د اټومي یا هستوي جګړې پر مهال او وروسته څه پېښېږي؟

حمید فراز

855
د اټومي یا هستوي جګړې پر مهال او وروسته څه پېښېږي؟
اټومي جګړه نړۍ او بشریت ته څه او څومره زیان رسولی سي؟
اکثره نړیوال مبصرین دا احتمال ناشونی نه ګڼي چي ښايي د اوکراین او روسیې تر منځ جګړه د ناټو او روسیې تر منځ په پوځي ټکر او بالآخره په اټومي جنګ بدله سي.
که فرضاً دغسي جګړه کېږي، نو په جګړه کي پر ښکېلو خواوو او نړۍ و نړۍوالو به یې اثرات څه وي!؟
د آمریکا د کولراډو پوهنتون د فضاپوهني او سمندرپوهني د ځانګي استاد “پروفیسر برایان ټون” او د ده نورو مسلکي ملګرو له ۴۰ کلونو راهیسي په دې اړه پراخ تحقیقات کړي دي. د ده په وینا دا چي اوسني اټومي بمونه پر جاپان د آمریکا له لوري د اچول سوو بمونو په پرتله آن دوه یا درې زره ځله قوي دي، نو یوه نړیواله اټومي جګړه به د نړۍ او بشریت لپاره ډېره تباه‌کوونکې وي. (په نړۍ کي دغه اوس لږ تر لږه ۱۴ زره اټومي بمونه کارولو ته آماده پراته دي!)
د ده په وینا اټومي بمونه په څلورو پړاوونو کي خلک وژني. لومړی -د بمونو اندازې ته په پام- پر لوېدلو ځایونو چارچاپېره کیلومترونه ساحه د یو ډېر زیات تود اور خوراک ګرځي، چي په مرکز کي یې موجود انسانان، ودانۍ، ډبري او هر څه د زیاتي تودوخي له وجي آن په بخار بدلېږي. وروسته د بمونو د فشار موج دی، چي په کیلومترونو شاوخوا خپرېږي او موجودي کانکرېټي ودانۍ ټولي یا له منځه وړي یا یې د تباهۍ تر حده زیانمنوي. علاوه پر دې دا موج دومره تود وي چي که هر ډول سوځېدونکی شی لکه لرګي، ټوکران، ربړ، پلاسټیک او د انسانانو پوست ورته مخامخ وي، نو سمدستي اور وراچوي. (په دې توګه په چارچاپېره کیلومترونو ساحه کي کوچني او لوی اورونه بلېږي.)
تر دې وروسته په هغو سیمو یا ښارونو کي، چي اټومي بمونه لوېدلي وي، له دود سره یو ځای راډیواکټیف ذرات په فضا کي خپرېږي او وروسته ځمکي ته رالوېږي. د اټومي بمونو تر چاودلو وروسته فقط له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو وخت وي چي باید پاتي ژوندي انسانان خوندي ودانیو ته ځانونه ورسوي تر څو په هوا کي د دغو موجودو ذراتو له رالوېدو څخه ځانونه وژغوري. له دغو ذراتو څخه تر ټولو ښه سمدستي ساتنه یوازي دا ده چي انسانان تاکاویو(زېرخانو) او سرپټو ځایونو ته پناه سي او هلته لږ تر لږه تر ۴۸ ساعتونو پوري پاتي سي.
تر راوتلو وروسته هم باید سخت احتیاط وکړل سي، ځکه په ځمکه کي به هر څه په همدغو ذراتو ککړ وي. دا چي په دغسي ناورین کي د اکثره خلکو لپاره دومره احتیاط اصلاً ممکن ندی، نو په څو اوونیو کي به له پنځوس تر ۹۰ فیصده انسانان د همدې راډیو اکټیف ذراتو له امله مړه سي.
د اټومي جګړې وروستی مرګونی پړاو دا دی چي له یوې خوا به پخپله د مستقیمو اټومي چاودنو او له بلي خوا د رامنځته‌سوو اورونو په پایله کي به سوونه میلیونه ټنه دود د ځمکي د فضا سټراټوسفېر برخي ته -له ۲۵ تر ۷۰ کیلومتره لوړ- پورته سي او فقط په دوو اونیو کي به ټوله نړۍ وپوښي. دا چي دومره لوړ هېڅ باران نکېږي، نو دا دود به هلته کلونه-کلونه پاتي سي. په نتیجه کي به یې اټومي یا هستوي ژمی رامنځته سي، چي د هوا درجه به د یخي د زمانې په شان کښته بوزي. د دې په پایله کي به د اوږده وخت لپاره په ځمکه کي کرکیله هم ناممکنه سي.
“آیرا هیلفنډ” چي د اټومي جګړې د نړیوالي کمېټې غړې او نوبل جایزه یې هم وړې ده، وايي چي یوازي به د پاکستان او هندوستان تر منځ د محدودي اټومي جګړې په پایله کي تر دوه زره میلیونه خلک لومړی له یخنۍ او بیا له لوږي مړه سي. او که جګړه د ناټو او روسیې تر منځ وي، نو دا شمېر له ۵ تر ۷ بیلونه پوري رسېدای سي. (یعني د نړۍ ۹۰ فیصده نفوس!)
پورتنیو معلوماتو ته په کتلو به د ناټو او روسیې تر منځ د اټومي جګړې په پایله کي دوی دواړه طرفونه له شک پرته تباه سي، خو دا به د ځنګل یو داسي اور وي چي وچ او لانده دواړه به وسوځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.