اورانوس URANUS

جمال خان

838

 زمونږ د شمسې نظام اوومه 7 سياره: 

اورانوس سياره په يوناني ژبه کښې د آسمان خداى او پارسي ژبه کښې آهوره مانا ورکوي. اورانوس Uranus لمر ته اوومه نږدې سياره او د لويوالي له لحاظه دريمه او د جرم له لحاظه څلورمه سياره په شمسې نظام کښې شمېرل کېږي. اورانوس Uranus هر 84 کاله او 7 ورځې د لمر شاوخوا خپل مدار تکميلوي. همداشان هر 10h ساعته او 48min دقيقې پر خپل مدار څرخېږي.

اورانوس 5 طبيعي سپوږمکۍ لري چې نومونه يې ميرانډا, آريل, آمبريل, ټيټانيا او ابرون څخه عبارت دي …

دا سياره د (ويليام هرشل) لخوا په کال 1781م کښې کشف شوه.

اورانوس د شمسې نظام يو له اته سياراتو څخه شمېرل کېږي. اورانوس د فاصلې او اوږد واټن له لحاظه د لمر څخه بعد له زحل Saturn څخه واقع ده چې متوسطه فاصله يې د لمر څخه 2,869,600,000km کيلومتره او زمونږ د ځمکي څخه 63 ځلي لويوالى لري. اصلاً په حقيقت کښې اورانوس د 27 طبيعي سپوږمکيو درلودونکي ده چې د هغو له جملې څخه 5 سپوږمکۍ يې منظم شکل لري او اورانوس ته په نږدې مدار کښې قرار لري. اورانوس سياره په آسمان کښې د شپې لخوا نشو کولاى چې ويې وينو علت دا چې د لمر څخه ډيره لرې فاصله کښې قرار لري. په همدې دليل ددې سيارې عربي او فارسي نوم وجود نلري ځکه چې هغه زمانه کښې مونږ ټليسکوپونه نه درلودل. ددې سيارې د وضعي حرکت محور کاملا ًد مدار د حرکت سره منطبق دى. د ناسا NASA اکتشافي سفرونه نوموړي سيارې ته 10 ځله ترسره شوي چې ترټولو مشخص سفر د ويجر2 په نامه يادېږي چې په کال 1986م کښې ترسره شوي وه.

لنډ_معلومات:

کاشف ………………..( ويليام هرشل )

د کشف تاريخ …………….( 1781م )

نيم لوى قطر ……………………( 2,876,679,082 کيلومتر )

د مرکز څخه خروج ………..( 586 405 0,044 )

د انومالي متوسطه درجه ………..(955, 142 °717)

د انحراف زاويه …………..(772 ,0 °556 دايره البروج)

اوج …………….( 3,004,419,704 کيلومتر )

اوج …………….( 26 305 20,83 AU )

حضيض …………….( 2,748,938,461 کيلومتر )

حضيض …………….( 518 18,375 AU 63 )

د مدار تناوب ……………( 30,799,095 days ورځ )

د مدار تناوب ………………( 326 84,323 year کال )

د مدار منځنۍ سرعت …………( 6,81 km/sec )

سپوږمکۍ ……………( 27 )

فزيکي_ځانګړتياوي: 

استوايې شعاع ……………..( 25,559 ± 4 کيلومتر )

قطبي شعاع ………………..( 24,973 ± 20 کيلومتر )

د سطحي مساحت ……….( KM2 9 ×10×6 )

حجم ……………( 10×6,833 په توان 13 کيلومتر مکعب )

وزن ……………( 8,6810×0,00013 په توان 25 کيلوګرام )

د غلظت درجه ……….( 1,27 gr/cm3 )

د سطحي جاذبه ………….( 8,29 m/sec2 )

د تېښتي سرعت ………….( 21,3 km/sec )

د څرخېدو تناوب ………….( 0,718 /33 days ورځ )

استوايې څرخېدو سرعت …..( 2,59 km/sec او 9,320 km/h )

محوري انحراف ………..( °97,77 )

د سطحي تودوخه حداقل …………( 49k کالوين )

د سطحي تودوخه متوسطه درجه ………..( 53k کالوين )

