د پښتو لنډیو ډېره سلنه د ښځو تخلیق دی

پوهندوی آصف بهاند

1,344

د پښتو لنډیو ډېره سلنه د ښځو تخلیق دی

مارچ اتمه

د ښځو نړیواله ورځ

 تېر کال (۲۰۲۱م) مې چې د مارچ د اتمې په پار کومې مقالې خپرې کړې وې، د هرې مقالې په پیل کې مې دا مقدمه خپره کړې وه، سږکال (۲۰۲۲) مې چې بیا د مارچ د اتمې په پلمه څه لیکلي دي، د هرې مقالې په پیل کې یو ځل بیا دا مقدمه خپروم.

سږکال (۲۰۲۱) هم لکه د تېرو کلونو په شان غواړم د ښځـو د نړیوالې ورځې په پار گڼې داسې مقالې ولیکم چې د مېرمنو په باب زموږ د ټولنې منفي او مثبت افکار څرگند کړي، څو وتوانېـږم چې په ټولنه کې او د خلکو په افکارو کې د افغان مېرمنې اوسنی حالت خلکو ته وښيم. په مثبتو پاینتونو به یې خامخا ویاړو او په منفي به یې هغه څوک زورېـږي چې د ښځو د حقونو پلوي دي، پر متضررې خو هسې هم سور اور بل دی. د دې زورېدو او اور بلېدو تر څنگه به مو ټوله هڅه دا وي چې د مېرمنو په باب د خلکو د اذهانو منفي اړخ په مثبت ډول بدل کړو.

 که زما  په مقالو کې د تلې منفي خوا درنه وي، ما به نه ملامتوئ، همدا مو خلک دي، همدا مو ټولنه ده او همدا یې د ښځو په باب نظر دی چې باید د بدلولو هڅې یې گړندۍ کړو. زه چې د ښځـو په باب له دوی سره د تاوتریخوالي او منفي کړونو یادونه کوم، اصلي موخه مې د ښځو د غږ جگول او له دې ناوړه حالت او ستونزو نه د دوی ژغورل دي.

 افغان مېرمن:

 د مارچ د اتمې تر لمانځلو او ډالیو نه مو زه درتېره یم،

 مه مې وهئ!

 مه مې رټئ!

 مه مې ښکنځئ!

 نور څه مه کوئ، د انسان په سترگه راته وگورئ!

 په لنډۍ باندې خبرې کول کومه نوې خبره نه ده، خو زړه هم نه شو ورته ویلای او هیڅکله به زړه هم نه شي. لنډۍ هر کله نویو خبرو او نویو بحثونو ته اړتیا لري.

لنډۍ د پښتو فولکلوریکو ادبیاتو هغه ټولګی دی چې د شکل له مخې ډیر لنډ، خو د پراخوالي او منځپانګې له پلوه لکه سمندرونو غوندې داسې پراخ دی چې د عیني ژوندانه ټول اړخونه په خپله لمنه کې رانغاړي.

فولکلور د انسانانود بې پولې او بې پایه احساس، یوه ستره برخه جوړوي. د فولکلور منظومه برخه یا فولکوریک شعرونه  د بشري فولکلور د سترې او شتمنې خزانې یوه لویه او د پاملرنې وړ برخه جوړوي؛ او پښتو لنډۍ د فولکور د شعري برخې هغه ستره خزانه ده، چې د پـېـړیو په اږدو کې د میلیونونو خلکو له خوا رامنځته شوې ده، داسې چې همدا ټول خلک یې خاوندان دي، خو یو یې هم د ملکیت دعوا نه شي کولای.

که په ټول کې د لنډيو په ویونکو پسې وګرځوو، کیدای شي د لنډیو ویونکي پر دغو درې برخو وویشو:

 

ــ ښځینه لنډۍ،

ــ نارینه لنډۍ،

ــ د ښځو او نارینوو تر منځ ګډې لنډۍ.

