ته راته ووایه

پروین ملال

807

ته راته ووایه …

بوی یې راځي د نیلوفرلپوکې
لکه دستورو نقریې خوبونه
لکه ځواني د ګلاب ړنګه بنګه
لکه الماس دا نه، دانه
چي زموږ تر سترګو څاڅي
اوپه پردۍ مځکو ګلان زیږوي
++
یاد یې راځي لکه د شاتو طلایې کورونه
لکه ښکلونه د لمر
چي د بڼو په څوکو یې اخلي
دغاټول د جامه
++
یاد یې راځي لکه سپوږمۍ هاله کي
لکه د نور خوبونه
لکه د طور خبرې
چي وموسی ته دصبرونو
په صله کي راځي
یاد یې راځي لمن ، لمن پلو، پلو
ځولۍ ، ځولۍ خیالونه
++
زموږ د کلي نجونې اوس د اروپا
په ساحلي شګو کي
د خپل تقدیر ورکې اوتوري
ائینې لټوې
زموږ د کلي نجونې اوس په خیبري تړوکې
د ماتو ستورو تڼۍ
دبې صبرۍ اوبیلتانه په ګریوانه ټک وهي
زموږ د کلې نجونې اوس ائېنوکې نه ګوري هیڅ
نه یې په سترګو رانجه
نه یې د تندي په سبا زانګي د لمر ټیکونه
نه یې خندا کي شته دي
د پسرلي خوبونه
ته راته ووایه د ژوند ښاپیرۍ
زموږ د خوښۍ د ناوې
لاسونه چاپرې کړي ؟
چي د ډولۍ ځیني یې
دسرو ګلونو په ځای
سره بارانونه د شفق وریږي
زموږ په خاورینو کوڅو
زموږ د تاریخ په تاو، وهلو پاڼو
چا د تېرو تورو باران پیرزوکړ ؟
چا په اور وویشتل زموږه
دنیکو قبرونه
++
ته راته ووایه ؛
زموږ په کعبه
دا ابرهي لښکر دکومې راغي
چي د پیلانو پښویې
د مرګ تصویر زموږ په ښارکي جوړ کړ
زموږ د وطن انګوري ډکي پیالې
د زهرو چا ډکي کړې
چي د باغوان د ماشوم زوی
درګوڅانګې په خزان رژوي
او د زړې بوډۍ ورېښمینه لور به
د لحد تیږې په لیلام رانیسي
ته ؛
ته راته ووایه …

۱۹۹۳ کال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.