د نجونو د تعلیم په سر ناندرۍ

آصف بهاند

1,419

د نجونو د تعلیم پرسر ناندرۍ

 

 

 

د نجونو د ښوونځیو د بندولو ورځ

 

زموږ لپاره توره ورځ ده.

 

زموږ لوڼې، خویندې او لمسیانې تعلیم غواړي!

 

 

له کله چې په افغانستان کې نوي واکداران د واک پر گدۍ کېناستل، د څه باندې اوو میاشتو له تېرېدو سره ـ سره تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دې پېژندلي. دوی د خپل واک تر لومړۍ دورې ډېر نرم شوي، خو ځینې کړنې یې له دومره احتیاط سره ـ سره د افغانستان د عامو خلکو او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره په ټکر کې واقع کېـږي.

 

د نویو واکدارانو له خوا د ټولو نجونو د ښوونځیو د پرانستلو وعدو، په هېواد دننه او د نړيوالي ټولنې په کچه د ډېرو خلکو په زړونو کې امیدونه پیدا کړي وو، خو د ښونځیو د پیل په ورځ په ناڅاپي ډول وعدې پر ځای نه شوې او له شپـږم تر دولسم ټولگي پورې نجونو ته اجازه ورنکړل شوه چې د ښونځیو په دروازو ور ننوزي، په دې عمل سره د خلکو په زړونو کې د امید غوټۍ ورژېدې په میلیونونو افغان وگړي له خپگان او نااميدۍ سره مخ شول.

 

د نویو واکدارانو دې کړنې ته په هېواد کې دننه او له هېواده د باندې په پراخه کچه غبرگونونه وښودل شول، تر دې چې دا تا ویل او ما ویل اوس په ناندریو باندې اوښتې دي، ان تر دې چې  «د م.م امنيت شورا نن (۱۵/۰۳/۲۰۲۲) د افغان نجونو ښوونځيو په تړل کیدو بحث کوي»

 

دلته به په افغانستان کې له شپږم ټولگې پاس، د نجونو د تعلیم د مخنیوي پرسر د ناندریو او غبرگونونو په لړ کې، لومړی په هېواد کې دننه څو غبرگونونه راواخلم او بیا به په نړیواله کچه د نویو واکدارانو د کړنې په مقابل کې د نړیوالو غبرگونونو ته تم شو:

 

هېواد دننه د غبرگونونو تر ټولو مهمې برخې د بي بي سي په پښتو ویبپاڼه کې د یو رپوټ په ترڅ راوړل شوي دي. د رپوټ په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

 

«’د شپې یې څو ځلې اوتو کړي کالي واړول راواړول، ډېره خوشاله وه چې سبا ښوونځي ته روانه ده. خو سهار چې له کوره ووتله، لږ وروسته سرې سترګې بېرته راغله‘.

 

دا خبرې له کابله یوې خور د خپلې کشرۍ خور شبنم په اړه راته وکړې. په رپوټ کې د ځينو کسانو پېژندګلو د امنیتي ستونزو له وېرې پټه ساتل شوې او نومونه یې مستعار دي.

 

نجونو ژړل او کور ته نه تلې“:

نن سهار د زرګونه مکتبي افغان نجونو لپاره د خوښۍ سهار و. له شاوخوا شپږ میاشتیني ځنډ او ژمنیو رخصتیو وروسته یې پر مخ د ښوونځي دروازې بېرته پرانېستل کېدلې. هغه هیلې یې بیا په غوړېدو وې چې د طالبانو له راتګ سره د ښوونځيو د بندېدو له کبله مړاوې شوې وې. ځينې له ډېرې خوشالۍ د ښوونځي له وخته یو څه وختي تللې وې چې خپلو خورلڼو ټولګیوالو سره وګوري او بیا یوه بله په غېږ کې ونیسي او د خپلو ټولګیو له څوکیو ګرد څنډ وهي.

