نړۍ په مینه، ساه اخلي

عبدالسمیع وحدت

356

ماشوم وم، ښه مې یاد دي، لمر په غره زنه کېښوده او زه یې د پټېدو او پناه کېدو نندارې ته ولاړ وم.

 شېبه وروسته د لمر روښنایي څادر ټول کړ، او د اسمان په تندي رڼه ستوري وځلیده.

 ګوتې مې موټ کړې، یوه ګوته مې د ستورو لوري ته ونېوه:

« یو، دری، پینجه، چلور، دوولس…»

مور مې په غېږ کې ونيوم:

_ تر شمېر ډېر دي!

سهار سو؛ لمرتر کړکۍ را ولوېد، په ناستو ور وښووېدم، سترګې مې پکې ښخې کړې، مور مې را منډه کړه، سترګو ته مې لاس ونيو:

_ سترګي به دي یوسي، لمر ډېر تېز دی!

ماسپښین وریځو لمر پټ کړ، په اسمان کې د تالندې ږغ شو، زه د چوترې بېخ ته ناست وم، له خټو مې ناوې او کورونه جوړول، مور مې په ستړې ساه د غواوو له جارګي راغله:

 _  درځه؛ باران را روان دی!

شېبه وروسته، ځمکه، مخامخ غرونه په ږلۍ او د یخ په ټوټو تک سپین شوو، د غره په خوړونو کې دومره اوبه راغلې، چې موږ یې ان د کور پرېښودو ته اړ کړو، مور مې پلو په اوږه سم کړ:

_ هله؛  تورې اوبه دي، هسې نه چې را نه چاپېره سي!

په ستړې ساه مو د کور تر شا غره ته ځان ورساوو، د غره څوکه لا هغسې سپینه وه، د کليوالو های و هوی په ټول غره کې ازانګې کولې؛ غر غلی و، ټولو ته یې په لویه غېږه کې پناه ورکړې وه، زه یې عظمت او جلال ته سوچونو وړی وم:

دا غر څومره لوړ دی، نه را ړنګېږي او نه څوک ور رسېږي؟

غر ولې له ځایه نه ښوري؟

غر څومره سخي دی، په اوړي د کلي پسونه مړوي او په ژمي مو کورونه تودوي.

مور مې چوپتیا ماتې کړه:

_ غر لوړ دی؛ دومره لوړ چې کلیوال مو په اسانۍ ور ختلی نه سي.

د مور په غېږ کې ور ولوېدم:

_ مور! دا نړۍ، ږلۍ، ستوري، وریځې، غرونه، بادونه او دا ځلېدونکی تود لمر څوک چلوي؟

په سر یې لاس را کېښود:

_ پاک څښتن.

سترګې مې شاوخوا وغړولې، نړۍ راته ډېره لویه ښکاره سوه:

_ که هغه نه وای، بیا؟

ښه شېبه غلې وه، سترګې یې له اوښکو را ډکې سوې، مخ یې له ما بل پلو واړاوو، اوښکې یې په پلو وچې کړې، راته موسکه سوه:

_ مینه؛ که هغه نه وای! بیا به نړۍ مینې چلو له.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.