بیا بریم با مزار ملا محمد جان

لعل پاچا ازمون

1,165

د مور مې پاړسي نه وه زده، پاړسي به یې د پښتو په کږلېچونو ځغلوله، خو ډېره پرې خوږه لګېده  او خوند یې ورکاوه. پاړسو ته به یې خوله کاشوغه کړه او له ګاونډیانو سره به په خوند خوند پاړسي د پښتو په زور ویله. کله به چې له کلي نه کومه نیمه ښځه را غله، نو هغې ته به یې هم ځان کم نه راوسته، یوه پښه به یې په بلې واړوله، له دېره ډوله به کږه وږه شوه، د زنګانه له سترګې به یې دواړه لاسونه را چاپېر کړل، وروځې به یې له خیال اسمان ته غورځولې او له غرور به یې خوله کږه کړه او وښکي کې غږېده، تا به داسې انګېرله چې د پاني پت فاتحه،  دا ده. لوی کمال یې دا و چې ځان یې چا ته کم نه را وسته، که کومه هوښیاره کلیواله ښځه به پیدا شوه او د دې پاړسي به یې واورېده نو ورته به یې وویل: خورې! دا پاړسي دې څومره وخت کې زده کړه. دې به ورته وویل: منږ ( مونږ) چې کابل ت راغلي یو، نو دا ژبه مې زده کړې ده. هغې ته به پته وه که نه چې موږ کابل ته څه وخت را غلي وو، خو ځان به یې غلی کړ، بیا به یې ور ته وویل: زه یې زده کولی شم. دې به ور ته وویل: داسې اسانه نه ده چې هر څوک یې زده کړي، هغې غریبې به ورته وویل: ځه خورې په تا دې پیرزو وي، خو له ورځو نه یوه ورځ وه، ادې ( د مور مور) مې چې ډېره سپین زړې ښځه وه، د هغې مخکې یې ګاونډۍ سره پاړسي ویلې، ورته ویې ویل: لورې! نوره خو دېره بده یې خو دا ګاونډۍ دې په پښتو پوهېږي، دې ورته وویلې : هۍ ساده ګلې مورې! هغه چېرته په پښتو پوهېږي، زه ورسره نه ګورې، پاړسي وایمه. ادې مې بیا ور غبرګه کړه، تا ور سره څه وخت پاړسي وویلې؟ دې ور ته وویلې : ولې ستا پام نه و، همدا اوس مې ور سره وویلې که نه؟ هغې په حیرانۍ ور ته وویلې: دا اوس؟ هغې بیا ور ته وویلې: زما ساده پاده مورې! د دنیا له حاله څه خبره یې، همدا اوس ورسره نه غږېدم، خو همدا پاړسي وه ، که نه؟!  ادي مې ورته وویل: لورې! زه ساده یمه خو که دا پاړسي وي، دا خو زه هم ویلی شمه، دا خو تا ورانه ورانه پښتو ویلې. ته اوس وګوره چې زه یې ستا ګاونډۍ سره ویمه که نه؟! ببۍ نوره غلې شوه.

همدومره وه چې بس په همدې پښتو پاړسي لګیا وه، ګاونډۍ ور سره خوشاله وه، که نور څه نه وو، په اشارو خو یې پوهوله.

هغې به ورته خندل، خو دې شرم نه کاوه، ما به ورته ویل:

پاړسي خینجاره خینجاره وايې. ولې ځان په عذابوې، خیر دی ببۍ! پښتو وایه !

کښېنه، یو خو ستا ډېرې خبرې زده دي، له ما پیدا شوې او اوس لګیا یې، ما ته خبرې ښيي، غلی کېنه، پاړسي خبرې راته خوند راکوي.

دا خبرې به یې هم په غوسه نه په مینه کولې، خو دا یې هم عیب نه ګاڼه چې پاړسي یې نه ده زده او پاړسي غلطه وایي.

ما به بیا ورته وویل:

– ببۍ، پښتو ورسره ووایه!

– پښتو باندې هغوی نه پوهېږي ښه!؟ کښېنه، پښتو باندې چې پوهېدای، مابه ورسره ویلې وای.

ها زموږ ګاونډۍ زړه، پلنه، تکه سپینه، لوړه دنګه ښځه وه، هغې به ورته وویل:

– خیر است، پشتو بګو!

