ارواپوهنه

نیک محمد همدرد

2,082

ارواپوهنه انسان خپل ځان ته رابولي په انسان کي  تر ټولو ښه خوبي فکر او پوهنه ده چې په يو څه باندې پوی شي او يو څوک پوه کړي شي ،ارواپوھنه د انسان مخفی وړتياوي راويښوي ارواپوهنه انسان ته دخپل ذهن څخه د ګټني چل ورزده کوي او په ټولو حقايقو باندي د انسان کوپړی خلاسوي انساني قالب ھيڅ کله د انسان په بدن مشتمل نه دي ځکه چې يو څوک به انسان وی خو انسانيت به په کي نه وي ،ځکه چې انسان په خپل ذات کي روح دی نه جسد کله چې روح خفه شي د انسان په بدن شکل باندي سم له واره اغيزه کوي،کله چي روح خوشاله وي ھمدغه خوښي د انسان په شکل کي وريا څرګنديږي ،

موږ تل د خپل ذات نه بغاوت کړی دی موږ تل د خپل ذات د پرمختګ په وړاندې د ھر ډول بدلون مخه ډب کړي ده ،موږ تل خپل خوږ  ژوند لکه د زهرو تريخ کړي دی ستونزې د مور

له خيټي نه له موږ سره ملګري نه وي ،ستونزي خو په خپله انسان ځانته  پيدا کوي ،په ډيرو ستونزو کي او په اړپيچلي حالاتو کې کي د راښکيل انسان ژوند په خپل کنټرول کي نه وي ،ژوند ھغه وخت له انسان څخه بغاوت کوي کله چې انسان له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شي ،کله چې ژوند له انسان څخه سرکشه شو او انسان ورباندې کنټرول ونه شو کړي،انسان د مرګ کويي ته لويږي ځکه دلته انسان وژل کيږي،جسد د روح لپاره يو ذندان دي ،روح ته په دغه وخت کې ښه زمينه برابريږي چې ځان له ذندان څخه ازاد کړي،کيداي شي چې ځيني خلك له دي خبري سره موافق نه وي چې ژوند څرنګه له انسان څخه سرکشي کولي شي؟

خو دا يو حقيقت دي کله چې دي زړه له ژونده موړ شو کله چې له ژونده ستړي شوئ،کله چې ژوند لکه دمړي درته په ولو بار شو نو ښکاره خبره ده چې ژوند درنه ياغي شوي دی،

ارواپوهنه لوستل او ورباندې پوهيدل ټولو افغانانو ته اړينه ده خو په افغانانو کي بيا په ځانګړي توګه پښتون ولس يي لوستل او ورباندې پوهيدل له اړتيا نه زياته اړتيا ده ،ځکه چې د پښتنو ھيواد له تيرو څلويښتو کلونو را په ديخوا د جنګ په لمبو کي سوزي،له بده مرغه ،چي دغه جګړي يواځې او يواځې د پښتنو ړپه سيمه کي کيږي ،زور او مټ د پښتون دی،خو فکر پيسه او وسله د نورو ھيوادونو او قومونو ده دغه قومونه خپلي ګټي او موخي د پښتون ولس په وينو ترلاسه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.