فرانسه: له روسیې سره جګړې ته داخلېدل ستونزې لا ډېروي

442

فرانسه: له روسیې سره جګړې ته داخلېدل ستونزې لا ډېروي.

فرانسه وایي چې دوی د اوکراین د وګړو په غم غمجن دي او په دې ناخوښ وضعیت کې یې ترڅنګ ولاړ دي خو ټینګار کوي چې له روسیې سره جګړې ته نه داخلېږي. د فرانسې د دولت ویاند ګابریل اتال ویلي چې دوی به اوکرایني وګړو سره بشري مرستې دوامداره وساتي خو وسله وال ملاتړ ته یې نه شي ورتلی. هغه زیاته کړې ده چې د اوکراین جګړې ته داخلېدل د دغې جګړې د پراختیا مانا لري او د دوی هدف دا دی چې دا جګړه له معقولو لارو پای ته ورسوي نه دا چې په خپلې مداخلې یې لا پراخه کړي. فرانسه دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې پرون پر دغه هېواد د روسیې تر توغندویي برید وروسته وویل چې که چېرته غرب د روسیې مخه ونه نیسي نو ممکن د راتلونکو توغندیو هدف د ناټو سازمان کوم غړی هېواد وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.