نړیوال سولې او امنیت ته بې مخینې ګواښونه رامنځ ته شوي

625

انتونیو ګوتریش: نړیوال سولې او امنیت ته بې مخینې ګواښونه رامنځ ته شوي

په وروستیو کلونو کې نړیواله سوله او امنیت له تر ټولو ستر ګواښ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې د اوکراین په تړاو د روسیې اقدامات غندلي دي. نوموړي ویلي چې روسیې د اوکراین خاوره لاندې کړې ده او هلته یې خپل سرتېري لېږلي چې دا عمل هېچا ته د منلو نه دی. دده په خبره په وروستیو کلونو کې نړیوال سوله او امنیت له بې مخینې ګواښ سره مخ دي. ګوتریش د روسیې اقدام هم د نړیوالې سولې او امنیت لپاره بل ګواښ بللی دی او وایي چې په دې اړه د هېوادونو چټک اقدام ته اړتیا ده. ګوتریش وایي چې په راتلونکو میاشتو کې د نړۍ د وضعیت په اړه جدي اندېښنه لري. هغه همدا راز د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو غږ کړی چې د نړۍ په سوله او امنیت کې دې خپلې هڅې تر پخوا ډېرې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.