 

د کابل د سیدنورمحمد شاه مېنې د نجونو لیسې یوې زدکوونکې راته وویل، په تمه وه د ښوونځي‌ زنګ به وکړنګېږي او ټولې به ټولګیو ته ننوځي خو خبره نه وه چې طالبانو خپله ژمنه بدله کړې ده…»

 

یو قلموال په عجیب طنز امیز ډول دې موصوع ته داسې اشاره کړې ده:

 

«له زاڼوکټوری مه غواړه»(متل)

 

چا ته مې ويل:

 

د مکتبونو کيسه څنگه روانه ده؟

 

ويي خندل، ساده يي!

 

مخکې له قدرته يې ولې سوزول، چې اوس يې چالان کړي. بنگ مې له سره والوتل. ما ويي همداخبره ده!!!»

 

یوه بل فرهنکي بیا داسې لیکلې دي:

 

«… مخلوقه

پرون دنجونو پر مخ دمکتبونو دروازي نا څاپه او ناببره نه دي تړل شوي

ددغو تړلو تر شاه هغه عوامل پراته دي چې په پنځولو کې يې موږ ټول شريک يو 

ملتونه چې دخپل تقدير دځنځير کړۍ په خپله کوشير نه کړي بيا يې نو غميزې ورته کوشيروي

که موږ همداسي دسلطان محمود دلټانو په لټۍ کې ليټۍ خورو

خدازده که به په زرو راتلونکو کالونو کې هم دښې ورځي مخ ووينو

 

د نجونو د ښونځیو دروازې تر نامعلوم وخت پورې بندولو په  پلمه د نوي نسل د روزلو د یوې فعالې مریم امرخيل د یوې اوږدې لیکنې په ترڅ کې خپل نظر څرگند کړی دی. د اغلې مریم امرخیلې د لیکنې ځینې برخې دا دي:

 

د یوې ټولنې په پرمختګ کې د نارینه په اندازه ښځه هم د برابرو حقونو مالکه ده لکه څنګه چې د بشر تکامل د ښځې یا نر څخه پرته نیمګړی دی همدغه شان د ټولنې پرمختګ او ژوند د ښخې له تعلیم او ټولنییز حیثیت پرته ناممکن دی.

 

موږ په داسې یوه زمانه کې ژوند کوو چې نور د ښځې او نر بحث کول د پیړیو شاته پاتې او شاربل شوې کلیشه یې خبرو کې راځي.اوس داسې زمانه ده چې  د انسان کاري ځواک او ځرکتیا ته کتل کیږي ننۍ نړۍ کې تعلیم د هر انسان لپاره دومره مهم دی لکه د انسان بدن چې بې اوبو څښلو نه شي پایدلې .تعلیم د اوسني انسان اصل او اساس دی. هغه وګړي چې بې تعلیمه لوییږي په اوسنۍ زمانه کې د هغوی شتون نه یوازې د ټولنې بلکې خپله هغوی ته لوی سرخوزی دی.

 

افغانستان او زموږ په شان غریب هېوادونه چې لسیزو جګړو خوړلي د نړۍ په داسې یو عصر کې چې د ځیرکې ټکنالوژۍ خورا چټګ ګامونو سره زموږ منډې او ځغلیدل هم تر دوی رسیدل خورا ډېره سختي ګالل غواړي. باید دافغانستان په شان یو وروسته پاتې هېواد د خپل مزل یو ساعت هم بې ځایه تیر نه کړي او لا چټک ګامونه واخلي خو له بده مرغه موږ نه یوازې چټګ څه چې عادي تګ هم نه کوو، بلکې د خپل نسل د تعلیم او پرمختګ په لاره کې په خپله خنډونه رامنځ ته کوو. ..

 

د معارف د قانون په نهه دیرشمه ماده کې راغلي چې د زده کوونکو هر ډول جسمي او روحي ځورول(حتی د هغوی د تادیب او اصلاح په منظور) بند دي. د سرغړونکي د قانون د حکمونو مطابق تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي.

