات لري، لکه: ورغومی، سیرلی، وزګوړی، وزه – وری، مېږه، پسه – سخی/ سخۍ، سخوندر، غوا، غوایی … همدارنګه د څارویو شمېر او ډلو ته هم کلمې لري لکه ټولۍ او کنډک چې دا اصطلاحات بیا وروسته د نظامي جزوتامونو لپاره وکارول شول. په نورستاني که هم وینو چې د څارویو د مختلفو عمرونو لپاره مختلف نومونه کارول کېږي او لا جالبه دا چې د څارویو رنګونه او نورې ځانګړنې هم ورته مهمې دي خو ولې؟ ځواب یې د دوی په فرهنګ کې باید ولټوو. دا نمونې به یې وګورو:

 تره عه = هغه غوایی چې تندی یې سپین وي

 زعملع = هغه غوایی چې نور بدن یې سور خو تندی یې سپین وي

 پکع = د آس د پښو سپینه برخه

 پوعاسته = غوا په شېدو راوستل

 اڅه (اڅه ګښ) = هغه څاروی چې یوه خوټه یې نه وي

 انی بوسته = هغه خوسی چې د مور غولانځه په غلا رودي

 پلیه سته = له غره څخه د څارویو راوستل

 پښی = د پوښتۍ غوښه

 ښکولی = هغه غوا چې شېدې کمې کوي

 کڅ = د سیرلي د څټ وژغڼې

 ماشال = په غره کې د شپنو کوټه

۵. په دې قاموس کې هغه کلمې خورا کمې دي چې موږ ته د نورستانیانو د پخوانیو باورونو او خاص فرهنګ په اړه څه ووايي. ما ایله دغه څو کلمې په کې پیدا کړې:

o مان = خدای (دلته باطل خدای معنا شوی دی)

o مانتاه = عبادتځای

o دوښوک = قیامت

o تتوعوک = وړوکی بوت

o بنڅیک = نوروز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.