 

د ډیرو مالوماتو له پاره وګورئ:

(سپنتا دات ډي اي (spinta.de)، پښتانه په لنډیو کې، د لنډۍ په هکله علمي او تحقیقاتي څیړنه، لومړۍ مقاله)

خو د لنډیو له هر اړخیزې مطالعې نه ښکاري چې د لنډیو ډیره سلنه د ښځو له خوا ویل شوې ده:

د بریتو څوکې دې کږې دي

زما نتکۍ په کې راکاږې مړه دې کړمه

 

بیا به نری کمیس ونه کړم

باران لمده کړم جانان ټوله ولیدمه

 

څوک مې له حاله خبر نه دي

لکه د نم دړه پر زړه چاودلې یمه

 

هغه لنډۍ چې تر اوسه پورې خوله په خوله تر موږ پورې را رسیدلې دي او یا د چاپ د صنعت او د اوسنۍ تکنالوژۍ له برکته خوندي شوې دي، د دې څرګندويي کوي چې په لنډیو کې د ښځو ژوند، انګیرنې، رنګارنګ احساس، د مینې د اظهار څرنګوالی، د کورنۍ په تیره د نارینه پر ضد د اعتراض غږ اوچتول دي او د پښتنې میرمنې د اوږدو غمونو، دردونو او ناخوالو غږ د نورو غوږونو ته رسول دي.

د فولکلوریکو منظوماتو په ډله کې هیڅ یو صنف د لنډیو په اندازه عام او د منلو وړ نه دی. ټول فولکلوریستان په دې باوردي چې پښتو لنډۍ د بشریت د عامیانه ادبیاتو یوه مهمه او شتمنه برخه جوړوي

(سپنتا دات ډي اي (spinta.de)، پښتانه په لنډیو کې، د لنډۍ په هکله علمي او تحقیقاتي څیړنه، دویمه مقاله، لومړی مخ)

سره له دې چې په افغانستان کې او د باندې له افغانستان څخه د لنډیو په باب په پوره اندازه علمي کار نه دی شوی، خو هغومره کار چې شوی دی، لنډۍ تر یوې اندازې معرفي شوې دي. د لنډیو د ښې پیژندنې له پاره دې لنډۍ له نورو کورنیو او بهرنیو شعرونو سره نه مقایسه کېـږي، د لنډیو د ښې پیژندنې له پاره تر ټولوغوره لار د هغې ټولنې مطالعه او پیژندنه ده چې لنډۍ په کې رامنځته شوې وي.

د لنډیو د ښه درک له پاره غوره لار، د لنډۍ مطالعه او اوریدل دي، چې باید واوریدل شي، راټولې شي، وڅېـړل شي، بیا وروسته د ژبپوهنې، ادبپوهنې، ښکلاپوهنې او ټولنپوهنې د بیلابیلوعلمي اصولو له مخې خبرې پرې وشي.

په لنډ ډول که وویل شي: لنډۍ د پښتني ټولنې د پـېـژندلو، څـېـړلو او معرفي له پاره تر ټولو نورو ژانرونو یوه ښه او غوره نمونه ګڼل کیدای شي. لنډۍ که په هر هېواد او ټولنه یا د نړۍ په هر ګوټ کې چې تخلیق شوې وي، په هماغه یوه قالب کې، د وخت له غوښتنو سره سم، بیلابیل مضامین وړاندې کوي. دا خبره باید هېره نه شي چې د هغو فرهنګي حوزو پیژندنه او مطالعه ډېره ضروري ده، چې لنډۍ په کې رامنځته شوې دي.

لنډۍ د اوریدونکو او لوستونکو هنري تنده داسې خړوبوي چې هیڅ یو هنري ژانر یې په دومره لنډ او با مانا فورم نه شي ماتولای. ډیر لوی او مهم ټولنیزمطالب په یو واړه او لنډ شکل کې په هنري انداز سره بیانوي. د لنډۍ په همدا یوه بیت باندې لوستونکی یا اوریدونکی کولای شي:

ــ د ټولې ورځې ستړیا وباسي،

ــ خپل قهر او بد حالت هېرکړي،

ــ خپل یار ور په یاد کړي،

ــ خپل مړی وژاړي،

ــ خپل ژوندی ولمانځي،

ــ خپل قهر څرګند کړي،

ــ خپله مینه زبات کړي،

ــ خپل علم او هنر ښکاره کړي،

ــ خپل وطن او مېنه وستایي،

ــ د بریالیتوب راز په کې څرګند کړي،

ــ غندنه وکړي،

ــ او…

ــ او په پای کې د خپل زړه ټول منفي او مثبت احساسات په کې څرګند کړي.

څنګه چې په سیندونو کې د غرو او رغو د واورو او چینو اوبه سره یو ځای کېـږي، مستي او شور وربښي، دغسې له لنډیو څخه هم د ژوند د ټولو اړخونو له څپو څخه د رنګینو انځورونو په یو ځای کیدوسره، د ژوند د آیینې په څیر یو مست او ښکلی انعکاس رامنځ ته کېـږي چې څوک یې په لیدو سره په لنډ تنگ وخت کې د تیر ژوند له بیلابیلو اړخونو خبریدای شي، د همدې له پاره د لنډیو ریښتینې پیژندنه او درک، په خپله له لنډیو څخه ښه کیدای شي.