 

خو اوس د افغانستان د میلیونونو ښځینه زده کوونکو سره په ملي کچه ذهني ځورونه پیل ده چې خورا بدې پایلې به ولري

 

چې د معارف د قانون له مخې د اسلامي، وطن پالنې، ملي یووالي، د خپلواکۍ د ساتنې او له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع، د ملي ګټو، نوامیسو او د افغانستان اسلامي  نظام ته د وفادارۍ د ورحیې پیاوتیا او د  زده کوونکو اخلاقي، عاطفي، ذهني، بدني روزنې او ټولنیزې روحیې وده او پرمختیا لپاره دغه ډول چاره لویه بې انصافي او جفا ده.

 

ددې پرځای باید د پوهنې ودې او ترقۍ لپاره د هغو د مادي او معنوي همکاريو د جلبولو د زمینې برابرول ته کار شوی وای او لاندې برخو ته پام اوښتی وای یا واړول شي دا به د معارف برخه کې لوی پرمختګ وي…» 

 

ښاغلي ډوکتور بهیج عثماني بیا داسې لیکلي دي:

 

«… دوی (طالبانو) تراوسه پورې په پوچو پلمو د نجونو د زده کړو مخه نیولې او ښځو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې په دولتي ادارو کې کار وکړي. یوازې په هغو ادارو کې یې د کار کولو اجازه ورکړې چې ورته زیات ضرورت لري...»

 

او وروستی خبر دا چې په کابل کې د ښوونځیو د تړلو په خاطر د ښوونځیو یو شمې زدکونکو مظاهرې کړې دي. د تانر په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

 

«لسګونو نجونو په کابل کې د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو په اعتراض کې مظاهره وکړه، دا چې دا او دې ته ورته مظاهرې به کوم ځای ونیسي که نه…»

 

نړیولې ټولنې چې د افغانستان په هره برخه کې پوره رول لوبولای شي هم په بېـړه او جدیت سره د نویو واکدارانو دې کړنې ته غبرگون وښود. دلته به د نړیولې ټولنې د غبرگونونو مهم سرلیکونه راواخلم:

 

بي بي سي پښتو: 

 

«د لوېدیځ خبرداری: له ښوونځیو د نجونو راګرځول د طالبانو د مشروعیت هڅې اغیزمنوي

 

تاند:

 

«د م.م امنيت شورا نن د افغان نجونو ښوونځيو په تړل کیدو بحث کوي

 

بي بي سي پښتو: 

 

«د ملګرو ملتونو امنیت شورا: طالبان دې ټولو نجونو ته د ښوونځيو دروازې پرانيزي

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم خپل نظر کې ویلي چې که طالبان خپله پرېکړه وانخلي تاوان به وکړي. د تاند په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

 

«تاند(پنجشنبه، د حمل ۳ مه) د طالبانو له لوري د نجونو د لېسو د نه پرانیستلو په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، که طالبان په دې برخه کې خپله پرېکړه بېرته وانخلي، له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره هیلې یې زیان ویني.

 

ښاغلي بلینکن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:

 

زده کړې یو بشري حق دی. د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان خلکو ته له ورکړیو ژمنو چې ټول به نن په ټولو کچو ښوونځیو ته تللی شي، د شاتګ لپاره د طالبانو پلمې نه مني.»

 

د بي بي سي په یو رپوټ کې ویل شوي دي چې د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو د بندولو د عمل په مقابل کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو د خپلو کېدونکو خبرو پروگرام ودراوه.

 

د بښنې نړیوال سازمان هم ویلي دي چې افغانو نجونو ته دې باید سملاسي ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

 

په افغانستان کې نوي واداران بابد دې ته پام وکړي چې په افغانستان کې اوږدې جگړې ډېرې ناخوالې زېـږولي او د جگړې په رامنځته کړو ستونزو کې دې خلکو او وطن ډېرې ربړې زغملي دي، پر دوی باندې نوره ناروا او ظلم ونه شي.

 

تعلیم د خلکو او وطن د پرمختگ او هوساینې لپاره ډېر اړین دی، نوی نسل له تعلیم نه پرته ژوند نه شي کولای، نه یوازې دا چې د دوی د تعلیم مخه بید ونه نیول شي او ستونزې ورته پېښې نه کړاي شي، بلکې اړ دي چې هغوی ته د تعلیم او روزنې له پاره له خپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې سره د تعلیم امکانات ورته برابر کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.