د مور څخه مې پوښتنه وکړه ما ویل: مورجانې د څو کلونو ئې؟
ويل یې نه يم خبره.
ما ویل: مورجانې دا ښځې خپل عمر ولی پټوي؟
ويل یې: ځويه د ښځو عمر چيرته وي؟
لومړي د پلار په کور د وروڼو، پلار او اکاګانو خدمتونه، بيا د ميړه په کور د ميړه، لېورونو، سخر- خواښې، او زامنو خدمتونه، نو دغه حساب کتاب ته اوزګارې نه وي او نه دا عمر شميرلی شي.
ما ویل: مورجانې ستا په خوراک کې څه خوښ دي؟ چې نن یې پاخه کړو
سترګې ئی د اوښکو ډکې شوې ویل یې په لومړي وار مې پام شو چې زما هم څه خوښ دي. د پلار په کور د وروڼو او پلار د خوښې پخلی کېدلو، د ميړه په کور د ميړه او زامنو د خوښې پخلی کېدلو نو ماته نه ده مالومه چې زما څه خوښ دي؟
وايي نن د ښځو نړيواله ورځ ده
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.