د ایران له لارې ترکیې ته په قاچاقي

1,037
د ایران له لارې ترکیې ته په زرګونه ځوانان په قاچاقي ډول تګ
درنو هیوادوالو او خوږو ملګرو!!
په وروستیو کې د ایران له لارې ترکیې ته په زرګونه ځوانان په قاچاقي شکل د تللو تکل کوي، خو تاسو باور وکړئ چې ترکیې ته تلل په سلو کې پنځه فیصده هم امکان نلري.
څو ملګرې مو را ډیپورټ شویدي، قسم چې قیصې یې وکړې په ژړا به شې چې په افغانانو څومره ظلمونه روان دي!!! یو ملګري مې ویل چې له ایران مرز څخه ترکیې ته اوښتلو چې یو ملګری مو ورک شو، قاچاقبر ته مو وویل چې ملګری پاتې شو ، دوه ډانګې یې ووهلم ویل یې پیش برو بان که مرده شود، بس خدای ج مهربانه شو بیرته راپیدا شو،
بل ملګري قیصه کوله چې لس ګیمونه مې ووهل خو هیڅ د اوښتلو لاره نه وه، په اتم ګیم کې د ترکیې پولیسو ونیولو او د پښې دوه نوکان یې راڅخه وویستل!
نو خوږو هیوادوالو ! خپل وطن کې خیر دی د ولږې هدیرې نشته همدلته پاتې شئ، دا لارې بیخي د خپلو ورونو او بچیانو لپاره مه انتخابوئ،.!
دا سختې تنګې ځوانان په لارو تیرولای نشي. قاچاقبر داسې وضعیت درسره کوي لکه اسیر چې یې نیولی یې !! کله چې د ګیم څخه بیرته راوګرځې او کومې خوابګاه ته راشې نو قاجاقبران درته ډانګي ونیسي چې ولې په غرونو لاړې نه !!!؟ تاسو بیغرته یاست مزل کولای نشئ، هره دوهمه خبره یې کنزل او لغته او په ډانګي وهل دي.
نو احتیاط پکار دی او هیله ده چې د خپلو بچیانو او ورونو لپاره دا لارې انتخاب نکړئ.
درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.