کیسه

پوهاند لعل پاچا ازمون

977

نه دي د ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي
یاره! زلمي به داسې درې نیمې شلې عمر شاته پرېښی وي، خو اوس هم د ځوانۍ پېښې کوي، څوک پرې نه پوهېږي چې د سر په ویښتانو او ږیره کې یې سپین لګېدلي دي، په ځان ډېر پام کوي، په اونۍ کې خو یو ځل حتماً تورسکي په سر او ږیرې پورې مښي.
زه چې ورشم؛ ډېر بوخت وي، نن بیا ورځم، ګورم یې.
د دفتر په وره کې ګڼ خلک ناست دي، اسوېلي باسي، نه یې پوښتم، څه یې کوم، که ویې پوښتم، هر سړی په زړه ګړوب، ګړوب دی، اوس به هر یو راته شروع وکړي، زما خپل زړګی له تورو وینو ډنډ دی، زه به څومره شکایتونه اورم!؟
زه خو نو ورسره یوځای په همدې دفتر کې کار کوم، دروازه مې په نوک ور وټکوله، غږ را ونه وت، بیا مې ور وټکوله، غږ یې وکړ:
– څوک یې؟
ور مې بېرته کړ، هېڅ له ځایه ونه ښورېده، له ورایه یې کیڼ لاس پورته کړ، له لېرې یې پوهه کړم همدا ستړي مشي شوه، له کمپیوټر سره اوس هم ډېره زیاته مینه لري، له خولې یې غږ نه خوت او سترګې یې د کمپیوټر په سکرین پورې ګنډلې وې، هېڅ را ګوري نه.
یوه شېبه غلی کېناستم:
– ځه که نور څه نه وي؛ پوښتنه، ږدنه خو به رانه وکړي.
خو ده هېڅ …
ناست یم، له ځان سره مې چرت وواهه، راځه یو غږ پرې وکه، ښا که غږ هم پرې وکړم، ځای نه نیسي، ځکه اوس خو یې هغه دی، غوږی هم غوږ ته واچاوه.
ډېر بوخت دی، ولا افرین، موږ په دې زلمینه کې دومره کار نه کوو، دا چې راشي، د کمپیوټر پر سکرین یې سترګې کلکې ګنډلې وي.
په دې عمر کې په کمپیوټر کارول او بیا پرې دومره کار کول، ولا افرین! دا بهر خلک که هرڅه وایي؛ نو وایي دې نو، سړی خو دغه دی بوخت دی، کار کوي.
هغه خو به یو څه نه یو څه شکایت راوړي، یا به ورته وایي چې یادېدې مې، یا به کومه بله ستونزه وریادوي، خو خیر! دا سړی ډېر کار کوي، باید ملامته یې نه کړو.
زه له ځان سره همدا کرم رېبم، کله وټوخېږم، وسوڼېږم، خو په زلمي هېڅ اغېز کوي.
داسې را ته ښکاري لکه د مایکروسافټ خاوند چې که تر مېز لاندې ترېنه همدا اوس دوه لکه دالر ګوزار شي ، نو د بوختیا له امله به ور وه هم نه ګوري، پرېږده یې سړی په ګټه کې دی. بلا ډېرې تجربې پرې تېرې شوي دي، وایي چې تجربه د علم مور ده، تجربه تجربه ده، اوس هم هغه دی له هغو تجربو نه کار اخلي، ته یې هسې پازابوې، پرېږده چې خپل کار وکړي.
لاړ به شم، بیا به ورته راشم، دی خو له ما چا وړی نه دی، زه به هم خپله ټکه پوکه وکم، لاړ به شم.
غلی پاڅېدم، دی هېڅ پوه نه شو، له سره یې سترګې هم را پورته نه کړې، نه یې دا وویل چې ته څنګه راغلی او بېرته څنګه ځې، نه بل څه …
ښه!؟ نو کېدای شي چې ویلي یې وي چې دی خو د همدې ځای سړی دی، ځه بیا به یې وګورم، ځان بېرته ډاډه کوم، خپه هم نه یم، خپه باید نه شم، ځکه سړی ډېر بوخت دی او دومره بوخت دی چې پوښتنه یې مکوه.
پاڅېدم، لاړم، یو ساعت مې په خپل دفتر کې تېر کړ، بیا مې ویل:
– راځه وربه شم، لږې ټوکې ټکالې به ورسره وکړم، وبه یې تخنوم، ګوندې سترګې یې ستړې شوې وي، دمه وي، دې وخت کې قهوه مهوه څښي، بیا ورغلم، لا هم ګڼه ګوڼه وه، خو ډېره نه وه، سکرتر یې عالم په چرت کې دی، ځینې خلک له ځایه رخصتوي، ځینو ته وایي، رییس صاحب نشته، جلسه کې دی، ډېر بوخت دی، ځینې خلک چې ما غوندې بې حوصلې وو، حتما به یې ویلي وي چې جلسه ده نو ژر نه خلاصېږي، خدای دې یې راپرې باسي، تللي به وي.
