د زېـږون پر مهال د ښځو او نوزېـږو ضایع کېدل

پوهندوی آصف بهاند

697

د زېـږون پر مهال د ښځو او نوزېـږو ضایع کېدل

د ناپوهۍ پایله ده

مارچ اتمه

د ښځو نړیواله ورځ

 

تېر کال (۲۰۲۱م) مې چې د مارچ د اتمې په پار کومې مقالې خپرې کړې وې، د هرې مقالې په پیل کې مې دا مقدمه خپره کړې وه، سږکال (۲۰۲۲) مې چې بیا د مارچ د اتمې په پلمه څه لیکلي دي، د هرې مقالې په پیل کې یو ځل بیا دا مقدمه خپروم.

 سږکال (۲۰۲۱) هم لکه د تېرو کلونو په شان غواړم د ښځـو د نړیوالې ورځې په پار گڼې داسې مقالې ولیکم چې د مېرمنو په باب زموږ د ټولنې منفي او مثبت افکار څرگند کړي، څو وتوانېـږم چې په ټولنه کې او د خلکو په افکارو کې د افغان مېرمنې اوسنی حالت خلکو ته وښيم. په مثبتو پاینتونو به یې خامخا ویاړو او په منفي به یې هغه څوک زورېـږي چې د ښځو د حقونو پلوي دي، پر متضررې خو هسې هم سور اور بل دی. د دې زورېدو او اور بلېدو تر څنگه به مو ټوله هڅه دا وي چې د مېرمنو په باب د خلکو د اذهانو منفي اړخ په مثبت ډول بدل کړو.

 که زما  په مقالو کې د تلې منفي خوا درنه وي، ما به نه ملامتوئ، همدا مو خلک دي، همدا مو ټولنه ده او همدا یې د ښځو په باب نظر دی چې باید د بدلولو هڅې یې گړندۍ کړو. زه چې د ښځـو په باب له دوی سره د تاوتریخوالي او منفي کړونو یادونه کوم، اصلي موخه مې د ښځو د غږ جگول او له دې ناوړه حالت او ستونزو نه د دوی ژغورل دي.

 افغان مېرمن:

 د مارچ د اتمې تر لمانځلو او ډالیو نه مو زه درتېره یم،

 مه مې وهئ!

 مه مې رټئ!

مه مې ښکنځئ!

 نور څه مه کوئ، د انسان په سترگه راته وگورئ!

 زموږ په ټولنه کې ناپوهي او خپلسري تر دې برېده حاکمه ده چې هرڅو ک، هر څه په خپل سر ترسره کوي، تر دې برېده چې د د ډېری متضررینو ژوند هم په کې ضایع شي. دا د یوه دردمن طبیب د خولې خبرې او سترگو لیدلی حال دی:

«ولې افغان مېرمنې تر ټولو ډېرې په اولاد مري

«ډاکتر محب زغم

پر ۱۳۸۴ كال ما د هلمند په كجكي ولسوالۍ كې په يوه شخصي كلينيك كې كار كاوه. نيمه شپه چا د كلينيك ور وټكاوه. د څنګ كلي يوه سړي په ستنې پسې راغلى و. ((اوكسي توسين)) داسې پيچكاري ده، چې د زېږون دردونه زياتوي او د زېږون بهير رالنډوي. دا په خاصو حالتونو كې د نسايي ډاكترانو له خوا په معين وخت كې لګول كېږي. كه بې وخته ولګول شي؛ نو د رحم خوله به بنده وي او رحم به له پاسه سخت زورونه وهي، نتيجه به يې دا شي چې يا به رحم څېرېږي او يا به پر ماشوم دومره زور راځي چې هماغلته به ومري. ما سړي ته وويل چې دغه ستن خو خپل وخت لري، د لګولو ځانته طريقه لري، تاسې كله په پوهېږئ. هغه وويل: ((يه، موږ يې هر وخت پخپله لګوو))

ما كلينيك والا پرې نه ښود چې پيچكارۍ وركړي؛ خو نه وم خبر چې دغه پېچكارۍ د كلي په پرچون دوكان كې هم پيدا كېږي. سهار چې دباندې ووتو، د ښځې جنازه يې د خلكو پر اوږو بار وه او بچى يې هم له لاسه وتلى و…»

د همدې علمي مقالې په بحث کې راغلي دي چې څنگه د کم عمره نجونو ودول د زېـږون په وخت کې ستونزې رامنځته کوي، د مور د مړینې سبب کېـږي او له بده شامته چې په افغانانو، په تېره پښتنو کې ډېره سلنه نجونې په لږ عمر ودوي. د یادې مقالې دا څو نورې کرښې چې توصیوي یا د سپارښتنې بڼه لري، درسره ولولئ:

«… څه بايد وكړو چې د ميندو د مړينې مخه ونيسو؟

په دې اړه هم زموږ حكومت مسول دى او هم خلك. حكومت بايد كلينيكونه جوړ او په وسايلو يې سمبال كړي، ښه ډاكترانې وروزي او هر چا ته صحي خدمتونو برابر كړي.

