هېپټايټس بي او هېپټايټس سي

امان شمس

906

هېپټايټس بي او هېپټايټس سي (لومړۍ برخه):

د ځېګر يا ينې پاړسوب د مختلفو عواملو پواسطه منځ ته را تلای شي. يو لدغو عواملو څخه وايرسونه دي. که څه هم ډيری وايرسونه کولای شي د ينې پاړسوب منځ ته راوړي خو تر ټولو مهم يې هېپټايټس بي او هېپټاټس سي دي، ځکه دغه دوه وايرسونه زموږ او ستاسو د بدن له دفاعي نظام سره د اوږدې جګړې وس او توان لري. د دې جګړې په دوران کې لومړی ينه پړسوي او بيا يې خرابوي (د ينې سېروزيس منځ ته راوړي).

⬅️ هېپټايټس بي: هر هغه وخت چې لويان ورباندې اخته شي پس له دريو مېاشتو ناروغ ته زيړی پيدا کيږي. دغه زيړی يو څو اونۍ دوام کوي او بيا پخپله بې له کومي درملنې ښه کيږي. د ډيری خلګو د بدن دفاعي سيسټم وايرس له منځه وړي او رغيږي خو ځني نورو خلګو وجود وايرس له منځه نشي وړلای بلکه يو څه يې کنترولوي. پدغو خلګو کې کېدی شي د ځېنو ينه کرار کرار په مرور د څو کلونو حتا لسېزو خرابه کړي. کله چې ينه ډيره خرابه شي نو نه يوازي ناروغ ته يو ځل بيا زيړی پېداکيږي بلکه دې ځل ناروغ وزن له لاسه ورکوي، کمزوری کيږي او کېدی شي په نس کې يې اوبه راټولې شي. دغه د ناروغې اخېري حد ده.

⬅️ هېپټاټيس سي: پدې وايرس له اخته کېدو سره يو ځای عموماً په ناروغانو کې زيړي منځ ته نه راځي. بلکه کرار کرار د ناروغ ينه خرابه وي او کلونه يا لسېزي وروسته ينه خپل نهايې حالت ته رسيږي. څه وخت چې ينه خرابه شي نو بيا ناروغ ته زيړی پيدا کيږي، وزن له لاسه ورکوي، کمزوری کيږي او کېدی شي په نس کې يې اوبه راټولې شي. دغه د ناروغۍ اخېري حد ده.

واکسين:

– هېپټايټس بي واکسين لري ✅

– هېپټايټس سي واکسين نلري ❌

درملنه:

– د هېپټاټيس بي د درملنې موخه عموماً د وايرس کنترولول دي او خاصو ناروغانو ته د ډير وخت لپاره ورکول کيږي (د دې په اړه به وروسته وضاحت ور کړم).

– د هېپټاټيس سي د درملنې موخه د وايرس په مکمل ډول له منځه وړل دي. د هېپټايټس سي درمل خاصو ناروغانو ته نه بلکه ټولو ناروغانو ته ورکول کيږي البته چې د درملنې وس و لري. درملنه يې د ګوليو پواسطه کيږي او نېږدې ۱۲ اونۍ وخت نېسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.