دا ځل مې ور ټک ټک نه کړ، نېغ ور ننوتم، دده په غوږونو کې بیا هم هماغه غوږي وو، لاس یې له ورایه پورته کړ، کیڼ لاس یې رپېده، سترګۍ یې د کمپیوټر په ښيښه پورې ګنډلې وې، هیڅ رپ یې نه واهه، – ولا مدیر صاحب خو ډېر کار کوي، دا خو چې زه ګورم همدا کمپیوټر دی، کمپیوټر دی، کمپیوټر دی. بیا په دې عمر کې چې لاسونه یې هم دغه دی لړزېږي، کار هم کوي او له کمپیوټر نه سترګې نه اړوي، افرین!!! دا خو ډېر کار کوي.
کېناستم، وسوڼېدم، وټوخېدم، چې هر څومره خواري مې وکړه، زلمي له کمپیوټره سترګې نه پورته کولې، شېبه کېناتم، سکرتر راننوت، هغه ته یې هم په لاس اشاره وکړه، دا یې ورته وښووله، چې بوخت یم.
ما ویل ته راځه دې سکرتر سره یې خبره وکړه، ور ووتم.
– عالم خانه؟
– ها امر صاحب! وایه …
– څنګه چل دی؟ دا زلمی ډېر بوخت نه دی؟ له سره سترګې له کمپیوټر نه لېرې کوي.
– ولا څه ووایم، چې راشي، کمپیوټر دی، سترګې یې د کمپیوټر په ښيښه پورې ګنډلې وي، ور ته بلا خلک ناست وي، کله ورته وایم، جلسه کې دی، کله ورته وایم، مریض دی، کله یو څه، کله بل څه، خو بس په یو قسم بل قسم د هغوی کار هم خلاص را خلاص کم، یا یې بل چا پسې ولېږم. په دروغو ټنډ شم.
– نو دی څنګه دومره ډېر بوخت دی؟
– نه پوهېږم. بوخت دی نو.
– څه شی لیکي که بل څه؟ په لیکلو خو یې هم ما ګوتې ونه لیدې چې په تڼۍ لګېدلي وي.
– ګوري ډېر.
– نه پوهېږم.
– مطالعه به کوي؟
– کېدای شي.
یوه شېبه ما او ده د زړه خواله سره وکړه خو نتیجې ته سره نه رسېدو، عالم راته دا ویل:
– پوښتنه هم نه شم کولی، چې څنګه راشي، بس کمپیوټر خلاص کړي، نورې نو سترګې له کمپیوټر نه اخواته کوي، مګر د ډوډۍ وخت کې هغه هم کمپیوټر ته ګوري او کپ کوي، له کمپیوټر سره ډېره مینه لري.
– ولا افرین یې، پدې عمر کې او له پوهې سره داسې مینه، شابسې، ډېر بوخت دی. دې ته کارکن وايي.
– ډېر بوخت دی.
یو ځل بیا بې ټک ټکه ور ننوتم، ما ویل بې له هغې هم ټک ټک مانا نه لري، که ویې کړم، که ویې نکړم، هماغه شی دی، دا ځل یې بیا هم چپ لاس پورته کړ، کېناستم، ومې ټوخل، راومې ټوخل، ددې وخت ښه والی دا و چې د غرمې ډوډۍ راغله، ده نو ماته ورو راوکتل، غوږی یې لېرې کړ، ویې ویل:
– څنګه یې؟
– اوه بابا دا مې څویم ځل دی چې راځم، هغه ورځ هم راغلم، تا نو بېخي له کمپیوټر نه څه شی جوړ کړی، دا څنګه بوخت یې؟ څه شی لیکې که څنګه؟
– څه شی نه لیکم، خو دا خلک سړی پازابوي، هغې نه ښه ده چې مطالعه وکړو، یو نیم کتاب او هغه شیونه را اخلم، دا لولم، لولم، ګورم، پرې فکر کوم، چرت وهم، ګوندې که چرته یو ښه پروګرام برابر کړم.
– دا خو ډېره ښه خبره ده، خو ډېر بوخت یې، دا خلک …
– دا خلک وزګار دي، سپږه او ریچه جنګوي، اخوا او دېخوا کاغذونه راوړي، زه ور ته ځئ! ما پورې ډېر شیان مربوط نه دي، هغه سکرتر ښه دی، اخوا دېخوا یې لېږي، زه خپل کار کې بوخت یم.
– نو دومره بوختیا؟ چې زه راشم، بس همدا بوختیا، بوختیا …
– نو څه وکړم؟ کمپیوټر دی همدې کارونو ته.
– نو دومره خو یې څوک نه کاروي.