د خلكو مسووليتونه هم ډېر دي، دوى بايد دغو ټكو ته پام وكړي:

* د نابالغو نجونو تناسلي سيستم پوره انكشاف نه وي كړى، د دوى د سرېښنې هډوكي او پلې د زېږون تاب نه لري. همدارنګه رحم يې نسبتاً نازك وي او د ډېر زور پر وړاندې تاب نه شي راوړى؛ نو خلك بايد خپلې لوڼې په كم عمر كې واده نه كړي. البته د شريعت او د طب له نظره د بلوغ مانا سره توپير لري. په شريعت كې همدا چې د نجلۍ مياشتېنۍ مريضي (حيض) پيل شي، بالغه ګڼل كېږي؛ خو د طب له نظره نجونې بايد اتلس كلنۍ ته ورسېږي، چې بالغې يې وګڼو. تر اتلس كلنۍ وروسته به ولادي كانال د زېږون لپاره مناسب حالت پيدا كړي.

* خلك بايد هڅه وكړي چې د زېږون لپاره خپلې مېرمنې كلينيك يا روغتون ته بوځي. په كور كې ولادت د نورو خطرونو تر څنګ په ميكروبي ناروغيو د اخته كېدوخطر هم لري، ځكه چې كور او هغه وسايل چې د ولادت لپاره كارېږي له ميكروبو پاك نه وي.

* خلك بايد له خپلسرو كارونو او د خپلسرو دواګانو له كارونې ډډه وكړي. ويل كېږي چې پخوا به وطني دايه ګانو هغه مېرمنې چې اولاد به يې له ډېرو دردونو وروسته هم نه زېږېده، په كوټه كې بندې كړې او بوسو ته به يې اور ورته كړ، د بوسو ترخه لوګي به په ښځو ټوخي راوستل. دايه ګانو داسې ګومان كاوه چې د ټوخي پر وخت به د مور پر نس زور راشي او بچى به يې لاندې خوا ته راټېله كړي. كه چېرې ولادي كانال تنګ وي، د ماشوم سر غټ وي يا ماشوم په رحم كې كوږ پروت وي، دغه كار هم د مور او هم د اولاد د مرګ سبب ګرځي. د انسان ژوند هومره بې قدره شى نه دى، چې موږ هر يو خپلې تجربې ورباندې وكړو.

* پر له پسې ولادتونه، ميندې په بدني لحاظ كمزورې كوي او د زېږون د وخت مړينې ورسره زياتېږي. ښه به دا وي چې د دوو بچيو تر منځ لږ تر لږه درې كاله واټن واوسي او كه پينځه كاله ځنډ په كې راشي، لا به ښه وي، ځكه چې مور به د خپلو اولادونو پاكوالي او روزنې ته هم پوره وخت ولري.

* او د پاى خبره دا چې: د دې لپاره چې په وطن كې مو په كافي شمېر كې تكړه ډاكترانې ولرو، بايد خپلې خويندې او لوڼې ښوونځيو ته ولېږو.»

په میډیا کې څو ـ څو ځلې ډاکترانو او مسؤلو کسانو د خلکو د پوهولو هڅه کړېده چې د کم عمره نجونو ودول کوم صحي او ټولنیزې منفي پایلې لري، خو خلک دا مطالب یا د سواد د نشتوالي په وجه لوستلای نه شي او هغه یې چې لوستلای هم شي، دومره سر نه پرې خلاصوي او غواړي چې ټولې اړیکې د خپلې کورنۍ او ځان په گټه ترسره کړي، ولو که د چا د ژوند په بیه هم تمامه شي. دا لاندې د بي بي سي یو رپوټ دی چې په کې له علمي پلوه دا ښودل شوي دي چې د کم عمره نجونو ودول کومې ستونزې رامنځته کوي:«

‘افغانستان کې بې وزلۍ او د کم‌عمره نجونو ودولو ‘فیستولا’ ناروغي ډېره کړې ده’

نن د مې میاشتې ۲۳مه نېټه ده چې د زېږون فیستولا ناروغۍ د پای ته رسولو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د زېږون فیستولا یوه ننګونکې او زړه بوږنوونکې ولادي ناروغي ده او که درملنه یې ونه شي مېرمن تلپاتې معلولوي.

په افغانستان کې د بې وزلۍ او په کم عمر کې د نجونو د ودونو له امله زېږون فیستولا پېښې زیاتې دي، خو په وروستیو کلونو کې د کابل په ګډون په یو څو نورو ولایتونو کې هم د دغې ناروغۍ د درملنې امکانات برابر شوي دي.

