مغالطه یا تناقص

عارف الله حقپرست

1,208

زده کوونکو له ښوونکي وپوښتل: د مغالطې يا تناقض (پاراډاکس) معنا څه ده؟
ښوونکي وويل: زه يې دوه بېلګې وړاندې کوم. ما ته دوه کسان راځي. يو يې پاک، سوتره دی او بل ککړ او خيرن. زه دواړو ته وايم، چې ځانونه ومينځي، چې پاک شي. اوس تاسې ووايئ، چې په دوی کې به کوم يو ځان مينځي؟
زده کوونکو وويل: خيرن کس.

ښوونکي وويل: نه، بلکې پاک کس به ځان مينځي، ځکه دی له لمبلو سره عادت دی، حال دا چې خيرن او ککړ د پاکوالي په ارزښت نه دی خبر. نو اوس وايئ، چې کوم يو به لامبي؟
ټولو وويل: پاک کس.
ښوونکي وويل: نه، بلکې خيرن به لامبي، ځکه پاکوالي ته يې اړتيا ده. اوس به څوک ځان مينځي؟
ټولو وويل: خيرن کس.
ښوونکي وويل: نه، بلکې دواړه به لامبي، ځکه پاک کس په لامبلو عادت دی او خيرن بيا لامبلو ته اړتيا لري. اوس وايئ، چې څوک به تر اوبو وځي؟
ټولو وويل: دواړه.
ښوونکي وويل: نه، يو هم نه. ځکه خيرن له لامبلو سره عادت نه دی او پاک بيا ځان مينځلو ته اړ نه دی. اوس به نو څوک ځان پاکوي؟
ټولو وويل: يو هم نه!

بيا زده کوونکو وپوښتل: استاذه! تاسې هر ځل بېل ځواب راکوئ او هر ځواب سم معلوميږي. موږ ته نو سمه خبره څنګه جوته شي؟
ښوونکي وويل: مغالطه (پاراډاکس) خو همدا دی کنه. نن، سبا دا مهمه نه ده، چې حقيقت څه دی؟ مهمه دا ده، چې رسنۍ کوم شی سم ثابتول غواړي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.