د ماشوم د بدن مایعات

ډاکټر امان شمس

718

د اسهال پواسطه د ماشومانو د بدن مايعات کمېږي. همدغه د مايعاتو کمبود که چېرته پوره نشي کېدی شي د ماشوم د مرګ باعث شي نو لدې امله هغه ماشومان چې د بدن د اوبو له قلت سره مخ وي بايد روغتون ته يو وړل شي. تاسو څرنګه هغه ماشومان چې اسهال ولري او د بدن د اوبو له کمبود سره مخ وي پېژندلای شئ؟

که د ماشوم د بدن مايعات نورمال وي:
– ښه او بيداره وي.
– د ماشوم سترګې ننوتې او ژوري نه ښکاريږي.
– نورمال څښل او رودل کوي.
– که يې په دوه ګوتو کې پوستکی را غونج (pinch) کړئ جلد يې سم لاسي عادي حالت ته را ګرزي.

که يې مايعات يو څه کم وي:
– ناکراره او مخرش وي.
– ستر ګې يې ننوتې او ژوري ښکاريږي.
– تنده لري څښلو او رودلو ته لېوالتيا ښيې.
– څه وخت چې د ماشوم جلد په دوو ګوتو کې را غونج کړئ ورو عادي حالت ته را ګرزي مګر له دوو سانيو څخه کم وخت نېسي.

که د ماشوم د بدن مايعات په شديد ډول کم وي:
– ماشوم خوبجن وي، په سختۍ له خوبه را ويښيږي او يا بې هوښه وي.
– سترګې يې ننوتې او ژوري وي.
– څښل او رودل ډير کم او ډير کمزوري او يا يې هېڅ نه کوي.
– څه وخت چې د ماشوم جلد په دوو ګوتو کې را غونج کړئ په دوو ثانيو او يا له هغه څخه په زيات وخت کې ورو عادي حالت ته را ګرزي.

که ستاسو له کوښښ سره سره د ماشوم د بدن اوبه کمې وي او يا شديد حالت ولري په بېړه يې روغتون ته يوسئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.