ډاکټر هما منګل د نسایي ولادي متخصصه ده او ۱۲ کاله کېږي چې په کابل کې د ملالۍ زېږنتون د زېږون فیستولا په برخه کې کار کوي.

هغه وايي چې تر ۲۰۰۷ کال پورې په افغانستان کې د زېږون فیستولا ناروغۍ یوه نه تشخیص کېدونکې ناروغي وه.

فیستولا څه ډول ناروغي ده؟

فیستولا یا په عامه اصطلاح ناسور یا Fistula د بدن د دوو غړو ترمنځ یو غیر طبیعي سوری یا مجرا ده، چې دا د زیږون او یوې ستونزې له کبله رامنځ ته کېږي.

په دې مانا، که کومه مېرمن د زیږون پرمهال له کومې ستونزې سره مخامخېږي او په نورمال ډول ولادت نه شي کولی، د فشار له کبله د مهبل او مثانې ترمنځ یو سوری یا مجرا پیدا کېږي چې ناروغ یې له کبله خپل ادرار (متیازې) نه شي کنټرولولی.

په دې صورت کې مثانه سورۍ کېږي او ناروغ د ادرار مهارول له لاسه ورکوي. ډېر کله دا ناروغي د ټپونو او التهاب له کبله هم رامنځ ته کېږي.

اغلې منګل وايي چې ۱۳ کاله وړاندې په کابل کې د یادې ناروغۍ د درملنې لپاره د دوو مرکزونو په جوړولو سره د سلګونه داسې مېرمنو درملنه شوې چې له زیان سره مخ وې.

اوس یې د درملنې دوه نور مرکزونه په هرات او ننګرهار ولایتونو کې هم جوړ شوي دي. هغه وايي د روغتیايي چوپړونو له ښه کېدو او د خلکو د پوهاوي کچې له لوړېدو سره د فیستولا ناروغۍ پېښې د تېرو کلونو پرتله کمې شوې دي.

د ملالۍ زېږنتون د فیستولا برخې مسؤلان وايي چې په کال کې تر ۲۰۰ د دغې ناروغۍ پېښې ثبتوي.

د شمېرو له مخې په افغانستان کې د زېږون پر مهال په هرو سلو زرو مېرمنو کې ۶۳۸ یې ژوند له لاسه ورکوي. د دغو له ډلې ۵ مېرمنې یې د زېږون فیستولا له امله مري.

بې وزلي، په کم عمر کې واده، د عامه پوهاوي کمی او مناسبو او پر وخت روغتیايي اسانتیاوو ته د ښځو نه لاسرسی د زېږون فیستولا ناروغۍ د رامنځته کېدو له لاملونو یادېږي.

ډاکتره هما منګل وايي چې د دغې ناروغۍ له امله مېرمنې سختې رواني ځپل کېږي او آن ځينې مېندې له کورنۍ او ټولنې د ګوښه والي هڅه کوي.

اوس د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د زېږون فیستولا ناروغیو د پېښو پر کمېدو ټینګار کوي. له همدې امله هر کال د مې میاشتې ۲۳مه نېته د خلکو د پوهاوي د لوړولو په موخه د زېږون فیستولا ناروغۍ د پای ته رسولو نړیواله ورځ نمانځي.

د سږ کال دغې ورځې لپاره (د ښځو حقونه د بشر حقونه دي، اوس فیستولا پای ته ورسوئ) شعار ټاکل شوی دی.

د زېږون فیستولا د درملنې وړ ناروغي ده او د عملیاتو له لارې په سلو کې ۹۰ سلنه درملل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ریپوټ له مخې چې په ۲۰۲۰ کال کې خپور شوی، په ټوله نړۍ کې یې د زېږون فیستولا د پای ته رسېدو لپاره ۲۰۳۰ کال ټاکلی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې، په افریقا، اسیا، عربي هېوادنو او لاتینه امریکا کې سلګونه زره نجونې او مېرمنې په دغه ناروغۍ اخته دي.»

پاسنیو ستونزو ته په کتو سره لیدل کېـږي چې په کم عمر کې د نجونو ودول او په کم عمر کې اولاد زېږول، کومې ستونزې رامنځته کوي. د کم عمر د واده قرباني هم همدا وړه جلۍ ده، په کم عمر کې باداره کېدو او د زېږون قرباني هم همدا وړه جلۍ ده او د بېوخته زېږون په اثر مړینه هم همدې کم عمره نجلۍ ته ورپه برخه ده.

له گڼو لار نه په استفادې سره هڅه شوې چې د کم عمره نجونو د ودولو په مخنیوي کې د هلک او جلۍ کورني پوه کړای شي چې په مخنیوي کې یې مرسته وکړي، خو د بېلابېلو دلایلو له مخې دا کار نه کېـږي، دا چاره همدا اوس هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې روانه ده او قرباني یې همدا وړه کم عمره جلۍ وي او د ژوند تر پایه یې د منفي پایلو بار پر اوږو وړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.