د سطحي تودوخه حداکثر ………….( 57k کالوين )

ظاهري قدر ………….( 5,9 / 5,32 )

زاويوي قطر …………….( 3,3 – 4,1 )

د اورانوس کشف:

دا سياره مخکي د کشف نه د ستوري پېژندني په کاتالوګ کښې د يو ستوري په حيث په کال 1690م کښې ثبت شوي وه. فرانسوي ستورپوهانو لکه: پير ليمون نوموړي سياره په کال 1750م او 1769م کښې دولس ځلي د دوربين پواسطه مطالعه کړه …

خو د ويليام هرشل لخوا په کال 1781م د بث په ښار کښې په لمړي ځل داسي ګمان کيدل چې اورانوس يو لکۍ لرونکى ستورى دى. خو په حقيقت کښې يوه سياره وه.

هرشل داسي ګمان کول چې ګويا اورانوس يو لکۍ لرونکى ستورى او کيداى شي چې يو سحابي وي. او دې نتيجې ته رسيدلي وٶ چې اورانوس يو لکۍ لرونکى ستورى دى ځکه خپل ځاى ته تغير ورکوي. هرشل هرڅومره چې پدې عقيده وٶ خو کلونه بعد اخر پوه شو چې اورانوس يوه سياره ده.

او بلاخره د هرشل ويليام لخوا په کال 1781م کښې اورانوس کشف او نوم اېښودنه ورته ورکړل شوه.

د اورانوس مدار او څرخیدل:

د اورانوس فاصله د لمر څخه 3 ميليارد کيلومتره چې 20 نجومي واحد سره برابره ده قرار لري. د اورانوس په مدار کښې ډيري بې نظمۍ موجودي دي. علت دا چې د محور په څرخېدو کښې افقي درجه له °90 نه تر °98 درجو پوري رسېږي. د اورانوس فاصله ځمکي ته 27,200 ميليون کيلومتره محاسبه شوي. د اورانوس د مرکز څخه د خروج درجه 0,0742 ښودل شوي چې دايرې ته نږدې ده. پدې علت چې دا سياره °98 درجې انحراف لري يو پر څلورم حرکت يې د لمر شاوخوا يو د قطبينو څخه د ځمکي طرف ته قرار لري. او يو پر څلورم بعد استوا يې مخالف قطب قرار لري. د لمر وړانګي په اورانوس کښې 1/400 ښودل شوي. او حرکت يې د لمر شاوخوا 84,01 کاله وخت نيسې ترڅو يوه کامله دوره د لمر شاوخوا تکميل کړي.

د لمړي ځل دپاره د مدار عناصر يې په کال 1783م کښې د سيمون لاپلاس لخوا محاسبه شول. د اورانوس د مدار بې نظمي د جان کوچ آډامز لخوا په کال 1841م کښې محاسبه شول. وروسته بيا په کال 1845م کښې اوربين ورير په مستقله توګه د اورانوس مدار مطالعه کړ. چې بعداً د ډسامبر په 23 کال 1846م کښې يوهان ګوټفيلډ ګاله يوه سياره د اورانوس خواته کشف کړه چې نپټون يې ونوموله.

تنها زهره د محور کوږوالى نسبت اورانوس ته °177 درجې لري. خو علت يې د انحراف داسي هم کيداى شي چې د يو جسم اندازه برابر د ځمکي سره ممکن دا چې ټکر يې کړى وي داسي هم ګمان کېږي چې د نوموړي سياره سره لکۍ لرونکو ستورو او شهاب سنګونو ټکر او تصادف کړى وي نو ځکه انحراف پکې رامنځته شوي.

د 1995م کال نه تر 2006م پوري د اورانوس ظاهري قدر د + 5,6 تر + 5,9 پوري تغير کړى. چې همداشان د اورانوس د زاويې درجه د 3,4 تر 3,7 قوسې ثانيو هم تغير کړى.

