د قوي روحیې څښتنان څه کوي

743

له رواني اړخه پیاوړي کسان ښه او غوره خویونه لري. هغوی خپل احساسات، افکار او چلند په داسې ډول مدیریت کوي، چې په ژوند کې یې په بریالیتوب تمامیږي. دا ډول کسان هېڅ وخت ګوښه نه کښيني او په دې فکر نه کوي، چې نور خلک د ده پر وړاندې څه ډول چلند او نظر لري. د دې پرځای په ژوند کې د خپل رول مسوولیت پر غاړه اخلي او پوهیږي، چې ژوند تل اسانه او عادلانه نه دی.

یو شمېر کسان په ډیرو وړو ستونزو خپل قدرت او توان له لاسه ور کوي، خو هغوی، چې له رواني اړخه پیاوړي او په ځان مسلط دي، چاته دا وخت او اجازه نه ور کوي، چې کنټرول یې کړي. کنټرول په دوو ډولونو دی. یو دا، چې بل څوک مو په واک کې واخلي او تاسې د هغوی د غوښتنو او هیلو پر اساس فعالیت کوئ.

دویم دا چې یوڅوک ستاسې فکر، ذهن او روحیه په کنټرول کې اخلي. دا تر ډېره په غیر مستقیم شکل وي. یو څوک ستاسې په اړه منفي خبره کوي، ستاسې ټول فکر او ذهن پر همدې مساله بوخت وي. نور هرڅه در نه پاتې وي. که تاسې یوځای مهمه ازموینه ورکوئ او تر ازموینې مخکې مو یوڅوک په فیسبوک او ټویټر کې څه ولیکي، ستاسې ټول فکر او ذهن له همدې مسالې سره مخ کیږي، مقابل اړخ ګټه کوي او تاسې په ازموینه کې کم راځئ، یا ناکامیږئ. ددغسې کنټرول د مخنیوي لپاره خپل فکر او ذهن په خپل واک کې واخلئ او په هرڅه کې ځان او فکر مه مصروفوئ. که په دغسې وړو مسالو کې ښکېل شوئ، دفتري او کورنی دواړه ژونده به پر ځان ترخه کړئ.

په رواني لحاظ قوي کسان د تغییراتو مخنیوی نه کوي. پرځای یې د مثبتو تغییراتو هرکلی کوي او له ځانه انعطاف ښيي. هغوی پوهیږي، چې د تغییر مخه نه نیول کیږي او په ځان باور لري، چې له نویو بدلونونو سره ځان همغږی کولای شي. په داسې څه خپله انرژي له لاسه نه ور کوي، چې پوهیږي، نه یې شي کنټرول کولای. په دې کیسه کې نه وي، چې هرڅوک دې ترې خوشاله وي. هغوی، چې هرځای وي له «نه» ویلو ډډه نه کوي، هڅه کوي عادل او مهربان وي. احمقانه خطر پرغاړه نه اخلي، خو له خطراتو ویره هم نه کوي. هغوی تر سترو تصمیمونو مخکې د هغو پر خطراتو او عواقبو هم فکر کوي.

په تیر وخت پسې اوښکې نه تويوي، نه وايي، چې دا مې که د ځوانۍ وخت وای ما به داسې کړي وای. پلار مې درسونه راباندې ونه ویل، ګني اوس به غټ سړی وای. یا اقتصادي وضعیت مې ښه نه و، ګني پوهنتون مې لوست. دا خبرې هسې د وخت ضایع کول دي.

همدا اوس که اقدام وکړئ، حالت مو بدلولی شئ او که هرڅه په تېر پورې تړئ، هیڅ وخت هم په ځان کې مثبت تغییرات نه شئ راوستلای. له رواني لحاظه پیاوړي کسان تل په اوس زمانه« حال» کې ژوند کوي او له تیر نه یوازې درس اخلي. دوی که تیروتنه وکړي، لس او شل ځله یې نه یادوي، کوښښ کوي، چې پرمخ لاړ شي او د نورو تیروتنو مخه ونیسي.

ځینې کسان د نورو خلکو په پرمختګ غوسه کیږي، رخه کوي او بد پرې لګیږي.

دا د هغو کسانو کار دی، چې رواني تکلیف لري. دوی یو او بل ځای غیبت کوي، په یوه او بل نامه په نورو پسې بد وايي او په دې چاره کې خپل زړه تسکین کوي. پیاوړي کسان برعکس کار کوي. د نورو په پرمختګ خوشاله کیږي او د ځان د پرمختګ لپاره یې نمونه ټاکي. مثبت رقابت کوي او خپلې هڅې دوه چنده کوي.

داسې کسان له یوازیتوبه نه ویریږي او نه یې هم یوازیتوب روحیه ماتولای شي. دوی دې ته نه ګوري، چې خلک څه وايي، خلک یې څومره کار ته ارزښت ور کوي، دوی خپل کار کوي او پوهیږي، چې خلک یې په پنځو ورځو کې د کار ارزښت نه شي درک کولای. دوی بالاخره خپل هدف ته رسیږي او داسې وخت هم را رسیږي، چې خلکو یې د کار ارزښت درک کړی وي او د ورځې په حساب یې نه وي حساب کړی. دوی کله هم دې ته منتظر نه وي، چې نور خلک څه ور کړي، دوی خپله هڅه کوي او پخپله ځان رسوي. دوی داسې هم نه دي، چې په پنځو ورځو کې دې خپل هدف ته ورسیږي. دوی د خپل کار د نتیجې لپاره کلونه انتظار کوي او کله هم د ژوند په وروستیو پوړۍ کې شاوخوا ۳۰ او ۴۰ کاله وروسته هدف ته رسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.