د طالبانو داخله وزير، سراج الدين حقاني، خپل مخ ښکاره کړ

657

د افغاني طالبانو د کورنيو چارو وزير، سراج الدين حقاني، د شنبې په ورځ د رسمي مراسمو پر مهال د طالب واکمنۍ راهيسې په لومړي ځل خپل مخ وښود. حقاني د امريکا له خوا لا »نړيوال تروريست« بلل کيږي.

Afghanistan Kabul | Sirajuddin Haqqani, Innenminister der Talibanسراج الدين حقاني لا د »نړيوال ترهګر« په توګه د امريکا متحده آیالاتو د لټون په ليستونو کې قرار لري. هغه د سلګونو تازه تربيه شوو پوليسو په مراسمو کې د کابل د پوليسو په اکاډمۍ کې ګډون وکړ چې دغه مراسم ځايي تلويزيوني چېنلونو په ژوندۍ بڼه خپروله. تر اوسه پورې يې مخ په هغو عکسونو کې چې د طالب چارواکو له خوا په رسمي ناستو کې خپرېدل، پټ ساتل شوی وو. د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزارت د هغه د نيول کېدو په موخه د معلوماتو په بدل کې تر ۱۰ ميليونه امريکايي ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.

په خپله وينا کې حقاني پوليسو ته وويل چې ځان رسنيو ته ښکاره کوي څو اعتبار رامنځ ته شي چې طالبان خپلې ژمنې پوره کوي. اصلي ژمنه يې په خبره د پخواني حکومت امنيتي ځواکونو ته د ګواښ نه پېښول دي. هغه زياته کړه چې طالبان له امريکا متحده آيالاتو سره شوي د دوحې تړون ته ژمن دي. نړۍ د افغانستان له خوا نه ګواښل کيږي او طالبان يې په خبره د هېواد د آزادۍ له پاره مبارزه کوي. د متحده آيالاتو او ټولو نورو هېوادونو نړيوال ځواکونه د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې له شل کلن حضور وروسته د افغانستان څخه وتلي ول. تندلارو اسلام پالو طالبانو په ورته وخت کې خپل قدرت وار په وار پسې وغځاوه او د اګست په ۱۵ يې د پخواني ولسمشر اشرف غني تر فرار وروسته تقريبا بدون له جګړې څخه د افغانستان پلازمېنه ونيوله.

Afghanistan Kabul | Sirajuddin Haqqani, Innenminister der Talibanپه کابل کې د پوليسو د فراغت مراسم

تر اوسه پورې رسنيو ته اجازه نه ورکول کېده چې د حقاني څخه فلم واخلي. نوموړی په عين وخت کې د طالبانو په منځ کې د حقاني شبکې مشر هم دی. دغې رټل شوې ډلې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او ملکي وګړو په وړاندې د تر ټولو مرګونو بريدونو مسئوليت منلی دی. تېره اوونۍ حقاني د کندهار په يوه لويه غونډه کې وويل چې د هغه تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې څه باندې زرو ځانمرګو بريدګرو بريدونه تر سره کړي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.