– نا، ستا خو پښتو نه ده زده، زه پاړسي درسره وایم.

هو نو، د ملا لور وه چا ته یې کمه نه ویلې، پاړسي خو یې نام خدا داسې روانه وه، لکه پښتو

ګاونډۍ به خندل او دې به یو ټکی د پاړسي او دوه ټکي د پښتو سره ګډ کړل، ښه به یې سر واغږل، ایسته به یې ور وشغول. هغې به ورته خندل، د دې ساده ګي اورښتینتوب پرې ښه لګېده.

ما به ورته ویل:

– ببۍ! ته لکه چې پرې پاړسي زده کوې؟

– پاړسي خوږه ژبه ده، زما خوښېږي او دا ډېر ښه خلک دي، دا نه ګورې، نه پکې جنګ شته، نه جدال، څومره ښه خلک دي!؟ هغه اپلو زموږ ګاونډیان وګوره، هره ورځ یې جنګونه وي، بدې، ردې وایي، ښکنځلې کوي، دا نه ګورې!؟ د دوی له خولې نه ما یوه بده خبره تراوسه نه ده اورېدلې،.

– نو ببۍ!؟ دا پاړسي لکه چې د ښکنځلو ژبه نده!؟

– نه کنه، نه ګورې؟ ما خو یوه ښکنځله هم د دوی له خولې وا نه ورېده، دا څومره ښه خلک دي، غلي خلک دي.

نو ته دا پاړسي همدې ته زده کوې؟

– هو، دا پاړسي همدې ته زده کوم، هلکه ډېرې خبرې کوې، چاودینک، چاودینک کېږې.

مور مې د ملا لور وه، دداسې ملا چې په دوی یې الفبا هم نه وه زده کړې، د داسې ملا چې په کور کې یې په دوی داسې کوم بندیز هم نه و لګولای چې تاسې ولې راډیو اورئ!؟

زموږ په کور کې لرګینه راډیو وه.

مازیګر مهال به کله نا کله چې:  بیا که بریم با مزار ملا محمد جان، سندرې شرنګ شو، نو  ببۍ به را غږ کړه، چپ شئ

-ببۍ څه خبره ده؟

-دا ښځه څه ښه لګیا ده

-ما به له قصد راډیو بنده کړه، ببۍ به لاس را اوږد کړ او په غوسه به یې راته وویل: چې شانینا راشي نو ته هغسې ورته ګردتاوېږي. دا چې ښه سندره ده، دا نه پرېدي؟

دا ښه سندره ده؟

 – دا سندره راباندې ډېره خوږه لګېږي.

ببۍ به  ورسره ورو، ورو زمزمه کوله، ما به ځان ناګاره واچاوه،  خو چې پام به یې شو، نو خوله به یې دستي ونیو!

د ملامحمد جان سندره یې  همدومره زده کړې وه او همدا یوه مېسره به یې ځان سره زمزمه کوله، ماته به یې ویل:

– دا پاړسي څومره خوږه ژبه ده، ګوره هغه دی ملا پکې شته، مامدجان پکې یادوي، دا څومره ښه او خوږه ژبه ده، دا خوږه ژبه په ما خوږه لګېږي.

یوه ورځ بیا چې په راډیو کې دا سندره راغله، ما راډیو بنده کړه، مور مې یو ځل را ته په غوسه شوه، ویې ویل:

پرېده هلکه!

دا پوښتنه به یې هم کوله چې دا ملا مامدجان به څوک و؟ دا مزار ته تلل او ملا مامد جان!؟ دا ملا وګوره، دا څومره خوږه سندره ده، ملا یادوي، دده خو پلار هم ملا و، نو کله به چې د ملا خبره راغله، نو خپل پلار به وریاد شو، ماته به یې ویل:

– بابا دې یادېږي؟

– ولې نه ببۍ! جومات ته به کله کله ورسره تلم.

– زما پلار خو ګوره ملا و کنه.

– هو ستا پلار ملا و، خو دا خلک وایي چې د ملایانو سندرې نه خوښېږي.

– دا چا ویلې؟

– دا خلک وایي.

– نو سندرې به یې نه خوښېږي، دا خو یې خوښېږي.