د لنډیو د تخلیق اوږدې پروسې ته که په ځیر وکتل شي، لیدل کېـږي چې د لنډیو چینه نه وچیدونکې ده او داسې رڼې څپې ورنه رازېـږي چې یوه څپه د بلې ځای نیسي او بله د بلې. تر څو چې ژوند وي، لنډۍ به هم ژوندۍ وي  او مضمون به یې لکه د هر زمان ژوند او د ژوند غوښتنې، بدلېـږي او سره اوړي به. د وخت په تېـریدو سره د زړو لنډیو ځای نوې لنډۍ ډکوي او په نویو لنډیو کې د هماغه زمان غوښتنې، پوښتنې، ښکلاوې او هر اړخیز ژوند منعکسېـږي؛ داسې چې د ژوند پاڼې یو په بل پسې اوړي، لنډۍ هم دغسې دي. یوه لنډۍ خپل ځای بلې ته پرېـږدي او دا نوې بیا بلې نوې ته او دا لړۍ پسې روانه وي.

د لنډۍ میدان داسې پراخ او نه تمامیدونکی دی چې هر ډول موضوع ته په خپلې لمن کې ځای ورکولای شي. زوړ ځوان، غم خوښي، شپه ورځ، ژمی منی، رڼا تیاره، پسرلی منی، نر ښځه، بډای بیوزلی… او په پای کې د ټولنې هر وګړی، هر قشر او هر څوک کولای شي لنډي جوړه کړي، لنډۍ وکاروي او د خپلو رنگارنگو احساساتو د ښودلو او تبارز میدان یې وگرځوي.

په لنډیو کې نوښت اړین کار دی، خو تکرارهم په کې جواز لري. لنډۍ ژوند په هراړخیزډول انځوروي او د مرگ څرنګوالی بیا، بیا؛ خو په نوې بڼه تکراروي، اساطیر انځوروي، هماغه یو طبیعت وي، هماغه غر او گودر وي، خو د لندۍ شاعر د خپل زړه، ذهن او غوښتنو له کړکۍ ورته گوري، په زړو لنډیو کې تصرف کوي، او د غوښتنو په خم کې یې رنگوي. که اوریدل کېـږي که نه اوریدل کېـږي، که لیکل کېـږي که نه لیکل کېـږي، د لنډۍ شاعر د خپل زړه بړاس باسي.

په پخوانیو وختونو کې د لنډیو ډیره سلنه ویونکي د سواد له نعمت نه محروم وو او د لیکلو دود یا نه و او یا ډیر عام نه و. د همدې دلیل پر بنا ویلای شو چې کیدای شي په سلگونو زره لنډۍ به له تخلیق نه وروسته هېـرې شوې هم وي.

د لنډیو د هیریدو او په یاد پاتې کیدو ټول توان په خپله په لنډۍ کې دی، د هغې په انځور او پیام کې دی او خلک دي چې لنډۍ یا هیروي او یا یې داسې ساتي لکه قیمتي غمی او د یوه ارزښتناک امانت په څېـر یې ذهن په ذهن، خوله په خوله نورو نسلونو ته سپاري او لوی دلیل یې هم دا دی چې لنډۍ داسې بدلون منونکې ځانګړتیاوې لري چې د هر وخت له غوښتنو او پوښتنو سره ځان برابرولای شي. پرته له ستونزو، نوښتونه مني، هر ډول بدلون او فکر ته په ورین تندي ښه راغلاست وايي؛ او د لنډۍ د تلپاتې کیدو یو لوی دلیل کیدای شي همدا وګڼل شي.

په لنډیوکې تکرار او توارد حتی د نیم بیتونو په اندازه هم کیدای شي، چې لومړی یا دویم نیم بیتی په پخوانۍ کارول شوې بڼه بیا راوړل شي، دا په لنډیو کې ادبي غلا نه بلل کېـږي، بلکې دا یو روا تصرف دی، چې د لنډۍ نوي ویونکي خپل فکر، ذوق او غوښتنې په کې بیانوي.

لنډۍ د پښتني ژوند هغه بهانده چینه ده چې تر څو انساني ژوند  شته، پښتو ژبه شته او پښتون شته؛ دغه چینه نه وچیـږي. هر نسل به د خپل ژوند حالات او غوښتنې په کې په هنرمندانه ډول بیانوي. قوت او ضعف به یې د انځورولو په بڼې پورې تړلی وي او د تلپاتې کیدو دلیل به یې هم د موضوع د مهموالي او د انځورولو څرنګوالی وي.