د اورانوس داخلي جوړښت:

اورانوس حجم نسبت ځمکي ته 0,0013 ± 8,6810 Kg کيلوګرام او 1025×14,536 محاسبه شوى. او د غلظت درجه يې تقريباً 1,25 ښودل شوي. چې په نتيجه کښې احتمال دا چې د يو ضخيم اتمسفير درلودونکي سياره وي چې مايعاتو او د جامدي هستې څخه تشکيل شوي. د تېښتي سرعت يې نسبت ځمکي ته 90 فيصده تخمين شوي. د مايعاتو درجه په اورانوس کښې 230 درجه سانتي ګراد او هسته يې 7000 درجه سانتي ګراد ښودل شوي. چې دا سياره نسبت نورو ګازي سياراتو ته لکه: مشتري, زحل, نپټون د داخلي ګرمښت نه درلودونکي سياره ده.

اتمسفیر:

د اورانوس په اتمسفير کښې هايدروجن د H2 په شکل چې 12 فيصده هيليوم او 2 فيصده ميتان وجود لري. خو له هغه ځايه چې ميتان په شدت سره سور رنګه نور ځانته جذبوي دا سياره په شين رنګ ښکارېږي. چې علت ددې سيارې د ګرمښت درجه 58 K درجې کالوين ښودل شوي. په تصويرونو کښې داسي هم معلومېږي چې آمونياکي ورېځي چې لويوالى يې 2 تر 4 کيلومترو پوري رسېږي د اورانوس د اتمسفير لاندي چې په ټيټه ارتفاع کښې قرار لري او دا ورېځي د استوا پر خط د 15H ساعتونو په جريان کښې د سيارې شاوخوا ګرځي. داسي هم ګمان کېږي چې دا سياره د يو قوي يونيسفير درلودونکي وي.

د اورانوس په لوړو ارتفاعاتو کښې د حرارت درجه 64K کالوين ته رسېږي. او په لوړو ارتفاعاتو کښې هغه بادونه په جريان کښې دې چې سرعت يې 300 تر 400 کيلومترو پوري رسېږي. البته طوفانونه هم پکښې شتون لري چې د داغ په شکل ليدل کېږي.

د اورانوس مقناطیسي میدان:

د اورانوس مقناطيسي ميدان °55 يا °58,5 درجې نسبت محور ته انحراف لري. او دا هغه مقدار دي چې نورو سياراتو کښې وجود نلري. داسي هم وړاندوينه شوي چې د اورانوس مقناطيسي ميدان نسبت د سيارې د مرکز حدوداً 8,000 کيلومتره فاصله لري. د ويجر 2 فضايي بېړۍ دا په اثبات ورسوله چې د اورانوس شاوخوا يو قوي مقناطيسي ميدان شتون لري چې شدت يې د زحل د مقناطيسي ميدان څخه 1/10 ښودل شوي. په دي ترتيب سره د اورانوس د مقناطيسي ميدان قدرت نسبت ځمکي ته په متوسطه توګه 50 ځلي قوي دى.

د اورانوس کړۍ: 

اورانوس د يو تعداد کړيو درلودونکي سياره ده چې نسبت زحل ته ساده کړۍ لري او د مشتري او نپټون پر نسبت کړۍ يې ډير مغلق او پېچلى شکل لري.

د اورانوس کړۍ په کال 1977م کښې د جيمز ال اليوټ, ايډوارډ ډبليو, ډانهام, او اګلاس جې مينک لخوا کشف شول. بعداً د ويليام هرشل لخوا وويل شول چې د اورانوس کړۍ ليدل شوي خو اوسني سائنسپوهان شک لري چې د اورانوس کړۍ ډيري نازکي او کم نوره ښکاري او ليدل يې لږ ستونزمن کار دئ.

په کال 1986م کښې د ويجر 2 فضايي سپوږمکۍ دوه تازه کړۍ کشف کړي چې وروسته بيا په کال 2003 او 2005 کښې د هابل فضايي ټليسکوپ پواسطه دوه نورې خارجي کړۍ هم کشف شوي.

په کال 2008م کښې د اورانوس د کړيو په اړه معلومات بشپړ شول او دا ثابته شوه چې اورانوس 13 کړۍ لري او په ترتيب سره په لاندي شکل نومول شوي: 1986U2R/ζ, 6, 5, 4, α, β, η, γ, δ, λ, ε, ν, μ

شعاع يې تقريباً 38,000 کيلومتره او د 1986U2R/ζ کړۍ نه تر 98,000 کيلومترو پورې د μ د کړۍ سره تفاوت لري.