– خو دا هم سندره ده کنه.

– ځه! کښېنه، دا سندره ده، دا خو ملا پکې یاد شوی دی، ملا مامد جان وایي.

ببۍ مې نوره نه پوهېده، زه هم دومره نه پوهېدم، چې ملا محمد جان څوک دی؟ ببۍ به تل  دا سندره اورېدله او  غلې غلې له ځان سره زمزمه کوله. دا به یې هم ویل چې:

دا غږ د ښځې دی، ته وګوره! دا ښځه څومره خوږ غږ لري؟ نارینه یې چې وایي، سم یې نه وایي، دا یې ښه وایي.

ببۍ به مې د ښځې له غږ سره هم یو ډول مینه ښووله او تل به یې هغه اورېده.

چاریکارو کې زموږ د ماما کور و، یوه ورځ  مې ببۍ وویل:

دې اونۍ ته له ماما کره ځو.

ما نه د تګ ورځ ته شېبې شمارلې، ورځ را ورسېده، په سې صد دو《۳۰۲》موټر کې کښېناستو، موټر کې دا سندره راغله چې:

بیا که بریم با مزار، ملا محمد جان

ببۍ مې ورو، ورو ښورېږي او دا زمزمه له ځانه سره کوي:

 ملا مامد جان، بیا که بریم، بیا که بریم، ملا مامد جان.

دا خبرې همداسې تکراروي، دا الفاظ پرې ډېر خواږه لګېږي.

ماته یې راوکتل او غلي یې راته وویل:

دې ملا محمد جان کې څه خبره شته، که خبره پکې نه وای، نو دا سندره به تې نه جوړېده، ددې سندرې اورېدل زما د ببۍ مینه او علاقه له پاړسي سره زیاتوله، همدا سندره وه چې ببۍ یې له ګاونډۍ سره پاړسي ویلو ته لا جوړه کړه.

زما بابا ( د مور پلار) په ملا بابا مشهور و، نو په مور به مې د ملا محمد جان غږ د خپل پلار لپاره هم خوږ لګېده.

ملا محمد جان باندې نه پوهېدو، وخت تېرېده، داسې وخت راغی چې مور مې دا سندره ګاونډۍ ته یاده کړه، هغې ور ته وویل: دا سندره دې ډېره خوښېږي؟

ـ هو خو دا مامد جان څوک دی؟

ـ ته ودرې زه درته کیسه کوم، دا درته ښيم چې ملا محمد جان څوک دی؟

زه هم له ببۍ سره د ګاونډۍ کیسې ته تم شو.

ګاونډۍ کیسه را واخسته:

ملا محمد جان طالب و، خلک وايي چې د هرات په یوه مدرسه کې یې ملايي سبق ویلې،

د جومات او ملایي خبرو زه تېر وخت ته بوتلم، هغه د خپل کلي جومات ته ، خټین جومات ته، بابا ته، کلي ته، هغه کلی چې ټول کورونه یې سره په نرۍ پرده او ټیټو خټینو دیوالونو بېل وو د یو او بل کور تر مینځ به دا خبرې اورېدل کېدې، مینه وه، محبت و، زموږ د بابا کور ته به یې د ملا کور ویلې

هغه د ملا کور ته ورشئ، دا ترېنه راواخلئ، ملا بابا، ملا بابا.

ګاونډۍ په خوند خوند لګیاه وه، ویلې یې :

یوه ورځ دا محمد جان مدرسې ته ځي، قسمت ته ګوره، په دې ورځ سخت تېر باد لګېږي، داسې باد چې خبرې کوي، هلته وړاندې یوه لیکه جنکۍ هم روانې دي، باد د دې یوې جنۍ ټیکرۍ له سره اخلي او د محمد جان پر سر یې غورځوي، خوږ بوی یې د محمد جان حواس را پاروي، وار پار ترې خطا کېږي، جنۍ ور منډه وهي او خپل ټیکری ترې را اخلي، دې وخت کې  محمد جان له جنۍ سره سترګې په سترګې کېږي، دا شېبه یې نو سوچ لېونی کوي، د سترګو تور دومره زورو وي چې باڼه یې د محمد جان له زړه تېر وبېر وځي، ور ته وايي: نوم دې څه دی؟

ـ څه یې کوې؟

ـ هسې

ـ هسې نو څه؟

ـ خو هسې

ـ هسې نو زه عایشه یم.