لنډۍ د پښتني فولکلور هغه همیشه بهار صنف دی چې خزان نه پرې راځي او نه د خزان په نامه کوم شی پیژني. د وخت په تیریدو سره، د سړو او تودو په راتګ سره یوازې خپلې پاڼې بدلوي، نوې او لا تازه غوټۍ، پرته د شنیلي د فصل له راتګ څخه په کې غوټۍ کوي او ګلان غوړوي.

د وخت په تیریدو سره په لنډیو کې، لکه  د ونو پاڼې، فکر بدلېـږي او ورسره توري هم په نوې بڼه ځان جوړوي. یو وخت به ریبارانو احوالونه رسول، د باد په څپوکې به سلامونه لېـږل کیدل:

سبا به لوړ چنارته خیژم

باد به پوښتم چې یارمې څه ویلي دینه

خو اوس د ریبارانو ځای تیلیفون، ایمیل، اس ام اس او… نیولی دی:

په اِس اِم اِس دې احوال راکړه

زړګی زخمی دی چې ټکورمې شي ټپونه

یار مې د غرونو استوګن دی

موبایل ناخلي، ښايی نه وي آنـتـنونه

 ژوند بدل شو، نوې تکنالوژۍ د زړوشیانو ځای ونیو او د ژوند په هر اړخ کې د پاملرنې وړ بدلونونه راغلل، لنډیو هم په خپله لمنه کې ټول نوي رامنځته شوي بدلونونه راونغاړل او نوي رامنځته شوي شیان یې په نوې بڼه انځورکړل:

ایمیل دې خلاص کړه حال مې ګوره

ایمیل کې ښکاري د زخمي زړه پرهرونه

که په لنډیو کې د هر ټولنیز قشر د ژوند خوږوالی یا تریخوالی وپلټل شي، د ټولنیزژوند د څېـړنې له پاره په کې نوي او د لومړي لاس توکي تر لاسه کیدای شي او د دې برخې له څېـړنې نه یې کتاب نه، بلکې کتابونه جوړیـږي.

څنګه چې ډیره سلنه لنډۍ د ښځو له خوا تخلیق شوې دي، نو هر کله که څوک پنځه لنډۍ ووايي، یا یې واوري، یا یې ولولي؛ نو لیدل کېـږي چې له هغو پنځو لنډیو نه په دریو کې، یا ښځه خبرې کوي، یا د ښځو په باب خبرې کېـږي.

په لنډیو کې د ښځو دریځ د هغو دودونو پر خلاف لیدل کېـږي، چې د هغو له مخې په ټولنه کې له ښځو سره ناوړه چلند کېـږي. کوم دريځ چې ښځه په افغاني ټولنه (په ځانګړي ډول پښتني ټولنه) کې لري، په لنډیو کې ښځه د هغه دریځ پر ضد راجگـېـږي، غږ اوچتوي، انتقاد کوي، په مستقیم او غیرمستقیم ډول د خپلو حقوقو د غوښتلو مسأله مطرح کوي.

د لنډیو میدان دومره پراخ دی چې ښځه کولای شي د هر ډول کورنیو، کلیوالي، قبیلوي، ښاري او نورو چاپیریالونو د منفي اړیکو پر ضد خپل غږ اوچت کړي، خپله مینه څرګنده کړي، د درد، غم، خوښيو، ظلم، تیري، عدل او… په باب خپل احساسات څرګند کړي او په ځانګړي ډول د ټولنیزو ظالمانه نا وړه شرایطو پر ضد غږ اوچت کړي.

 (پښتو لنډۍ، د افغانستان د علومو اکاډیمي، پښتوټولنه، ۱۳۶۳ ل کال، د  مقدمې ۴۱ ــ ۴۷ مخونه)

په رڼا ورځ یې درنه یوړم

پلارمې ظا لم شو په بوډا یې خرڅه کړمه

 صورت زما واک یې د بل دی

صورته وسوځې چې نوردې واک لرینه

په زلمیتوب دې اور شه پورې

ستا په نامه مې نن سبا سنګساروینه

فیسبوک دې خلاص که ځوانیمرګ شې

دا څــلـورورځــې انـتــظـارولاړه یمـــه

وطن مې لویشـت په لویشـت خـطر شــو

خـدای ناتـرسـو ډیـر کـرلي دي ماینـونــه

ښاغلی ستانه میر زهیر په همدې نږدې څو تېرو ورځو کې «په لنډیو کې د ښځو ونډه» ترسرلیک لاندې له څو لنډیو سره یو لنډ یادداشت خپور کړ چې له همدې تربحث لاندې موضوع پورې اړه لري. دا د ده د یاداشت او خپرو کړو لنډیو بشپـړ متن دی:

«په لنډيو کې د ښځو ونډه !