– ته به یې نه کاروې، زما خو ژوند کمپیوټر دی، لګیا یم، مطالعه کوم، اخوا او دېخوا دنیا ګورم، خلک ګورم، خلک څه وایي، دنیا په کوم حال کې ده!؟ ګوندې که خپل وطن ته ترې یو څه بود کړو.
– ښه!؟ بیا خو ښه ده نو.
– ډوډۍ دې وخوره، زه بیا راځم.
– نو څه خبره وه!؟
– بیا درسره مشوره کوم.
– سمه ده.
لاړم، اوس ځان سره چرت وهم چې دا سړی څومره بوخت دی، زه هم باید ځان په کمپیوټر بوخت کړم، دا په دې زاړه ځان چې له ما نه به یو لس کاله مشر وي، هاغسې له کمپیوټر سره علاقه لري او ما بدبخته وګوره، هسې چټي ځم او راځم، کمپیوټر هم راته مخ کې ایښی دی، نو له دې نه خو زه باید ګټه واخلم، دا ګوره په هغه ځان ، په رپېدلو ګوتو هغسې کمپیوټر کاروي، هاغسې بوخت دی، خو یره د خلکو کارونه هم باید ونه ځنډېږي.
شېبه وروسته راغلم، یو څو تنه بیا په انتظار خونه کې ناست دي، عالم ته مې سلام واچاوه:
– عالم جانه! ددوی کار خلاص که.
– ولا امر صاحب څه ووایم.
– نو څنګه؟ څه وایې؟
– هغه ډېر بوخت دی او دې خلکو ته ډېر وخت نه لري.
– ما ورسره خبرې کړي، دا بوختیا باید لږه کمه کړي.
– نو څه ووایم؟ دا خو دا میاشت کېږي چې دغسې بوخت دی، دا میاشت خو لا ما لیدلی دی، دومره بوخت دی، له دې مخکې به څومره بوخت و!؟
– ښه!؟
ور ننوتم، بیا ګورم چې کمپیوټر دی او دی دی، له ځان سره مې چرت وواهه، چې دا سړی څه کوي!؟ که د مېز له شا ور تاو شم، بده پرې ونه لګي او ښه هم نه ده، بوخت دی، ته وګوره چې که چرته کوم ښه کتاب، پروګرام یا کوم بل ښه څیز ورسره وي، کومې نوې دنیا ته ننوتی وي چې هغې دنیا ته زه هم ننوځم، زه هم ددې دنیا له خوږو برخمن شم، څه وکړم؟ څنګه یې وګورم!؟ دی خو همدا راته وایي چې زه دنیا پسې لټه کوم، دنیا ګورم، چې دنیا څه وایي او ددنیا خبرې څنګه دي!؟
دا ځل مدیر صاحب لاس هم پورته نه کړ، همداسې کېناستم، چرت وهم چې دا ځل خو یې لاس هم پورته نه کړ، خو دا دا ځل یې پر تندي دا نرۍ نرۍ خوله څنګه راماته ده، سوڼېږي هم، ښه که داسې ور تاو شم، نه! نه تاوېږم، ځکه دا بده ده.
ومې ټوخل، وسوڼېدم، راوسوڼېدم، هېڅ تاثیر یې ونه کړ، ښه څنګه یې اوس وګورم چې دا سړی کومه دنیا ګوري!؟ دې دنیا کې څه خبرې روانې دي؟ زه به ترې زده کړه وکړم؟ او بیا به یې په خپل کمپیوټر کې هم هماغه برخه پیدا کړم، زه به هم دده په دنیا کې ور ګډ شم، له چانه خو کم نه یم، په همدې سوچونو سوچونو کې ده ته ښه متوجه شوم، د سترګو کسو مې دده په سترګیو کې یوه بېله دنیا ولیده، ما ویل لکه چې خوب ګورم، سترګې مې وموښلې، راومښلې، نه خوب نه ګورم، په سترګیو کې یوه عجب دنیا ګورم، له ځانه سره وبنګېدم، توبه شیطانه کور دې وران شه، دا څه ګورم، بیا مې سترګې وموښلې، راوموښلې، ومې ویل:
– نه دا به نه وي، نه داسې نه کوي، زلمی خو ډېر بوخت انسان دی، وایي چې مطالعه کوم، دنیا ګورم، دنیا کې څه روان دي؟ اوس خو په دنیا کې ډېر بد حال روان دی، دا څه ګورم؟
سترګیو ( عینکو) ته یې نور هم ځیر شوم، په سترګیو کې د کمپیوټر د سکرین انځورونه تېرېدل را تېرېدل، هسې خو یې په دا کړنګ ژمي کې پر تندي نرۍ خوله نه را ماتېده!؟ او سڼېده به لا څنګه نه؟!!، دی رښتیا هم په دنیا کې غرق و.
بس: نه دي د ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي!!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.