ددغو کړيو په منځ کښې کيداى شي چې د ګرد او غبار ذرات هم شامل وي. د اورانوس کړۍ ډيرې نازکي او د ليدلو وړ ندي داسي هم ګمان کېږي چې دا کړۍ احتمالاً چې د يخ د ټوټو څخه تشکيل شوي وي.

د اورانوس کړۍ يا حلقې بېضوي شکله دي. چې احتمالاً د سپومکيو د جاذبې قوې پواسطه يې شکل نيولي وي. ددغو کړيو مواد هم احتمالاً چې د سپوږمکيو د موادو څخه تشکيل شوي وي. د مثال په ډول د اورانوس سپوومکۍ چې ماب Mab نومېږي د R/2003 U1 کړۍ سره نږدې مدار لري چې ممکن دا چې د شهاب سنګونو يا آسماني ډبرو د تصادف په نتيجه کښې د يخ د ټوټو انتقال سبب شوي وي او کړۍ يې منځته راوړي وي …

د کړيو ترمنځ فاصله د 62,000 تر 76,000 کيلومترو په شاوخوا کښې رسېږي. چې يو بل ته نږدې فاصله کښې قرار لري او ممکن دا چې سره يوځاى شي او نوي کړۍ منځته راوړي.

د اورانوس په کړيو کښې د زحل او مشتري د کړيو خلاف غبار او ذرات په خورا شکل پيدا کېږي. مثلاً د راديويې محاسباتو له مخي د اورانوس په يوه کړۍ کښې چې اپسيلون نومېږي دا کشف شوه چې د يخ کوچنۍ او لويې ټوټې د يو کرکټ بال يا توپ په اندازه ذرات او د يخ ټوټې شتون لري. په همدې دليل چې د اورانوس 83 فيصده اتمسفير د هايدروجن څخه تشکيل شوي نو همداسي ښکاري چې ددغو ذراتو ګازات او غبارونه د کړيو څخه اخيستل شوي. سائنسپوهان باور لري چې دغه کړۍ د اورانوس څخه ځوان عمر لري او د لږ عمر هم درلودونکي دي. دا ځکه چې د وخت په تيريدو سره د يو بل سره ټکر او تصادف کوي او په نتيجه کښې په وړو او کوچنيو ذراتو تبديلېږي. د اورانوس اتمسفير همدا ذرات خپل ځانته جذبوي او په مرور د زمان سره کړۍ له منځه ځي.

د اورانوس 5 لويې کړۍ او د اورانوس 20 کوچنۍ سپوږمکۍ د شکسپير د داستانونو او د مشهورو شخصيتونو په نامه نومول شوي.

د اورانوس کړۍ د مارچ په 10مه کال 1977م کښې د جيمز اليوټ لخوا کشف شوي. پداسي دليل چې د اورانوس شاته د يو ستورى ځلېدل پواسطه کولاى شو چې د اورانوس کړۍ د فضايي ټليسکوپ پواسطه ووينو خو لږ څه ستونزمن کار دئ.

په ابتدا کښې ساينسپوهانو د اورانوس د کړيو شميره 5 عدد ښودلى وه چې بيا د 5 څخه 9 عددو ته پورته شوه او وروسته چې د ويجر 2 فضايي سپوږمکۍ د اورانوس طرف ته واستول شوه نو د کړيو شمېر يې د 11 څخه اضافه شوه چې ددغو حلقاتو نومونه لاندي عبارت دي:

اپسيلون, 1986U1R, ډلټا, ګاما, اتا, بيټا, آلفا, 4. 5,. 6 او 1986U2R…

د اپسيلون د کړۍ پراخوالى د 100 کيلومترو شاوخوا ته رسېږي. او ګرد او غبار ذرات يې د 13 نه تر 13,6 سانتي مترو پوري رسېږي. خو د نورو کړيو پراخوالى د 10 کيلومترو څخه تجاوز نکوي او د اپسيلون د ذراتو څخه ډيري کوچنۍ دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.