جنکۍ په بدرګه روانېږي، ملا محمد جان زړه بایلي، مدرسې ته چې ځي، کتاب پرانزي، تور ټکي ور ته د عایشې د سر ټیکری ښکاري، له ځانه سره بنګېږي، هی هی، عایشه، عایشه… ملا محمد جان د عایشې د سر پړوني په وږمې دومره مست شو چې تور ټکي ترې کاږه، واږه شول، په سترګو کې یې د تورو ټکیو تر شا د عایشې د مینې او لطف او پړونی سیوری پرېوت، په کتاب پروت و، یادول یې د عایشې د پړوني وږمې.

ملا یې را ځي ورته وايي: دا نن په څه ګډو وډو سر یې، پرانستی دې کتاب دی او نور د جنۍ نوم اخلې، دا څه در باندې شوي دي؟ طالب سړی یې، په مدرسه کې د جنۍ نوم اخلې، مدرسه د سبق ځای دی، نور د جنۍ نوم وانخلې، ګنې په لښتې در ته نیسم.

محمد جان سوړ اسویلی باسي او ملا ته وايي، ما داسې ګوزار خوړلی چې ستا شنه لښته ور ته هېڅ ده. ما پرېده ازار مې مه اخله ور ځه ته دې سبق وایه، زما سبق بېل دی، زه د ټیکري شمال وهلی یم.

ملا دستي بل طالب ته وايي: ور شه لښتې را وړه، زه چې د محمد جان عقل سر ته را نه ولم، دا نه سړی کېږي، ارزه برزه وايي، دا مدرسه ده، د عشق ځای نه دی او نه د نورو کیسو.

طالب ځي، یو پنډ شنې لښتې را وړي، ملا یې محمد جان ته نیسي، د محمدجان په لاسونو او ملا چې هر لښته لګېږي، نو لښته پخپله په ژړا ژړا په ملا ماتېږي. لښتې ټولې ماتې شوې، ملا هم ستړی شو، خو د محمد جان پروا هم نه وه، له هر ګوزار سره به یې له خولې نه د عایشې نوم را واته، ملا ستړی شو، تر دې چې نورې د لښتو نوې کودې ته هم لاس نه ورتلو.

محمد جان به همدا خبره کوله، څوک چې  د عشق باد وهلی وي، هغې ته د لښتې او توپونه هېڅ دي، خلک دې ځان نه په عذابوي.

دا ورځ تېره شوه، محمدجان به په هماغه سهار مهال لار کې درېده چې عایشه وګوري، عایشه به چې محمدجان ته نږدې شوه، نو پښه نیولې به شوه، محمد جان به له همدې شېبې خوند اخسته، همداسې ورو ورو یو له بله سره په خبرو راغله، داسې وخت را غی چې د عایشې انډیوالانې په دې راز پوه شوې، خبره کور ته ورسېده، په عایشې له کوره د وتو بندیز ولګېده، عایشه له همزولو پاتې شوه، محمد جان هم په عایشې پسې ورځ په ورځ لکه کورکمن زېړېده،  مور وپلار یې پرې پوه شول چې هلک زېړۍ تبې کوي، چېرته چې زیارت او طبیب و د ملا محمد جان مور و پلار ستړي کړل خو د محمد جان تبه نه شلېده، محمد جان مور و پلار ته وویل: زما زېړۍ تبه له عایشې سره په وصلت شلېږي.

مور یې را منډه کړه، زوی ته یې وویل: وه زویه، صدقه دې شم، ما خو یو زیارت هم پرې نښود، لکه لېونۍ ټول مې تاوده کړل. یوه تړه او کوڅه مې پرېنښوده.

پلار یې غږ کړ: داسې به وکړو چې د دې جنۍ کور ته به په مرکه لاړ شو، محمد جان له خدایه څه غوښتل دوه سترګې او هغه هم د عایشې.

