میشل باشله: افغان مېرمنو ته باید د رهبرۍ فرصت ورکړل شي

467

میشل باشله: افغان مېرمنو ته باید د رهبرۍ فرصت ورکړل شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې میشل باشله ویلي، افغان مېرمنو ته باید د رهبرۍ فرصت ورکړل شي څو د سولې، بشري او پرمختیايي بهیرونو کې د بدلون او په هېواد کې د سولې او پرمختګ په برخه کې فعاله ونډه واخلي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د عالي کمیشنرې له قوله لیکلي چې نوموړې دغه څرګندونې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت کابل ته د خپل سفر پر مهال کړې دي. خبرپاڼه کې راغلي چې افغان مېرمنې د جګړې، سختې بې‌وزلۍ، د نه منلو وړ تاوتریخوالي او تبعیض سره مخ دي خو بیا هم د خپلو کورنیو او ټولنو د ساتنې او پالنې لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي. نوموړې ټینګار کړی چې افغان نجونې باید ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي او د خپل هېواد په راتلونکي کې د ونډه اخیستو توان ولري او برخه واخلي. د هغې په وينا، ښځې بايد د پوليسو په ليکو، محکمو، دولتي بنسټونو او خصوصي سکتور او د مدني او ټولنيز ژوند په هره برخه کې په ښکاره توګه حضور ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.