فکر او تغییر

تاج محمد بهار

679

مرګ او ژوند هر څه د قسمت کارونه دي. دا هغه جمله ده، چې زړه ته د دروغو ډاډ ورکوي. ځکه چې هغه څه چې مونږه لرو او کوو یې هغه زمونږه تصمیمونه او نتیجې دي، نه د قسمت.

نن ورځ دغه خبرې زمونږ په هیواد کې او بلخصوص د پښتنو په ټولنو کې خورا زیاتې دي، چې نتیجه یې هم مونږه وینو چې له ساینس څخه څومره وروسته پاتې یو. نو راځئ چې په دغه برخه باندې کار وکړو او خلک له اسطورو څخه واقیعت ته راوباسو.

په دې برخه کې زیات رول لیکوالان، شاعران، ادیبان، فرهنګیان، سیاسیون… لوبولی شي. خو بد بختانه چې نه مو دغو اشخاصو ته داسې زمینه مساعده شوې چې تشویق شي او نه دغو اشخاصو هغومره رول ادا کړی دی، چې باید کړی یې و.

له یوه ملګري سره مې د افغانستان په حالاتو زیات بحث وکړ، خو لکه د نورو افغانانو بې نتیجې و. خو یو څه مې زده کړل، چې د دغو بدبختیو لامل زمونږه بې سوادي او د بې سوادۍ لامل زمونږه مسلط ظالم فرهنګ دی؛ هغه فرهنګ چې زمونږه پرمختګ یې له ستوني نیولی دی؛
هغه فرهنګ چې مونږ ته د شپې په تاریکۍ کې د سکون ناکامې هڅې کوي، خو حقیقي نړۍ راباندې نه ويني. نو راځئ چې سترګې وغړوو او وګورو چې واقیعت څه شی دي. زه مطمن یم چې واقیعت هغه څه دي، چې پښتني ټولنه تقریباً پرې نه پوهېږي.

مونږه اوس هم د ډاکتر پر ځای کوډګر ته ورځو چې مات شوی لاس مو راجوړ کړي. مونږ اوس هم په جنګ کې د ځان ژغورلو لپاره تېښته بده ګڼو. مونږه اوس هم ښځه د خپل شرم په حیث بولو، نوم یې په ټولنه کې نشو اخیستلی. مونږ اوس هم په اسلام کې سیاست او نور علوم کفر ګڼو، مونږه اوس هم د نفس غوښتنه شر ګڼو، مونږه اوس هم د پلار خبرې او کړنې د کاڼي کرښې ګڼو او…

داسې په سلهاوو لاملونه نور شته چې افغاني او په تېره پښتني ټولنې ته ولاړ دیوال ګرځېدلي دي. په پرمختللو ټولنو کې د افغاني ټولنې برعکس دغه تعریفونه شېبه په شېبه له وخت سره بدلېږي. مونږه چې وروسته پاتې یو، نو لوی لامل یې همدا د ارزښتونو غلط تعریف دی. نو که ټولنه پرمختګ غواړي نو تعریفونه دې ورسره هم مهالي برابر کړي. دا کار په هغو ټولنو کې اسانه دی، چې تغیر منونکي فکرونه ولري.

دا طبیعي خبره ده، چې فکر له تغیر سره مقاومت ښيي، خو دومره دې هم د فکر دیوالونه قوي نه وي، چې د منطق سوکونه یې مات نکړي.
له یوه ملګري څخه مې پوښتنه وکړه، چې که یو کافر درته دا په اثبات ورسوي، چې له اسلام څخه کوم بل دین غوره دی، نو اسلام به پرېږدې او هغه بل غوره دین به قبول کړې، نو توبه یې وباسله او ویې ویل چې هیڅکله به هم له اسلام څخه وانه وړم. نو زمونږه ټولنه دغسې جامد فکرونو وروسته پرېښي ده.

نو دغه فکرونو باندې کار پکار دی، چې په دې وروستیو کې څه نا څه پرې شوی هم دی، خو لا ډېر څه پاتې دي. د دغه کار لپاره باید د ماشومانو په ذهنونو کار وشي، چې د معارف د نظام مربوط کېږي. موجوده معارف نظام ډېر کار ته اړتیا لري. هغه کتابونه چې د ابتدایه ښوونځي مربوط کېږي هغه د ماشومانو ذهن ته په خطاب کې نه دي لیکل شوي. هغه ذهن چې لا یې ټولنه سمه نه وي لیدلي، د سولې او جنګ په خبرو به یې څه ذهن کار وکړي.

د ماشومانو کتابونه باید رنګه وي، عکسونه زیات ولري او د متن سایز یې تقریباِ غټ وي. په ماشومانو باندې توجع ځکه زیاته پکار ده، چې زاړه خو هسې هم په تلو دي، ځوانان بېښي زیات کار ته اړتیا لري چې فکرونه یې تغیر شي، خو ماشومان د ټولنې راتلونکی وي او ذهنونه یې لکه سپينه تخته چې هر څه وغواړې په اسانه یې پرې لیکلی شې.

زمونږ په ټولنه کې ماشومانو ته چندان پام نه کېږي او زاړه چې تقریباً د هیواد په غیر فعالو کسانو کې حسابېږي، زیاته توجع ورته کېږي. په مجلس کې ماشوم اجازه نلري چې خبرې وکړي، حتی د کېناستو حق نلري.

نو په اخره کې یو ځل بیا یادونه کوم، چې پرمختللې ټولنه تغیر منونکي ذهنونه لري. تغیر منونکي ذهنونه هغه وخت منځته راځي چې په منفي ارزښتونو انتقاد وشي او مثبت یې وستایل شي؛ چې واقیعت دا کار جرات غواړي. په کومه ټولنه کې چې انتقاد نه وي، هلته د پرمختک څرکونه هم نه لیدل کېږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.