سبا سهار وختي، د عایشې کور ته مرکه لاړه، قسمت ګوره، د عایشې د پلار سترګې له غوسې تکې سرې اوښتي، د محمد جان پلار ته وايي، وایه څنګه راغلي یاستئ، د محمد جان پلار چې غریب سړی و، په ډېره عاجزۍ ور مخکې شو چې صاحبه کیسه دا ده چې زه مې زوی ته ستا لور غواړم.

د عایشې پلار له غوسې لکه ښامار تاو را تاو شو، ور ته ویې ویل: ستا زوی ګوره او زما لور ګوره، هغه د جومات پر بروزو ناست دی، داخرت سبق وايي، کاسه په لاس هر کور ته درېږي چې وظیفه راوړئ، زه اوس هغه وظیفې والا ته خپله نازدانه او ښکلې لور ور کړم، پاڅئ او خپله مخه ونیسئ چې بیا په دې نیت کور خو څه دې کوڅې ته هم تش را و نه ګورئ.

د محمد جان پلار و مور خړ مخونه بېنوا او په منډه منډه د عایشې له کوره ووتل، دا یې هم په واک کې نه وو چې ور ته یې همدومره ویلی وای، خیر دی، څوک چې د چا کور ته لاړ شي، دومره بده وضعه ور سره نه کوي، نه، دوی غریبانان د دې خبرې هم نه وو، دوه یې خپلې کړې او دوه پردۍ په منډه منډه کور ته لاړل. زوی ته یې ټوله کیسه وکړه، د محمد جان زړه لا هم نه کرارېده، عایشه هلته کړېده.

هغه وخت په  پسرلي کې به خلک مزار شریف ته د وري په لومړۍ ورځ د سخي جان جنډې جګېدو ته تلل، په همدې ورځ به بیا هلته سرکار د ودونو پروګرامونه هم جوړول، ټول خرڅ به سرکار کاوه.

له دې کاره عایشه خبره وه، ایسته یې له خولې نه داسندره را ووته چې : بیا بریم به مزار ملا محمد جان… دا سندره د عایشې له ستوني کوڅې ته را ووته، د هرات کوڅې یې په شور و زوږ واخستې، د هر چا په ژبه همدا سندره زمزمه کېدله. د سندرې شور دومره زیات و چې د امیر علی شېرنوايي تر غوږونو یې ځان ور ساوه، نوايي چې دا سندره واورېده، نو پر زړه یې چګ ولګاوه، ده به هم زمزمه کوله، د سندرې په ویونکې پسې ګرځېده، یوه ورځ نوايي خپلو خلکو ته وايي:

دا څه وایي؟ دا څه کیسه ده؟ کیسه راته وکړئ.

امیر په ټوله کیسه ځان پوهوي، په پوښتنه پوښتنه عایشه پیدا کوي او کور ته ورځي، ورته وايي: په دې سندره کې دې ډېر افسوس او ارمان نغښتی دی، څه غواړې؟

عایشه، غلې غلې کېده، د زړه خبره یې ور ته نشوه کولای، نوايي ټینګار کاوه چې خیر دی، هرڅه دې چې په زړه وي ، ما ته ووایه شرمېږه مه، زه دې هم لکه پلار یم.

عایشې ځمکې ته کتل او کرښې یې ایستلې، نوايي چې د عایشې حالت او کرښو ته کتل، نو په زړه یې وخوړه چې جنۍ مئینه ده، بیا یې ور ته په ډېرې ارامۍ وویل: لورې وایه، شرمېږه مه، زه درسره مرسته کوم. ته به خپل مراد ته ورسېږې.

عایشې سترګې په ځمکې پورې ګنډلې وې، په پلو یې پر مخ لوېدلې رڼې اوښکې وچې کړې او په ساړه اسویلي کې یې د محمد جان نوم واخست، نوره مخکې لاړه نه شوه، نوايي په راز پوه شو.

پلار یې را وغوښت ور ته یې وویل: که د زهرو غړپ هم وي، نو د خپلې لور د راتلونکې په خاطر یې وکړه، د عایشې پلار د نوايي په مخکې ځوړند سر دا خبره و منله، نوايي د محمدجان کورنۍ را وغوښته او دسمال یې ور کړ، بیا یې د سخي جان په زیارت کې د دوی د واده جشن جوړ کړ. دا دوه زړونه یې سره پیوند او  د مینې《عقد نکاح》په مهین تار وتړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.