د اوکراین د سلطان سلیمان پر جومات د روسانو برید

406

د یو بل خبر له مخې روسي ځواکونو د شنبې په ورځ د اوکراین په سويل لويديځ بندري ښار، ماريوپل کې یو مسجد چې له جګړې څخه شاوخوا ۸۰ ملکيان په کې ځای پر ځای شوي ول، ويشتلی دی.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ پر ټويټر ليکلي دي: «روسي يرغلګرو په ماريوپل کې د سلطان سلیمان اعظم او د هغه د میرمنې خرم سلطان مسجد باندې ډزې کړي دي.»

وزارت زیاته کړې ده: «په دغه ځای کې د ترکيي اتباعو په ګډون له ۸۰ ډيرو بالغانو او ماشومانو له ډزو څخه ځانونه پټ کړي وو.»

په ترکيه کې د اوکراین سفارت ويلي دي چې په دغه مسجد کې د ۳۴ ماشومانو په ګډون ۸۶ تنه ترکي اتباع ځای پر ځای شوي ول.

په سملاسي توګه په پيښې کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي. د اوکراين حکومت وايي چې روسي ځواکونو د پلازمينې کيف ښار په اطرافو کې هم جګړې ته زور ورکړی دی.

دوریچه ویله

Mosque in Mariupol.jpg

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.