لنډۍ د پښتو د ولسي ادب يوه بې سارې بډايه پانګه ده . زموږ د ټولنېز ژوند داسې څه به نه وي پاتې چې هغه دې په لنډيو ک انعکاس نه وي ميندلی. لکه .مينه ، ښکلا ، وصال ، بيلتون ، خوښي ، خواشيني ، تيری ، ظلم ، عدالت ، سر ښندنه ، وطن پالنه او هر ډول رزمي او بزمي ايډيا او فکر په لنډيو کې ځای شوې دي .

د پښتوپه ولسي ادب کې عموما او په لنډيو کې خصوصا د ښځو ونډه ډيره زياته ده .همدغه لنډۍ دي چې ښځې يې په ويرونو ، ودونو، د غم اوخوښيوپه وختونو کې هر وخت په بيلابيلو بڼو زمزمه کوي .

د لنډيو جوړونکي هم غالبا ښځې دي . زياتې لنډۍ د ښځو د زړه د ژورو تاثرات خواشينيو او خپګان انعکاس دی .

څيړنې دا را په ګوته کوي چې له نيمايي نه زياتې لنډۍ ، ښځو د خپل غم ، خپګان ، درديدلي زړه او د محرو ميتونو په وختونو کې ويلي دي .

دا چې زموږ په ټولنه کې له بل هر چا څخه زيات، ښځې له خپلو ټولنيزو حقه حقوقو څخه بې برخې دي ، نو ځکه يې خپل غږ په لنډيو کې پورته کړی . همدغه لنډۍ دي چې د ښځو د دردمن زړه زګيروي او اهونه ، د نارينه و تر غوږونو رسوي .

د بيلګې په توګه :

ــ کله چې د بنې له غمه ژاړي نو وايي :

د بنې غږ راباندې وشو

لکه ډوډۍ په تناره کې وريته شومه

 

د بنې ډار راباندې تېر شو

زه د دوزخ د لمبو څه پروا لرمه

ــ کله چې د ميړه له بد سلوکه ژاړي، نو وايي :

نيستي د خدای له لوري راغله

موزي په ما منت کوي چې خوار دې کړمه

 

موزي په مينه څه پوهيږي

په نس يې موړ کړه تر سبا کوي خوبونه

 

خاونده بيا دې ماخوستن کړ

د نا رضا کټ نه مې ريږدي اندامونه

 

صورت زما واک يې دبل دی

خدايه نور واخلې دا بې واکه صورتونه

 

د افغاني ټولنې د ښځو حقوق!

په دې لنډیو کې هم احساسولی شی !

 

ــ کله چې د بنې له غمه ژاړي نو وايي :

 

د بنې غږ راباندې وشو

لکه ډوډۍ په تناره کې وريته شومه

 

د بنې ډار راباندې تېر شو

زه د دوزخ د لمبو څه پروا لرمه

ــ کله چې د ميړه له بد سلوکه ژاړي ، نو وايي:

نيستي د خدای له لوري راغله

موزي په ما منت کوي چې خوار دې کړمه

 

موزي په مينه څه پوهيږي

په نس يې موړ کړه تر سبا کوي خوبونه

 

خاونده بيا دې ماخوستن کړ

د نا رضا کټ نه مې ريږدي اندامونه

 

صورت زما واک يې دبل دی

خدايه نور واخلې دا بې واکه صورتونه»

په هرصورت د لنډيو د تخلیق له پیل نه، بیا ترنن پورې لیدل کېـږي چې د لنډیو په تخلیق کې د ښځو ونډه تر نارینوو ډېره ده او ډېره سلنه لنډۍ د ښځو له خوا تخلیق شوې دي، د لنډیو شکلي جوړښت او محتوایي پیام په خپله څرگندوي چې کومې لنډۍ د ښځینه احساساتو زېـږنده دي او څه ډول ښځینه الفاظ په کې کارول شوي دي.

Afghanistan on Twitter: "Absolutely love this beautiful oil painting of an afghan  women in traditional attire ❤️😍🇦🇫 IG: paintings_by_hana  https://t.co/5oefsfxhKq" / Twitter

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.