د اوکراین او روسیې جګړې لمبې تر افغانستان رسیدونکې دي

عزیز احمد فضلي

514

د اوکراین او روسیې د جګړې لمبې بیاځلې تر مرکزي اسیا او افغانستان پورې رسېدونکي دي.

پرون د انټالیا ډیپلوماتیک فورم په غونډه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې او اوربند مذاکرات ناکام شول, دا فورم چې پرون د ترکیې په انټالیا ښار کې د رجب طیب اردغان په وینا پيل شوو د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر څنګ په کې د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم ګډون کړی وو.

د دې فورم د پرونۍ غونډې اساسي او پټه موخه  د روسیې په وړاندې  نوي اقدامات ول.

 د روسیې سره له مذاکراتو له ناکمېدو وروسته غرب غواړي چې د جګړې شدت او تداوم په شرقي اروپا کې کم کړي, غواړي چې دا جګړه په دريو جبهوو وویشي او د روسیې د تضعیف لپاره د روسيې ځواکونه په جبهوو تقسیم کړي.

د جګړو تر ټولو خطرناک ډول چريکي او جبهه يې جګړې دي  ناټو د امریکا په مشرۍ غواړي چې د روسیې پام قفقاز او مرکزي اسیا ته واړوي او غواړي چې دلته یې مصروفه کړي, لومړی هدف به یې د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا هېوادونو ناامنه کول وي او په دې سره امریکا کولی شي چې روسیه د اقتصادي بندیزونو سربېره د مرکزي اسیا له لوري تهدید او محاصره کړي .

 مرکزي اسیا د روسیې او چین لپاره ستر اقتصادي, امنیتي او ستراتیژیک اهمیت لري په دې سیمه کې هر ډول ګډوډي او تشنج ددې دوو قدرتونو د تضعیف لامل کېدلی شي, خو د غرب د لوبو لپاره ښه چاپیریال ده په دې سیمه کې د غرب د لاسوهنې او لوبې ښه بېلګه  میاشت مخکې په قزاقستان کې د ګډوډي رامنځته کېدل ول.

ولسمشر غني په اخر ځل له بي بي سي سره په مرکه کې یوې ډېرې نازکې موضوع ته اشاره وکړه: “چې افغانستان باید بې طرفه پاتې شي”واضح یې نکړه, شاید اوس یې د هغه خبرې د واضح کېدلو او روښانېدلو وخت رارسېدلی وي.

د نړۍ قوتونه له هغو هېوادونو ډېر په آسانۍ د نورو پر ضد پخپله ګټه کار اخلي چې کمزوری اقتصاد لري یا یې بیخي نه لري ځکه په کمزوري اقتصاد سره بریالۍ بهرنۍ پالیسي نه جوړېږي.

د مولود چاووش اوغلو له لوري د امیرخان متقي غوښتنه په دې مهمه غونډه کې بې هدفه  نه ده, خو حاکم چارواکي باید ډېر محتاط اوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.